سپورټ

پخوانی لوبډلمشر د منيرکاکړ د حق غوښتنه کوي!

ليکنه: مدثر دعوت منيرکاکړ هغه نوم دی چي په فړسټ کلاس کريکټ کي تربل هر توپوهونکي بريالی دی،خو لا تر اوسه کريکټ بورډ ورته په ملي لوبډله کي د لوبيدو چانس ندی ورکړی. منير له کندهار ولايت څخه دی او له کندهار ولايت ياهم په عموم کي د جنوب غرب حوزې څخه هيڅ کريکټر په ملي لوبډله کي نسته. څو ورځي وړاندي د افغانستان کريکټ ملي لوبډلي پخواني لوبډلمشر کريم خان صادق پرخپلي رسمي فيسبوک … نور ولولئ
سپورټ

د نبي او نجیب د شپږيزو باران افغانستان ته لوبه وګټله.

ليکنه: مدثر دعوت په ۳ اړخيز سيريز کي افغانستان د زيمبابوې څخه لوبه وګټله. د لوبي پچه زيمبابوې وګټله او د توپ اچووني پريکړه يې وکړه. افغان لوبډلي تيز پیل وکړ،د منځ په اوروونو کي يې په حوصله لوبه وکړه خو په وروستيو شيبو کي د شپږيزو باران شروع سو. افغان لوبډلي په پوره ۲۰ اوورونو کي ۱۹۸ منډي هدف وټاکی. رحمان الله ګوربز ۴۳، نجيب الله ځدران ۶۹ او محمدنبي ۳۸ منډي وکړې. د … نور ولولئ
سپورټ

په ۳ اړخيز سيريز کي نن افغانستان او زيمبابوې سره مخ کيږي.

ليکنه: مدثر دعوت افغانستان او زيمبابوې نن مازديګر ۰۵:۰۰ بجې د ډهاکې په شيربنګلا کريکټ لوبغالي کي سره مخ کيږي. وروسته ترهغې چي په يوازنۍ ټيسټ لوبه کي افغانستان د بنګلديش کريکټ لوبډلي ته تاريخي ماته ورکړه،دادی نن د شل اووريزو لوبو په ۳ اړخيز سيريز کي د زيمبابوې سره مخ کيږي. افغانستان او زيمبابوې پخواني ملګري دي، د شل اووريزو او يو ورځنيو لوبو ډير زيات سيريزونه يې سره کړي خو تر ډيره افغانستان … نور ولولئ
سپورټ

د ۳ اړخيزه سيريز لومړۍ لوبه بنګلديش وګټله.

ليکنه: مدثر دعوت د بنګلديش،افغانستان او زيمبابوې ترمنځ د ۲۰ اووريزو لوبو لړۍ د زيمبابوې په ماتي پيل سوه. د لوبي پچه بنګلديش وګټله او د توپ اچووني پريکړه يې وکړه. دا چي لوبي پيل کي باران وسو نوځکه لوبه ۱۸ اوورونو ته راکښته سوه. زيمبابوې په پوره ۱۸ اوورنو کي د ۵ لوبغاړو په سوځيدو ۱۴۵ منډي هدف وټاکی. مسکدزا ۳۴،راین برل ۵۷ او متمبادزي ۲۷ منډي وکړې. د بنګلدیش لپاره تاج الاسلام،محمدسيف الدین،مصطفیض … نور ولولئ
سپورټ

د محمدنبي او ګلبدين نائب يوبل ته پيغورونه په څه مانا؟!

ليکنه: مدثر دعوت د کريکټ لوبغاړي اوس يو او بل ته په ټويټونو کي کنايې کاروي. تر ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام وړاندی اصغر افغان د لوبډلمشرۍ څخه ليري کړل سو او پرځای يې ګلبدين نائب لوبډلمشر وټاکل سو. ددې بې وخته پريکړي په وړاندي اکثريت افغانانو منفي غبرګونونه وښودله او د کريکټ بورډ د غوراوي کميټې د مشر دولت احمدزي پريکړه يې وغندله. اصغر افغان په مستقيم ډول هيڅ داسي دريځ ښکاره نکړ چي ولس … نور ولولئ
سپورټ

د زړونو لوبغاړی ټیسټ کريکټ پريږدي!

ليکنه: مدثر دعوت د افغان ملي لوبډلي د جوړښت څخه بيا تر اوسه محمدنبي يوازنی هغه لوبغاړی دی چي تربل هر لوبغاړي د کريکټ په هر اړخ کي که توپ اچوونه ده ياهم توپوهنه، يو نه هريدونکی،با ارزښته او پياوړی لوبغاړی دی. ښکاري چي د بنګلديش سره روانه ټيسټ لوبه به يې وروستۍ وي او د کريکټ ترټولو مهم فارمټ پريږدي. خو دايې ښه پريکړه نده کړې که څه هم يو ځوان لوبغاړي ته به … نور ولولئ
سپورټ

د ټیسټ د تاريخ يوبل ريکارډ د راشدخان په نوم سو!

ليکنه: مدثر دعوت اصغر افغان تر ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام وړاندي د لوبډلمشرۍ څخه ليري کړل سو . ګلبدين نائب د يو ورځنيو،راشدخان د شل اووريزو او همدارنګه رحمت شاه د ټيسټ کريکټ لوبډلمشر وټاکل سو. رحمت شاه په خپلي لوبډلمشرۍ کي هيڅ لوبه ونه کړله او راشدخان هم د شل اووريزو لوبو د لوبډلمشرۍ څخه ليري کړل سو. خو لاهم جنجالونه روان وه ،ګلبدين نائب يوازي د نړيوال جام تر وروستيو لوبډلمشر پاتي سو، … نور ولولئ
سپورټ

لاسيت ملينګا په نړيوال شل اووريز کريکټ کي ريکارډ جوړ کړ.

ليکنه: مدثر دعوت د سريلانکا کريکټ ملي لوبډلي لوبډلمشر په نړيوالو ۲۰ اووريزو لوبو کي خپلي ويکټي تر بل هر توپ اچوونکي ډيري کړلې. لاسيت ملينګا وکولای سوله چي په نړيوالو شل اووريزو لوبو کي ۹۹ ويکټي ترلاسه کړي او تر شاهد افريدي چي د ډيرو ويکټو ريکارډ يې درلودی ځان مخته کړي. تيره شپه د نيوزلینډ سره په لوبه کي که څه هم لوبه نيوزلینډ د سريلانکا څخه په ۵ ويکټو وګټله خو لاسيت … نور ولولئ
سپورټ

بنګلديش د افغانستان په وړاندي ټیسټ لوبي لپاره لوبډله اعلان کړه.

ليکنه: مدثر دعوت افغان کريکټ لوبډله تر يوې اونۍ تمريناتو وروسته نن بنګلديش ته ورسيده. خو بنګلديش د افغان لوبډلي د ورتګ سره سم د يوازنۍ ټيسټ لوبي لپاره لوبډله اعلان کړه. بنګلديش ۱۵ کسيزه سکواډ پداسي حال کي اعلان کړ چي د مصطفيض الرحمن او تميم اقبال نوم نه پکښې ليدل کيږي. د شکيب الحسن په لوبډلمشرۍ د بنګلديش سکواډ: شکيب الحسن،سمايا سرکار،مشفيق الرحيم،شادمن اسلام،مومن الحق،ليټن کمار ډاس،محمدالله،ميتون،تاج الاسلام،مهدي حسن ميراز،مصدق حسين،نعيم حسن،ابوجايد،تسکين احمد … نور ولولئ
سپورټ

د ورزشي خبريالانو اسيايي کانګرس پایته ورسيدی.

ليکنه: مدثر دعوت د ورزشي خبريالانو اسيايي کانګرس د افغانستان د ورزشي خبريالانو په لاسته راوړونو پايته ورسيدی. د ورزشي خبريالانو ۲۲م اسيايي کانګرس چي د ماليزیا به سیلنګور ايالت کې تر سره سو چي د ټولو غړو له خوا د ورزش او ورزشي خبريالۍ د پرمختګ په موخه د غوره پلانونو او برنامو په وېش پای ته ورسېد. پدې کانګرس کي د افغانستان د ورزشي خبريالانو رئيس سايرځلاند هم برخه اخيستې وه. ځلاند د … نور ولولئ