په زړه پورې

د کرونا وایروس ۶ نوي علایم وموندل شول

د انګلستان طبي متخصیصین د کرونا وایرس شپږ  نویو نښو موندلو خبر ورکړی دی او دوی ویلي چې دغو نښو ته په کتو سره د ناروغ په تشخیص کې اسانتیا راتلی شي . د لندن  “کینګز”  کالج  څیړنیزې ډلې د کرونا په ناروغانو کې شپږ نویو علایمو ته متوجه شوي دي. تر اوسه پورې د کرونا وایروس په ناروغانو کې ،ټوخي ،تبه ،ساه بندي او د خولې خوند یا ذایقي ورکیدل شامل ول . خو … نور ولولئ
په زړه پورې

د قربانۍ فلسفه، فرضیت او احکام

ابراهیم علیه السلام باندې لسګونه کلونه واوښتل، خو دخپلې ترلې ساره نه يې بچي ونه شول، په ابراهیم ګرانه وه، نو بل واده يې پرې هم نه کاوه، هاجره د سارې وینځه وه، د مصر پاچا وروسته له هغې ورکړه چې کله يې سارې ته لاس وړاندې کړ او لاس يې وچ شو، سارې هاجره خپل خاوند ته وبخښله، کله چې اسماعیل پیدا شو، الله ورته امر وکړ چې حجاز ته يې بوزه، هاجره او … نور ولولئ
افغانستان

د شخصیت بحث؛ افغان ټولنيزې رسنۍ او مستعار اکاونټونه

جاپانیان د شخصیت پیژندني تعریف داسې کوي او وایي، چې انسان درې څېري لري؛ یوه هغه څېره ده په کومه، چې دوی د خپلې کورنۍ سره مخ کېږي او رویه کوي. دوېیمه هغه څېره ده، چې دوی یې د بهر خلکو او دوستانو سره پرې مخ او رویه کوي. او درېیمه د ده دروني/ باطني څېره، چې دا څوک دی او په حقیقت کې څه کول غواړي، نو دغه درېیمه یانې دروني څېره د دې … نور ولولئ
په زړه پورې

اکسفورډ پوهنتون د کورونا وایروس واکسین جوړ کړل

د انګلستان “اکسفورډ” پوهنتون په پوره ډاډ سره ادعا کړي ده، چې یې د کورونا وایرس واکسین په بریالۍ توګه جوړ کړي دي. د لوديځو رسنيو د راپورونو له مخې د واکسین ازمایښتي پایلي چې په رضاکارانو باندې ترسره شوي، ظاهراً هېله بخښوونکي او د خوشالۍ وړ دي. د ازمایښتونو په پایله کې اکسفورډ ټیم ته څرګنده شوې، چې د دوی لخوا جوړ شوي واکسین د وجود پروتکشن یا د وجود مقاومت د کرونا وایرس … نور ولولئ
په زړه پورې

د بوسنیا د ۲۵ کاله پخوانۍ جګړې مړي لا هم موندل کېږي

د بوسنیا تر جګړې ۲۵ کاله وروسته هم د دې جګړې مړي موندل کېږي او خاورو ته سپارل یې دوام لري. د بوسنیا لوېدیځ ته سرپریميکا ښار پروت دی، د دې ښار وګړي مسلمانان دي. د بوسنیا او سربیا د جګړې پر مهال دا ښار یوازې لس ورځې د سربیانو لاس ته لوېدلی و؛ خو سربیانو په ډېره بېرحمۍ ګڼ شمېر مسلمانان وژلي دي چې تر پېښې ٢٥ کاله وروسته هم د وژل شویو پېژاند … نور ولولئ
پوهنه

د عورت پټول؛ خدای ج وايي، سترګې مو تر کنټرول لاندې وساتئ

د عورت پټولو له ډولونو یې پيلوو: اول؛ د نارینه عورت له نارینه سره: تر نامه ښکته او له زنګنونو، پورته (لکه په پنجاب او هندوستان کې چې مروج او لنګ لباس دی) دویم؛ د یوې زنانه د بلې زنانه سره: دا هم لکه څومره چې د یو نارینه له بل نارینه سره دی ؛ ملا، پنډۍ او ویښتان یې هم لیدلای شي. دریم؛ زنانه (ښځې) د نارینه په مقابل کې: دلته درې، قسمه نارینه … نور ولولئ
په زړه پورې

د سعودي علماوو د لوی اختر لومړۍ ورځ په ګوته کړه

د سعودي عرب دیني عالمانو اعلان وکړو، چې ممکنه ده، چې سږ کال لوی اختر به ٣١ د جولای ٢٠٢٠ کال،چې ١٠ د اسد د ١٣٩٩ سره سمون خوري ولمانځل شي. د “ګلف نیوز” د راپور له مخې د سعودي عرب ماهرینو ويلي دي، چې سږ کال لوی اختر به د جمعې په ورځ د اسد په لسم لمانځل کېږي. د نجومیانو د حساب او کتاب په حواله د ذوالحجهې میاشتې سپوږمۍ (هلال) د دوشنبې … نور ولولئ
افغانستان

د انلاین تدریس په اړه دننګرهارپوهنې ریاست ویاندسره مرکه؛ هغه څه چې د مرکې په پاي کې روښانه شول

مرکه کوونکې: مهر تاج – د یاران خبریاله مرکه کیدونکی: د ننګرهار د پوهنې ریاست د اړیکو او مطبوعاتو مسوول محمد اصف شینواری په هېواد کې د کورونا وایروس له امله د زده کوونکو رخصتي، له درسونو وروسته پاتې کېدل، دا چې زده کوونکي به خپل نيمه کلني درسونه څرنګه جبرانوي او د پوهنې وزارت څه کړي یا کوي؟ په دې هکله مې د ننګرهار د پوهنې ریاست د اړیکو او مطبوعات مسوول سره مرکه … نور ولولئ
ادبیات

د اردو ادب بې سارې جوړه: د بانو قدسیه او اشفاق احمد ځانګړی ژوند او مینه

دوی د اردو ادب هغه دوه ستوري دي چې بیخي ځانګړې جوړه ده او زه یې ځانګړې منیواله یم، دوی دواړه نه زما ایډیال لیکولان و/دي، بلکې د دوی ژوند، مینه، علم و پوهه هم ماته بې مثاله او یوه عالي جوړه وه چې زه ترې متاثره وم او لا هم یم. نن دغه بې مثاله جوړه درپیژنم. مشهور عالم، ادیب، ډرامه لیکوونکی، نقاد او ژورنالیست اشفاق احمد په کال ۱۹۲۵د اګسټ د میاشتې په … نور ولولئ
په زړه پورې

سام سنګ ولې له دې وروسته د موبایلونو سره چارجر نه ورکوي؟

اوازي دي چې د امریکایي “ایپل “کمپنۍ په څېر سام سنګ به هم د خپل سمارټ موبایلونو سره د چارجر په ورکړه غور کوي. ويل شوي ددې لوی هدف په لګښت کې د کموالي راوستل دي. د یو کوریایي ویب سایټ اې ټي نیوز په حواله؛ امکان شته چې سام سنګ راروان کال یعني ۲۰۲۱ کې راتلونکي ځینې سمارټ ماډل موبایلونو سره چارجر نه وي. د یادوني وړ ده، چې “ایپل ” اول د خپلو … نور ولولئ