پوهنه

څېړونکي؛ ژره ده چې د شمالي قطب کنګلونه ویلې شي!

ژباړه: نسیمه محمدي پوهان وايي د شمالي قطب اقیانوس به د ۲۰۵۰م وړاندې له کنګل پرته اوړی ولري. د نړۍ د تودوخې د زیاتېدو په جریان کې د صنعتي کېدو وړاندې وختونو په نسبت د شمالي قطب د سانتي ګرېډ ۲ درجې زیاتېدل، د سمندر د سطحې کنګل د کمېدو په حال کې دی. د اقلیمي ناورین د شدت سره پوهانو وايي، اوس یوازې له چاپېریال ساتنه کولای شي، وټاکي چې څو کلونه وخت نیسي … نور ولولئ
په زړه پورې

کرونا وایروس د دوو چینايي ډاکټرانو د پوستکي رنګ تور کړ

ژباړه: نسیمه محمدي د ډیلې مېل په حواله، څرګنده ده چې کرونا وایروس لا هم په خپلو ځانګړتیاوو سره زموږ د حېرانتیا سبب ګرځي. ځکه څېړونکي هر ورځ د دې وایروس په اړه نوي او عجیب معلومات تر لاسه کوي. یوه حېرانوونکې پېښه چې په کوویډ- ۱۹ ناروغۍ د دوه چینايي روغتیاپالانو، د پوستکي تورېدل دي. د چین په وهان، کوم ځای کې چې د کرونا وایروس د خپرېدو مرکز دی، په کوویډ- ۱۹ له … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

بې خوبي که کنټرول نشي، لاندې زیانونه لري

ژباړه: نسیمه محمدي خوب د جسمي او رواني سلامتیا لپاره واجب دی. کم خوب د روغتیا لپاره لنډمهاله او اوږدمهاله زیانونه لري. روغتیايي متخصصان سپارښتنه کوي چې د ۱۸ — ۶۰ کلونو عمر لرونکي باید په یوه شپه او ورځ کې ۷ ساعته خوب وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې ترسره شوې څېړنې ښيي ۳۵٪ لویان، بشپړ خوب نه لري. هغوی چې د روغتیاپالانو سپارښتنې عملي کوي، باید شپه او ورځ کې له … نور ولولئ
روغه سټه

تازه څیړنه؛ سپورټ مو د ځیګر سرطان له مرګونې ناروغۍ ژغوري

ژباړه: نسیمه محمدي د تازه ترسره‌شویو څېړنو پر اساس، په منظم ډول ورزش کول د ځیګر له سرطانه مخنیوی کوي. د سرطانونو له امله په مړینه کې د ځیګر سرطان څلورم ځای لري او پراختیا یې د (دیابټ، چاغښت) د تشدید له امله په چټکۍ د زیاتېدو په حال کې دی. چاغوالی او شکر ناروغي د غوړ ځیګر د اخته ناروغانو ترمنځ ډېره عامه ده او دا ناروغي هم د ځیګر (هپاتوسلولار کارسینوما) پوښ د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ولې پر یوه بې کفایته شخص مئینږو؛ څو سببونه مو راټول کړي

ژباړه: نسیمه محمدي کله چې د عاطفي اړیکو خبره رامنځته شي، موږ د شخص د سنجولو لپاره د معیارونو لېست لرو. بعضې له موږ څخه څېرې، مال او شتمنۍ ته پام کوو، د شخص د لوړ اعتماد په نفس، په لوریېنه یا سخاوت زړه تړو. خو ولې بعضې له موږ څخه د یوې اړیکې په لړ کې ناسم شخص ټاکو، سره لدې چې له وړاندې پوهېږو، چې څه غواړو؟ د انسانانو د ذاتي پيدایښت له … نور ولولئ
پوهنه

د هند په سمندر کې د نوي موجود موندل کېدل

ژباړه: نسیمه محمدي په hسترالیا کې پلټونکو د ۴۵ مټره په لوړوالي یو حیوان، د سمندر په تل کې موندلی. دا موجود چې سیفونوفور (Siphonophore) نومېږي او د لوله یې یا تونلي موجوداتو کورنۍ پورې تړاو لري، د اشمېت سمندر پېژندنې موسسې څېړونکو له لوري، د استرالیا، سواحلو ته نږدې، د هند په سمندر کې موندلی دی. سیفونوفور شفاف، رشته یې، ښوۍ بې بنده موجود او مرجان ته ورته د زوئيد په نامه له کوچنیو … نور ولولئ
خوندیتوب

امریکا پر WHO خپله مرسته بنده کړه

ژباړه: نسیمه محمدي د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرامپ اعلان کړه، چې د هغه دولت د روغتیا نړيوال سازمان بودیجه بنده کړه. د ټرامپ په وینا، دغه سازمان د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې په مبارزه کې خپله دنده په سمه توګه نه ده ترسره کړې. د امریکا ولسمشر دا نړیوال بنسټ، د ناسم مُدیریت او په چین هېواد کې د کرونا د خپرېدو په پټولو متهم کړ او ویې ویل، د روغتیا نړیوال سازمان باید … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

کرونا او نړۍ؛ د ناروغانو شمېر له دوو میلیونو واوښت

ژباړه نسیمه محمدي د چین په وهان ښار کې د کرونا وایروس د خپرېدو درې نیمې میاشتې وروسته،  په دې وایروس د اخته کسانو شمېر د سې‌شنبې تر ورځې (د اپريل ۱۴مه) له دوو میلیونو او د مړو شمېر له ۱۲۰ زرو زیات شو. د جان هاپکېنز پوهنتون له لوري د ناروغانو د شمېرې اعلان سره، امریکا د ۵۸۰ زره اخته، ۲۳ زره او ۴۲۳ تنو د مړینې په درلودلو په نړۍ کې لومړی هېواد … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

له کرونا وایروس څخه د ځان‌ساتنې لپاره دا ۷ ټکي باید په پام کې ونیسو

ژباړه: نسیمه محمدي د کرونا وایروس له پیل تر اوسه بیا، د ژوند په ټولو اړخونو کې د وایروس د مخنیوي لپاره، وخت پر وخت د روغتیا نړېوال سازمان او روغتیاپالانو له لوري د ګڼو لارښوونو سپارښتنه او یادونه شوې ده. که چېرې دا لارښوونې تعقیب او په پام کې ونیسو، له ځان، کورنۍ او شاو خوا وګړو سره به مو د دې وایروس په مهارولو کې مهمه ونډه اخېستې وي. کارپوهان وايي: “د کرونا … نور ولولئ
ادبیات

د قرنطیني شېبو رنګینول

ژباړه: نسیمه محمدي د ارستو په وینا موږ انسانان ټولنیز حیوانات یو. نو اوس چې په قرنطین مجبور یوو، نو څه باید وکړو چې د یوازیتوب او لېونتوب احساس ونه لرو؟ ښه! لومړی څه مو چې ذهن ته راځي، دا دي چې «دا کړکېچ له لاسه مه ورکوه!» که په کافي اندازه خلاق او نوښتګر اوسو، په دې تیاره دوران کې هم د رڼا څرک موندلی شو. د ژوند نوی طریقې امتحان او هغه لارې … نور ولولئ