رسنۍ

بنګلور لوبه، خو کلکتې زړونه وګټله!

ليکنه: مدثر دعوت   د سږکال IPL لوبو ترټولو جالبه لوبه د کلکتې او بنګلور ترمنځ په ايډن ګارډنز لوبغالي کي ترسره سوله. ويرات کهولي د معين علي په مرسته کلکتې ته لوړ هدف کښيښودی خو انډري رسل تر وروستي اووروه ورسره ډغره ووهله او د بنګلور لوبډله او مينوال يې نا ارامه کړي وه. د لوبي پچه کلکتې وګټله او توپ اچوونه يې انتخاب کړله. د بنګلور لپاره پارتيو پټيل او ويرات کهولي توپوهنه … نور ولولئ
سپورټ

د افغانستان په کرکيټ کي تاريخي ورځ!

ليکنه: مدثر دعوت   پوره لس کلونه وړاندي په همدې ورځ افغانستان لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه وکړه. افغانستان په ۲۰۰۹ز کال د اپريل مياشتي په ۱۹مه نيټه خپله لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه د سکاټلينډ په وړاندي ترسره کړله . پدغه تاريخي لوبه کي افغانستان په ۸۹ منډو سکاټلينډ ته ماته ورکړله. محمدنبي لومړنی افغان سو چي د افغان کرکيټ د تاريخ په لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کي د غوره لوبغاړي جايزه ګټي. … نور ولولئ
رسنۍ

ممبی انډينز ميلمنې لوبډلي ته ماته ورکړه

ليکنه: مدثر دعوت د هندوستان يريمرليګ ۳۴مه لوبi ممبی انډينز د ډهلي کاپيټلز ميلمنه وه. دغه لوبه چي ممبی کي وه ، د لوبي پچه ممبی وګټله او توپوهنه يې وټاکله. ممبی په پوره ۲۰ اوورونو کي ډهلي ته ۱۶۹ منډي هدف ورګړ. د ممبی ۲ پيلوونکو توپوهونکو ښه پيل وکړ. روهیت شرما ۳۰ او ډيکوک ۳۵ منډي وکړلې. خو ترهغې وروسته کټينک په ۲ منډو وسوځيد،سرياکمار ياداو ۲۶، کرونال پانډيا ۳۷ منډي وکړلې خو … نور ولولئ
رسنۍ

د IPL مغروري لوبډلي ماته وخوړه

ليکنه: مدثر دعوت   د هندوستان پريمرليګ په ۳۳مه لوبه کي سنرايزر حيدراباد د چينای سوپر کينګز کوربه توب کوی. پدې لوبه کي ډهوني استراحت وو او پرځای يې سریش راینا لوبډلمشر وو. د لوبي پچه چينای وګټله او توپوهنه يې انتخاب کړله. دچينای پيلوونکو توپوهونکو فاف ډوپلسيس او شين واټسن غوره پيل وکړ او تر ۹.۵ اوورونو يې د ۷۹ منډو ملګرتيا وکړله. لومړۍ وکيټه ندیم واخيستله چي شېن واټسن يې په ۳۱ منډو … نور ولولئ
سپورټ

د لوبډلمشر يوه پوسټ ټولي آوازې درواغ کړې!

ليکنه: مدثر دعوت   د افغانستان کرکيټ بورډ څو اونۍ وړاندي د اصغر افغان پرځای ګلبدین نايب لوبډلمشر وټاکی او ۲۳ کسيزه لوبډله يې نړيوال جام ته د تمريناتو په خاطر سويلي افريقا ته واستوله. د اصغر د ليري کيدو سره خلکو ډول ډول غبرګونونه وښودل چي ترډيره په دې باور وه چي د اصغر ليري کول په دې حساس وخت کي بيځايه پريکړه وه. ځکه نړيوال جام ته لږ وخت پاته دی،که بورډ دا … نور ولولئ
سپورټ

مجيب زخمي سو خو پنجاب وګټله.

ليکنه: مدثر دعوت   د هندوستان پريمر ليګ ۳۲مه لوبه د کينګز ايليون پنجاب او راجستان رويالز ترمنځ وه. دغه لوبه پنجاب په ۱۲ منډو وګټله. د لوبي پچه راجستان وګټله او پنجاب ته يې د توپوهني بلنه ورکړه. د پنجاب لپاره کرکيس ګيل په ۲۲ توپونو ۳۰ منډي وکړلې،لوکیش راهول په ۴۷ توپونو ۵۲ منډي وکړلې،اګروال ۲۶، اشوين په ۴ توپونو ۱۷ او ډيويډ ميلر په ۲۷ توپونو ۴۰ منډي وکړلې. د راجستان لپاره … نور ولولئ
سپورټ

بنګلديش هم د نړيوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه

ليکنه: مدثر دعوت د ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام ته د ګوتو په شمار اونۍ پاته دي. تر نيوزلينډ،اسټراليا او هندوستان وروسته بنګلديش هم د راتلونکي يو ورځني نړيوال جان لپاره لوبډله اعلان کړه. د بنګلديش کرکيټ بورډ د ۱۵ کسيز سکواډ څخه جوړه لوبډله کي کمو ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړی دی. بنګلديش په وروستي ځل د نيوزلينډ په وړاندي د ۳ يو ورځنيو لوبو لړۍ د ۳– ۰ په مقابل کي بایلوله. د نړيوال … نور ولولئ
سپورټ

د RCB مينوال مايوسه سوه

ليکنه: مدثر دعوت   د هندوستان پريمر ليګ په ۳۱مه لوبه کي ممبی انډينز د بنګلور څخه په ۵ وکيټو لوبه وګټله. د لوبي پچه ممبی وګټله او د توپ اچووني پريکړه يې وکړه. د بنګلور اوپنر توپوهونکو د توجه وړ ملګرتيا ونکړله. ويرات کهولي په ۸ منډو او پټيل بيا په ۲۸ منډو وکيټه دلاسه ورکړله. اې بي ډيولرز چي د پنجاب په وړاندي يې غوره توپوهنه ترسره کړې وه، د ممبی په وړاندي … نور ولولئ
سپورټ

نن شپه په IPL کي د کومي لوبډلي د بريا چانس ډير دی؟

ليکنه: مدثر دعوت   نن ماښام ۰۷:۰۰ بجې په هندوستان پريمر ليګ کي ۳۱مه لوبه ترسره کيږي. رويال چلنجرز بنګلور د ممبی انډينز لوبډلي ميلمنه ده. بنګلور لوبډلي په روان لیګ کي سر پر سر ۶ لوبي وبايللې خو په اوومه لوبه کي يې پنجاب ته ماته ورکړله. د ويرات کهولي او اې بي ډيولرز ملګرتيا د هري لوبډلي لپاره خطرناکه ثابته سوې خو تر وروستۍ لوبي مخکي دواړو د پام وړ ملګرتيا نه وه … نور ولولئ
سپورټ

د محمدنبي په نه شتون کي حيدراباد لوبه وبايلله

ليکنه: مدثر دعوت د هندوستان پريمر ليګ ۲۹مه لوبه د سنرايزرز حيدر اباد او ډهلي کاپيټالز لوبډلو ترمنځ وه. حيدر اباد د لوبي پچه وګټله او توپ اچوونه يې انتخاب کړله. حيدر اباد د محمدنبي پرځای ويلمسن ولوبوی خو چنداني پايله يې ورنه کړله. که څه هم د ډهلي دواړه اوپنران پرتوي شاو په ۴ او شيکر داون په ۷ منډو د خليل احمد له لوري وسوځيدل،خو منرو لوبه بيرته د خراب حالت څخه و … نور ولولئ