سپورټ

ای پي ايل ليګ تر نامالومي مودې وځنډېدی

د هندوستان کريکټ پريمر ليګ د کرونا ويروس له کبله تر نا مالومي مودې وځنډېدی. ورسته له هغې چې پرون د کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې د څلورو لوبغاړو د کرونا وېروس ټيسټ مثبته پايله ورکړه ، د بنګلور سره يې لوبه بل تاريخ ته وځنډېدله. په همدې ورځ د چينای سوپر کينګز لوبډلې د ځينو لوبغاړو او اداري هيئت غړو د کرونا وېروس د اخته کېدو خبر ورکړل سو، د هندوستان د کريکټ د کنټرول … نور ولولئ
سپورټ

نهم پړاو کارابين ليګ او ۷ افغان لوبغاړي

دا ځل د کارابين پرېمير ليګ يوازي په يوه کريکټ لوبغالې کې ترسره کېږي. د ۲۰۲۱ز کارابين پريمر ليګ ټول ۳۳ لوبې يوازي په سينټ کيټس او نيويس کې ترسره کېږي. د ۲۰۲۰ز کارابين لېګ خورا په برياليتوب سره پايته ورسېدی،په نړيواله کچه ۵۰۰ ميليونه کسانو د ټلويزيون له لارې او په انلاين بڼه وکتی،خو دا ځل به لوبې د نندارچيانو په شتون کې ترسره کېږي. د سينټ کيټس اونيويس حکومت د پوره چمتوالي ډاډ … نور ولولئ
سپورټ

د کرونا له وېرې دوه اسټرالياوي کريکټران له ای پي ال څخه خپل کورته ولاړه

کن ريچارډسن او ادم زمپا د بنګلور لوبډلې هغه لوبغاړي دي چې د کرونا وېروس د ډېرښت له کبله د هند څخه اسټراليا ته ولاړه. د کرونا وېروس دويمي څپې په هندوستان کې تر بل هر وخت خطرناک تاثرات وارد کړي او خلک د يو سخت بشري ناورين سره مخ دي. په همدې وخت کې هلته د هندوستان پرېمرليګ لوبې هم شروع دي چې خورا په جوش کې رواني دي او تر اوسه يې نيمه … نور ولولئ
کرکټ

د کرونا وېروس ډېرښت او د اشوين د ټويتر اکاونټ نوم

هندي توپ اچوونکي روي چندرن اشوين د خپل ټويتر اکاونټ نوم ځکه بدل کړ چې تر بل هر وخت د کرونا وېروس پدې هيواد کې د خپرېدو په حال کې دی. اشوين د خپل تويټر اکاونټ نوم (په کورکې پاته سئ،خوندي پاته سئ،واکسین واخلئ) ته اړولی دی. نوموړی چې اوس په هندوستان پرېمر لېګ کې د ډهلي کاپيټلز لوبډلې لپاره لوبېږي ،پر خپل ټويټر اکاونټ یې ليکلې چې ،زړه مې مات سي چې کله وګورم … نور ولولئ
سپورټ

زیمبابوې د پاکستان لوبډله په ٩٩ منډو کې را ګير کړه

پاکستانۍ لوبډلې ونسوای کولای چې د زيمبابوې ١١٩ منډې هدف پوره کړي. د زيمبابوې او پاکستان ترمنځ دویمه شل اووریزه لوبه د زیمبابوې په هراري لوبغالې کې ترسره سوه. پاکستان د لوبې پچه وګټله او زيمبابوې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. د زیمبابوې ٩ لوبغاړي په ١١٨ منډو کې اوټ سوه. تیناشي ٣٤، چکابوا ١٨ او مادهیویر ١٦ منډي وکړې. د پاکستان لپاره محمدحسنین او دانش عزیز دوې دوې ،همدارنګه اشرف،روف،اقبال او قدیر یوه … نور ولولئ
سپورټ

د شاهرخ خان له لورې د رسل،کمينز او کارتيک ځانګړې ستاينه

پرون په ای اپي ايل ليګ کې د سنرازير حيدر اباد او پنجاب کينګز تر لوبې وروسته په دويمه لوبه کې چينای سوپر کينګز او کلکته نايټ رايډرز لوبډلې سره مخ سوې. چنای لوبډلې ډېره غوره توپوهنه وکړه،د ډوپلسيس په ۹۵ او د ګايکواډ په ۶۴ منډو سره يې کلکتې ۲۲۱ منډې سترهدف وټاکی. کلکتې د همدې هدف په تعقيب په ۳۱ منډو کې ۵ مهمې ويکټې له لاسه ورکړي وې،خو د پاورپلې په وروستي … نور ولولئ
سپورټ

کاويا ماران:د حيدراباد مينواله که مشره

کاويا کامران هغه نجلۍ ده چې په انټرنيټ کې پدې ورستيو ورځو کې ورباندې زيات بحثونه روان دي. وروسته تر هغې چې حيدراباد د بنګلور په وړاندې د تېرې چهارشنبې په ورځ ماته ومنله ،کاويا سخت عصاباني وه ،چې د همدې حالت عکسونو او ويډيوګانو يې د کريکټ مينوالو په منځ کې پر ټولنيزو رسنيو شور جوړ کړ. Another match, another disappointing performance!! Only Warner & Bairstow can't win matches. Others need to step up..WILLIAMSON … نور ولولئ
سپورټ

تر دې مهاله په ای پي ايل ايل کې د راشد خان سفر

راشدخان په ۲۰۱۷ز کې سنرايزر حيدراباد لوبډلې له ځانه سره واخيستی چې لاهم ورسره دی. د راشد او محمدنبي دا پنځم کال دی چې په ای پي ايل ليګ کې د سنرايزر حيدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي، پداسې حال کې چې سږکال مجيب الرحمن هم ورسره يوځای سو،نبي کله کله لوبوي خو راشد خان تر اوسه په هيڅ لوبه کې دمه نده کړې. سږکال هم راشد ډېر ښه روان دی ،که څه هم لوبډله يې سر … نور ولولئ
روانې سلامتي

د کرېکټ اړوند د کال غوره انځور ايوارډ پخواني کریکټر وګاټه

د کرېکټ اړوند د ویزډن په نامه معتبر کتاب کې د سټيو واح له لورې نیول سوی انځور د کال د غوره انځور ایوارډ وګټی. د اسټراليا کریکټ پخوانی لوبغاړی سټیو واح د تير ٢٠٢٠ز په جنوري میاشتې کې هندوستان ته ولاړی ،هلته یې د بيټ پرځای کامره راواخیستل په هندوستان کې وګرځیدی تر څو مالومه کړي چې کرېکټ ته ولي په هند کې د يو مذهب په سترګه کتل کېږي. دی له پخوا څخه … نور ولولئ
سپورټ

کريم صادق : د کريکټ بورډ د غوراوي کمېټه له لوبغاړو ډالر او موټرونه غواړي

د افغانستان کريکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي د کريکټ پر اوسني حالت تبصره کړې. کريم خان صادق پر خپلي فيسبوک پاڼي بابر اعظم او ويرات کوهلي ته په اشارې ليکلي چې د افغانستان کريکټ به هم اوس داسي توپوهونکي درلودلای خو د غوراوي کمېټه يې د مخته تګ مخه نيسي. هغه د کريکټ پر روان وضعيت او تېر نړيوال جام باندې هم تبصره کړې چې موږ يې دلته بيله ايډيټه وړاندې کوو. کريم خان صادق … نور ولولئ