سپورټ

په ۲۰۱۸ز کې نړیوال سليزه وهونکي کرکټران

ليکنه: مدثر دعوت تير ۲۰۱۸ز کال د شل اووريزو لوبو لپاره يو له هغه کلونو څخه وو چي يادي لوبي په ډير بريالي ډول پکښې ترسره سولې. افغانستان کرکيټ ملي لوبډله تربلي هري لوبډلي قوي او بريالۍ وه،او ويې سول کولای چي په تير کال کي خپلي ۷ واړه لوبي وګټي نو ځکه يې د بريا فيصدي پوره سل وه. هندۍ لوبډلي او پاکستان هم تر افغانستان وروسته ډيري ښه لوبي وکړلې خو د بنګلديش، … نور ولولئ
سپورټ

ايلایز پيري پر کرکټ حکمراني کوي

ليکنه: مدثر دعوت د اسټراليا ښځينه کرکټ لوبډله د کرکټ د نړيوالي شورا د يو ورځنيو او شل اووريزو لوبو په درجه بندۍ کي لومړی مقام لري. خو د نارينوو کرکټ ملي لوبډله او هيڅ لوبغاړی يې هم د کرکيټ د نړيوالي شورا د لوبو د درجه بندۍ په هيڅ فارمټ کي لومړی مقام نلري، بې له مکسويله چي په ۲۰ اووريزو لوبو کي لومړی مقام الراونډر دی. خو ايلايز پيري په يوازي سر د … نور ولولئ
سپورټ

ډيل سټاين د خپل لوبډلمشر ريکارډ ماتوي!

ليکنه: مدثر دعوت د سويلي افريقا پخوانی لوبډلمشر شاون پالک او سټاین دواړه په ټيسټ کرکيټ کي ۴۲۱ ویکټي لري. که څه هم په ۲۰۱۵ز کال کي سټاين خپلي ویکټي تر ۴۰۰ اړولي وې خو د ټپي کيدو له کبله ډير وخت د لوبډلي څخه پاته سوی وو. ده خپله وروستۍ لوبه د روان کال جولای مياشت کي د سريلانکا په وړاندي ترسره کړې وه. ۳۵ کلن سټاین وايي دا به زما لپاره يو تعجب … نور ولولئ
سپورټ

د راشدخان سترګي په نوي ريکارډ کي دي!

ليکنه: مدثر دعوت په شل اووريزو لوبو کي د نړۍ لومړی مقام توپ اچوونکی راشدخان سږ کال تربل هر لوبغاړي مصروفه او ستړی دی. د افغانستان د ملي لوبډلي نړيوالي لوبي،له IPL تر CPL,که د کاناډا ليګ وي يا د بنګلديش ليګ،لس اووريز،د سويلي افريقا يا هم د افغانستان خپل ليګ په دې ټولو کي راشد تربل هر لوبغاړي ډير لوبيږي او دا دی اوس بيا اسټراليا کي دی. راشدخان په روان ۲۰۱۸ز کال کي … نور ولولئ
سپورټ

کلکته کوم افغان لوبغاړی غواړي؟

ليکنه: مدثر دعوت د هندوستان پريمر ليګ لپاره نن بولۍ ترسره کيږي،او ۸ افغان لوبغاړي ورته شارټ ليست سوي دي. شهزادمحمدي، قيس احمد، شفيق الله شفق، ګلبدين نايب، ظاهرخان، حضرت الله ځاځی، کريم جنت او سيدشيرزاد هغه لوبغاړي دي چي شايد د بیلابيلو لوبډلو له لوري به واخيستل سي. د باليووډ باچا شاهرخ خان هم د کلکتې لوبډلې خاوند دی. کلکته نايټ رايډرز لوبډلي چي دوه ځلي يې ددې ټورنمينټ اتلولي ګټلې د راتلونکي پړاو … نور ولولئ
سپورټ

ولې د راشدخان په توپ اچوونه کې تغير راغلی او ټکیږي؟!

ليکنه: مدثردعوت راشدخان څوک دی؟ دا پوښتنه که د افغانستان په هر کونج کي د يو ماشوم څخه هم وکړې شايد ترهغه چا چي په کرکيټ کي اکثريت وخت لګيا وي ډير مالومات ولري. نړۍ هم راشدخان په خورا رسميت پيژني،څوک ورته ګوګلي خان وايي،څوک ورته ګوګلي باچا او ځيني بيا ورته د لوبي تغيروونکي لقب ورکوي. که ووايو چي د راشدخان شهرت اوس دشاه هرخ خان سره ډغري وهي، يقيني يم چي ډير لږ … نور ولولئ
سپورټ

د شپږيزو افغان باچا د نړيوال جام ارمان لري!

ليکنه: مدثر دعوت په نړۍ کي ډير کم لوبغاړي دي چي په لږ وخت کي مشهوره سويدي،او نوم يې يو دم د کرکيټ د مينوالو په ژبه او فکر کي وي،يو ددغو لوبغاړو څخه حضرت الله ځاځی دی. حضرت الله ځاځی د ۱۹۹۸ز کال د مارچ مياشتي په ۲۳مه نيټه زيږيدلی او د پکتيا ولايت اوسيدونکی دی. ځاځي سره د کرکيټ شوق له ماشومتوبه وو، دا تاثر د افغان کرکيټ ملي لوبډلي سر پر سر … نور ولولئ
سپورټ

ستړی راشد دمه نه لري، اوس سویلي افریقا ته ورسید، خو ټیم یې بد حالت کې دی

ليکنه: مدثردعوت راشدخان هغه نوم دی چي نړۍ يې د کرکټ څخه متاًثره ده، هغه که توپ اچوونه وي، توپوهنه ياهم ډګرساتنه وي. هندوستان پريمرليګ،بيګ باش،دکاناډ ليګ،بنګلديش پريمرليګ،افغانستان پريمرليګ اوپه خپله د افغانستان ملي لوبډلي کي د راشدخان لوبيدل ددې باعث سوي چي نوموړی په پوره کال هم خپل کورته نه وي تللی. يوازي څو ورځي مخکي راشدخان له لس اووريز ليګ څخه اوزګار سو، ترهغه وړاندي د افغانستان غوره ليګ، خو دادی اوس يې … نور ولولئ
سپورټ

د افغان په شمول هغه نړیوال لوبغاړي چې زرګونه منډي یې کړي، خو شپږیزه یې نه ده وهلې

ليکنه: مدثر دعوت په نړۍ کي کرکټ خورا د پرمختګ په حال کي دی ان اوس چين هم د کرکيټ ملي لوبډله لري او د افغانستان کرکيټ بورډ د تاجکستان سره د کرکيټ په برخه کي مرستي کوي. د کرکيټ په هره لوبه کي که ټيسټ وي، يو ورځنۍ يا هم شل اووريزي وي حتماً پکښې غټ شاټونه راځي چي کله کله پکښې په يو اوور کي د ۶ شپږيزو ريکارډ هم راځي چي يوښه … نور ولولئ
سپورټ

«د بيځايه خبرو په کيسه کي نه یم» شهزاد وايي، خلک دې خدای پوه کړي !

ليکنه: مدثر دعوت شهزادمحمدي هغه نوم او څيره ده چي د افغانستان ترڅنګ په نړيواله سطحه د يو بريدګر او بې رحمه توپوهونکي په نوم پيژندل کيږي، خو د خپلو هيوادوالو څخه ګيله من ښکاري. شهزاد د ډيوې سره په مرکه کي ويلي چي خلک دي ورزش او کرکيټ ته د سياست په نظر نه ګوري،هغه پښتانه چي د پاکستان په لوبډلي کي دي موږ ورسره ښې اړيکي لرو او د يو بل ښه ملګري … نور ولولئ