مخکښان

د ستر ارد غوره ویناوې

ژباړه: عطا محمد میاخېل ـــ آزادي ډالۍ او سوغات نه ده او پرته له شکه بې مسؤولیته او ځان پالونکي خلک آزادي نه لري. ـــ ستر زیان یوازېتوب دی. ـــ پیسې او پانګه په نارامه او نا امنه هېواد کې ځای نه لري. ـــ هغه څوک، چې ژبه یې له فکره وړاندې خوځېږي، تل باید د نویو دوستانو په لټه کې وي. ـــ په ژوند کې یوازې هغه وختونه را ته ارزښتمن دي، چې یوه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د خوشالۍ په لور څو ګامونه

ژباړه: عطا محمد میاخېل تاسو د خوشالۍ وړ یاست هغه پیغامونه، چې خپل ځانته یې ورکوئ، د ژوند لوری به مو وټاکي، نو که تل ځانته ووایئ، چې زه کوم ارزښت نه لرم او په ژوند کې د خوشالۍ وړ نه یم، څنګه تمه لرئ، چې خوشاله واوسئ؟ خپل ځان ومنئ ښه، بد یا هرڅه چې یاست، هماغه ومنئ. په هر کار چې بوخت یاست، په دې باندې ځان پوه کړئ، چې هغه کار ستاسو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د یوه ماهر او مسلکي مدیر کېدو لپاره ۵۰ قوانین

ژباړه: عطا محمد میاخېل که موخه مو دا وي، چې په خپل کار و بار او یا خپل سازمان کې یو ماهر او مسلکي مدیر شئ، نو دا ۵۰ قوانین یې ښه پیل دی: ۱ ـــ د خپل ټیم خبرو ته غوږ ونیسئ، هغه څه ته، چې د ټیم غړي مو وایي، ښه غوږ ونیسئ، حتا که داسې یوه موضوع هم وي، چې ورسره مینه نه لرئ. ۲ ـــ په شونې اغېزمه بڼه اړیکه ټنیګه … نور ولولئ
خوندیتوب

له ماشومانو سره د غوره چلند لپاره لس مهم ټکي

ژباړه: عطا محمد میاخېل بدني سزا ماشومانو ته ناسم څیزونه ور زده کوي، له لاندې ټکو څخه په ګټه اخیستنې د چلند تر ټولو غوره ډول زده کړئ. ۱ ـــ کله چې یو لوی انسان ماشوم وهي، ماشوم د عاجزۍ او ناهیلۍ احساس کوي. دا احساسات د دې سبب ګرځي، چې ماشوم پرېښانه او غوسه ناک شي. خپلو ماشومانو ته ور زده کړئ، چې تاسو غواړئ، هغوی څنګه کړنې ترسره کړي، ځکه ماشومان په دې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د یوه ښه ماشوم د روزنې لپاره باید لاندې ټکي مراعات کړئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل د ماشوم د سمې روزنې لپاره مهم ګامونه د ماشوم روزنه د هغه په شخصیت او راتلونکې کې مهم رول لري او د هغه د فکري ودې سبب ګرځي. والدین د خپلو ماشومانو د روزنې لپاره، بېلابېلې تګلارې لري، چې له هرې تګلارې څخه ګټه اخیستنه په راتلونکې کې د ماشوم پر شخصیت باندې اغېزه کوي. په دې لیکنه کې تاسو د ماشوم د ښې روزنې لپاره، له ځینو مهمو ټکو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د مکالمې پرمهال، دا چلندونه بې ادبي ګڼل کېږي

ژباړه: عطا محمد میاخېل له نورو سره د اړیکې ټینګښت او د ګڼ شمېر خلکو په منځ کې خبرې کول، ځینې قوانین لري، که مراعات یې نه کړئ، د نورو له نظره یو بې ادبه کس ګڼل کېږئ، خو دا چلندونه کوم دي؟ په ډاډ سره ویلی شم، چې موږ په شعوري توګه له ځانه ځورونکي چلندونه، نه ښکاره کوو، خو دا چې پوه شو، کوم چلندونه په ورځنیو خبرو کې بې ادبي ګڼل کېږي، … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هغه جملې، چې نارینه ډېر زیات غوسه کوي

ژباړه: عطا محمد میاخېل ښځې په ګډ ژوند کې، په ښځینه سیاستونو سره کولای شي، د ځینو ستونزو له رامنځته کېدو څخه مخنیوی وکړي، خو مېرمنې د ځینو خبرو په کولو سره، چې د نارینه و، نه خوښېږي او هغوی ډېر زیات غوسه کوي، په خپلو اړیکو کې له شخړې، لانجې او نارامۍ سره لاس و ګرېوان کېږي. د دې خبرو په اورېدو سره نارینه د لېونتوب تر کچې غوسه کېږي یو له ښځینه سیاستونو … نور ولولئ
ژوند بڼه

د مېرمنې او خاوند ترمنځ له لانجې وروسته، باید دا کارونه ترسره نه شي

ژباړه: عطا محمد میاخېل د مېرمنې او خاوند ترمنځ له لانجې وروسته، د هغوی له خوا ځینې ناسم کارونه ترسره کېږي، چې د جوړو ترمنځ خواشیني اوږدوي. ښایي ورته پام مو نه وي شوی، هغه څیزونه، چې له لانجې وروسته یې په ژبه راوړئ، کولای شي، د ژوند په شریک باندې مو ډېره زیاته بده اغېزه وکړي، داسې چې هېڅکله یې هېر نه کړي. په دې لیکنه کې په هغو کارونو باندې رڼا اچوو، چې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د بریا لپاره باید دا څیزونه په بشپړه توګه پرېږدئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل که په خپل شخصي او کاري ژوند کې د بریا په لټه کې یاست، داسې ټکي شته، چې باید مراعات یې کړئ او په خپل ژوند کې باید ځینې څیزونه پرېږدئ، لکه د خپل کور یا کاري مېز ترتیب او تنظیمول، هر څو وخته وروسته خپل ځان چک کړئ او ټول هغه څیزونه، چې بریا ته د رسېدو په لاره کې، له تاسو سره مرسته نه کوي، لرې وغورځوئ. په دې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په خپل ځان کې د بدلون رامنځته کولو لپاره غوره تګلارې

ژباړه: عطا محمد میاخېل موږ ټول ځینې ځانګړنې لرو، چې نه مو خوښېږي او غواړو خپل ځان ته بدلون ورکړو، خو څنګه په خپل ځان کې دا بدلون رامنځته کړو؟ موږ به تاسو ته ووایو. که داسې احساس کوئ، چې د ژوند تګلوری مو ناسم دی، نو باید په هغه کې بدلونونه رامنځته کړئ. د دې بدلونونو لپاره لڼد مهالې او اوږد مهالې موخې وټاکئ او یوه بېلګه پیدا کړئ، چې تاسو ته په دې … نور ولولئ