سپورټ

نړیوال جام: د جیمي نیشام شپږیزه د هغه د روزونکي د مرګ سبب شوه

لیکنه: بهار سمسور د ۲۰۱۹ کال کریکټ نړیوال جام پای لوبه،له خوند ډکه وه؛ اما وروسته تر لوبې انتقادونه پرې راغلل، خو اوس د دغې لوبې د سوپر اور شپږیزې د یو چا ژوند هم واخیست. د سوپر اور په لوبولو سره، انګلستان ۱۵ منډې جوړې کړې، چې په تعقیب یې د نیوزلېنډ لپاره ځوان لوبغاړی جیمي نیشام او مارټین ګپټیل توپ وهنې ته میدان ته ښکته شول. دغه اور د انګلستان له لوري جفرا … نور ولولئ
سپورټ

د سریلنکا سپورټ وزارت: د کرکټ روزونکې ډله دې بدله شي

لیکنه: بهار سمسور د سریلنکا سپورټس وزارت له سریلنکایي کریکټ بورډ غوښتنه کړې، چې د بنګلادېش سره پر خپل کوربه توب تر لوبو وړاندې روزونکي ډله بدله کړي. د سپورټس وزارت وروسته له هغې دا جدي غوښتنه کوي، چې سریلنکایۍ لوبډله کلونه کیږي، له ماتو سره مخ ده او په تېر نړیواړ جام کې هم ښه ونه ځلیده. سپورټس وزارت ویلي، د روزونکي ډلګۍ په اړه څیړنه مهمه ده او له هغې وروسته دې بدلون … نور ولولئ
سپورټ

پاکستانی عبدالرزاق؛ په دوه اونیو کې له هارډیک پنډیا قوي الرونډر جوړوم

لیکنه: بهار سمسور د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پخوانی الرونډر عبدالرزاق وایي دی په دې کې شکمن دی،چې له کلونو ځنډ وروسته د کریکټ کومه برخه کې کار وکړي. دې پخواني الرونډر د پاکستان لپاره په ۴۶ ټېسټ، ۲۶۵ یوه ورځینیو او ۳۲ شل اوریزه سیالیو کې ګډون کړی. نوموړي پر خپل ټویټر په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي دی له هارډېک پنډیا سره مرسته کولی شي،چې تر دې هم ښه لوبه وکړي،هغه ځینو مشورو … نور ولولئ
سپورټ

د نړیوال جام پای لوبه؛ سوپر اور او انتقادونه

لیکنه: بهار سمسور د کریکټ نړیوال جام په پای لوبه کې،چې د انګلستان او نیوزلېنډ تر منځ وشوه، د نیوزلېنډ ۲۴۲ منډو هدف انګلستان مساوي کړ، ۲۴۱ منډې یې تر لاسه کړې چې بیا سوپر اور (یو اور) تر سره شو. تر دې لوبې وروسته،د لوبې پر دوه برخو او اور ترو او هم سوپر اور، د کریکټ ځینو پخوانیو لوبغاړو،مبصرینو او هم کریکټ بنسټونو انتقادات وکړل. دا جام کوربه انګلستان پورته کړ،خو ځینې یې … نور ولولئ
سپورټ

د نړیوال جام غوره لوبډله؛ خو کوم افغان لوبغاړی پکې نشته

لیکنه: بهار سمسور د کریکټ نړیوال جام وړمه ورځ د کوربه انګلستان په بري پای ته ورسیده. په دې نړیوال جام کې لس لوبډلو ګډون کړی و،چې د هرې لوبډلې له منځه یو، دوه،دری حتآ څلور او پینځه لوبغاړي ښه ولوبیدل او په بېلا بېل وخت کې وځلیدل. سره له دې چې د افغان کریکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي،محمد نبي راشد خان او هم مجیب د کریکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې مخکې هم … نور ولولئ
سپورټ

ممکن راتلونکي IPL کې دوه نورې لوبډلې شاملې شي

لیکنه: بهار سمسور د هند کریکټ کنټرول اداره (BCCI) پر دې غور کوي، چې راتلونکی ۲۰۲۰ کال هند غوره لیګ ای پي اېل د لوبډلو شمېر له ۸ څخه ۱۰ ته پورته کړي. دا خبر وروسته له هغې مخ ته راځي چې تر دې مهاله هندي تجارتي کریکټ لیګ په نړیوالو لیګونو کې مخکښ یادیږي او کال تر بله د غوړیدو په حال کې دی. تر دې وخته هند غوره لیګ ای پي اېل کې … نور ولولئ
سپورټ

د ۲۰۱۹ کریکټ نړیوال جام او پنځه نوي ستوري

لیکنه: بهار سمسور د کریکټ په نړۍ کې ډېر غټ نومونه چې اوس هم د کریکټ شایقینو په خوله دي، شتون لري. لکه د اسټرالیا ریکي پونټینګ،مایکل کلارک،د هند سچن ټنډولکر،د پاکستان یونس خان،شعیب اختر او داسې نور. که دغه لوبغاړو اوس کریکټ پریښی، لیکن د غوره او تاریخي لوبیدو پر بنیاد به د هیچا هېر نه شي. که دوی کریکټ پرېښود او د کریکټ لپاره په نورو برخو کې خدمت کوي،شاته یې نوي ستوري … نور ولولئ
سپورټ

 هغه لوبغاړي چې نړیوال جام کې ځلیدلي، خو لوبډلې یې د اتلوالۍ چانس بایللی

لیکنه: بهار سمسور کریکټ یوه ډېره عجیبه لوبه ده، ډېر کله داسې کیږي چې یو لوبغاړی په یو ټورنمېنټ کې ښه وځلیږي، خو لوبډله یې د ټورنمېنټ اتلوالي وبایلي. لکه یو توپ وهونکی زیاتې منډې جوړې کړي، د ټورنمېنټ غوره توپ وهونکی شي یا دا چې توپ اچوونکی زیاتې ویکټې تر لاسه کړي، اما لوبډله یې له اتلوالۍ وړاندې له ټورنمېنټ بهر شي. موږ دلته درته د تېر نړیوال جام اړوند همداسې لوبغاړي یادوو، چې … نور ولولئ
سپورټ

د کریکټ تاريخي لوبغالی، لارډز د یوبل نړیوال جام پای لوبې کوربه دی!

لیکنه:بهار سمسور دا پینځم ځل دی، چې دا تاریخي لوبغالی به د کریکټ نړیوال جام د پای لوبې کوربه وي. د ۱۹۷۵ــ۷۹ ــ ۸۳ ـــ او ۱۹۹۹ کلونو د نړیوال جام پای لوبې هم دلته شوي دي،خو وروسته له شل کلونو نن بیا هم د کریکټ کور لارډز تاریخي لوبغالی د یوې سترې پای لوبې کوربه دی. د دې لوبغالي ځانګړنه دا ده،چې هره لوبډله چې لومړۍ توپ وهنه وکړي زیاتره وخت لوبه هم ګټي،چې … نور ولولئ
سپورټ

د هند لوبغاړو د لوبې له بایللو وروسته له مینوالو داسې مننه کړې

لیکنه: بهار سمسور د هند کریکټ ملي لوبډلې نړیوال جام کې نیمه پای لوبه کې وړمه ورځ له نیوزلېنډ څخه یوه دردناکه ماتې وخوړه او د فاینل پر ځای یې د نوي ډهلي لار ونیوه. هند هغه لوبډله ده، چې په ځینو مهمو ماتو یې نیمه نړۍ ټکان خوري. هندي لوبډلمشر ویرات کوهلي ویلي، د ډوني تېروتنې، ماته د دوی په نصیب کړه. پخواني لوبغاړي ګمبیر بیا د همدې مهمې لوبې په ورځ ویلي ول، … نور ولولئ