افغانستان

ولسمشر ټرمپ په ټاکنو له درغلیو وېره څرګنده کړې

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بایللو له ویرې په ټاکنو کې د درغلیو ویره څرګنده کړې. په “پنسلوانیا” کې د لاریون ګډونوالو ته په خطاب کې ، ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خندا (طنزیه توګه) وویل، چې د پایلو نیټه باید وغزول شي، ترڅو نور خلک هم رایه ورکړي. هغه وویل، چې د نتایجو ځنډول ناهیلې کوونکي دي، کله چې یي وخت ؤو، نو خلکو ته د رایه اچوني موقع ولې ورنه کړی شوه، … نور ولولئ
افغانستان

جوبایډن، ټرمپ د روسیې د ولسمشر سپی وباله

د دیموکراټانو کاندید «جو بایډن» خپل  سیال «ډونالډ ټرمپ» د روسیې ولسمشر سپی بللی دی. جوبایډن په «مشیګن» کې د انتخاباتي غونډې په مراسمو کې وویل، ټرمپ د لوی شمېر خلکو د رایې ورکولو مخه نشي نیولای، خلک به ډیموکراسي بېرته ونیسي او ټرمپ باید د خپل بار و بستري سره کور ته لاړ شي. د ډیموکراټانو کاندید جو بایډن ویلي؛ کورونا به هله ختمه شي، کله چې ټرمپ په خپل کور شي (کښېني). نوموړي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د عمرې د ادا کولو لپاره د بهرنیو حاجیانو لړۍ

مکه مکرمه: د نړیوالې ناروغۍ کورونا وایروس وروسته، د بهرنیو حاجیانو د تګ لړۍ سر له نن څخه پیل کېږي. د سعودي د حج او عمرې وزارت په حواله، د عمرې درېیم پړاو به له نن څخه پیل شي، چې له مخې به یې په سعودي عربستان کې میشت اوسېدونکي سربېره اوس مکې او مدینې ته له بهر څخه د بهرنیانو د راتلو پروسه هم پیل شي. د سعودي چارواکو په وینا، له بېلابېلو هېوادونو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ژوندي خښ‌شویو ماشومانو او څارویو کشف

لیما: د سویلي امریکا هېواد پیرو کې، تازه کشف شوې، چې څاروي او ماشومان د خدایانو (دیوتاؤ) خوشحاله کولو لپاره ژوندي ښخ شوي دي. د کاناډا «کالګري» پوهنتون لخوا ترسره شوې یوې څېړنې موندلې، چې په «پیرو» کې د پخواني تمدن «انکا» په نامه ماشومان او څاروي قرباني شوي دي. د کارپوهانو په وینا، پخوانیو تمدنونو به د خپلو خدایانو د خوشحاله کولو لپاره ژوي او ماشومان ژوندي ښخول. د څېړنو په جریان کې، کارپوهانو … نور ولولئ
سیاست

ترکیې د فرانسې پر وړاندې د قانوني چلند اعلان وکړ

د ترکیې حکومت د فرانسوي مجلې «چارلي هیبډو» خپور شوی کارتون په ډېر سخت قهر غندلی دی او په دې هکله یې د قانوني چلند غوښتنه هم کړې ده. په دې کارتون کې ولسمشر اردوغان د یوه مسلمانې نیمه بربنډې مېرمنې سره ښودل شوی دی. د ترکیه ولسمشریزې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي دي، چې ولسمشر اردوغان په دې هکله د چټک دیپلوماتیک غبرګون غوښتونکی دی. د ولسمشر ماڼۍ زیاتوي، چې د فرانسې په … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

سپوږمۍ د نورو شپو په پرتله ډېره رڼه ده

ډېره ارامه شپه وه، د سپوږمۍ پستې وړانګې له کړکۍ نه د آمنې کوټې ته راننوتلې، ګومان کېده چې کوم پوست لاس دی چې په نړۍ یې راکاږي او د مینې او مهربانۍ ولولې راویښوي، د آمنې روح د مشکو له خوشبویي نه ډک شوی و، هغه نه پوهېده چې دغه خوږبوی د هغو عدو څخه راخیژي چې وینځې یې په اور اېښي و او که له اسمانونو څخه راکوزيږي. په کوټه کې د رحمت … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د قطر دوحې په هوایي ډګر کې د ښځینه مسافرو فزیکي معاینه کېدو څېړنه

قطر اعلان کړی، چې دوی به د دوحې په هوایي ډګر کې د ښځینه‌وو مسافرینو فزیکي معاینې ترسره او د پېښې څېړنه وکړي. د قطر څخه روانېدونکو لسو الوتکو د ښځینه مسافرینو فزیکي معاینات وروسته له هغه وشو، چې د قطر دوحې په هوایي ډګر (دوړبن) کې یوه نوي زیږیدلي ماشومه (نجلۍ) موندل شوې وه، په یادو معاینه شویو مېرمنو کې یې ۱۸ اسټرالیایي مېرمنې هم شاملې وې، چې له امله یې د آسټرالیا حکومت … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د خوب ګولۍ د هالنډي سړي لپاره معجزه شوه

یو هالنډی تبعه، چې له تېرو اتو کالو راهیسې د غږېدو، خوړلو یا ګرځېدلو توان څخه محروم و، د «ایمبیین» په نامه د خوب ګولیو کارولو څخه یوازې ۲۰ دقیقې وروسته په هوښ راغلو. له «امسټرډیم» څخه ۳۹ کلن هالنډی شخص، چې د سر ټپي کېدلو له امله یې مغزو ضربه لیدلې وه، د طبي مجلې «کارټیکس» کارپوهانو لخوا په «ریچارډ» نومول شوی دی. «ریچارډ» د ۲۹ کلنۍ په عمر کې د غوښې خوړلو وروسته … نور ولولئ
افغانستان

سړی څه نه وايي له ډاره، سړی څه ووايي!

لیکنه:  مهر تاج دوې اونۍ وړاندې د ولسمشر د لومړي مرستیال، امرالله صالح په نوښت د کابل ښار د امنیت ښه کولو په نیت د ځینو پېژندل شویو مجرمانو او په غلاوو او وسله‌والو شوکو تورنو کسانو انځورونه د کابل ښار په لارو، سړکونو او کوڅو کې وځړول شول. د صالح دا کړنه د ځینو لخوا وستایل شوه او ځینو نورو بې ګټې او نمايشي هڅه وبلله. د ده دې نوښت رښتیا هم دوه مخه … نور ولولئ
سیاست

د اسرائیل‌ پېژندل به ایران، قطر او سعودي عربستان ته د وژلو چانس ورکړي

د سعودي ولیعهد «شهزاده محمد بن سلمان» هم لکه د متحده عربي اماراتو او بحرین په څېر د اسراییلو په رسمیت پیژندلو څخه انکار وکړ. په امریکا کې زېږیدلی اسراییلي میلیاردر “حیم سبان” دا ادعا د اسراییلي ورځپاڼې حارث سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې. سبان وايي، شهزاده محمد بن سلمان وېره لري، که چېرته سعودي عربستان اسراییل په رسمي توګه ومني، نو د ​​ایران، قطر او سعودي وګړو د وژلو چانس به ترلاسه … نور ولولئ