سپورټ

مراټا عربينز لوبډله د ۱۰ اووريز ليګ پايلوبي ته ولاړه.

ليکنه: مدثر دعوت د عربي اماراتو ۱۰ اووريز ليګ دويم پړاو لوبي نن پيل سوې. د نن شپې کواليفاير لومړۍ لوبه د مراټا عربينز او قلندرز لوبډلو ترمنځ وه. مراټا عربینز لوبډلي وکولای سوه چي په ۷ منډو قلندرز لوبډلي ته ماته ورکړه او د ۲۰۱۹ز کال ۱۰ اووريز ليګ پايلوبي ته يې لار پيدا کړه. د لوبي پچه مراټا وګټله او توپوهنه يې انتخاب کړه،چي په ۱۰ اوورونو کي د ۶ لوبغاړو په سوځيدو … نور ولولئ
سپورټ

د قيس احمد ويکټو لوبه بدله کړه!

ليکنه: مدثر دعوت د ابو دبۍ ۱۰ اووريز ليګ ۱۵مه لوبه د بنګلا ټايګرز او ابودبۍ لوبډلو ترمنځ وه. د لوبي پچه ابو دبۍ لوبډلي وګټله او د توپ اچووني پريکړه يې وکړه. بنګلا ټایګرز لوبډلي په پوره ۱۰ اوورونو کي په ۳ ويکټو ۱۳۰ منډي هدف وټاکی. روسو په ۲۱ توپونو ۴۴ او انډري فليچر په ۱۶ توپونو ۴۲ منډي وکړې. د ابو دبۍ لپاره لاټلینګ ۲ او ډيلانګ يوه ويکټه ترلاسه کړه. د … نور ولولئ
سپورټ

د شهزاد تيزي لوبي لوبډله بريا ته ورسوله.

ليکنه: مدثر دعوت د ۱۰ اووريز ليګ ۱۴مه لوبه د ډيکن ګلاډياټورز او قلندرز لوبډلو ترمنځ وه. قلندرز لوبډلي ټاس وګټی او توپ اچوونه يې انتخاب کړه. د ګلاډياټورز لوبډلي په پوره ۱۰ اوورونو کي د ۴ لوبغاړو په سوځيدو ۱۲۹ منډي هدف وټاکی. د ګلاډياټورز لپاره شهزاد چټکه لوبه وکړه،۶ شپږيزي او ۳ څلوريزي يې ووهلې چي په ۲۱ توپونو ۵۷ منډي سوې. ورپسې شين واټسن ۳۰ منډي وکړې. د قلندرز لوبډلي لپاره ګارټن … نور ولولئ
سپورټ

د بنګلديش پريمرليګ لپاره ۷ افغان لوبغاړي واخيستل سوه.

ليکنه: مدثر دعوت د بنګلديش کريکټ پريمرليګ ( BPL ) بولۍ تيره شپه ترسره سوه. ددې ليګ لپاره د ۷ لوبډلو له لوري چي ۴۳۹ بهرني او ۱۸۱ کورني کريکټ لوبغاړي ورته وړاندي سوي وه بيلابیل لوبغاړي د بيلابيلو لوبډلو له لوري رانيول سوه. دې بولۍ ته ډير افغان لوبغاړي وړاندي سوي وه چي ۷ لوبغاړي د بيلابيلو لوبډلو له لوري واخيستل سوه. د خولنا ټايګرز لوبډلي له لوري نجيب الله ځدران او رحمان الله … نور ولولئ
سپورټ

افغانستان د ۲۰ اووريزو لوبو لړۍ وګټله!

ليکنه: مدثر دعوت د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د ۳ شل اووريزو لوبو د لړۍ دريمه لوبه تيره شپه ترسره سوه. د لوبي پچه افغانستان وګټله او توپوهنه يې انتخاب کړه. افغان لوبډلي په پوره ۲۰ اوورونو کي ۱۵۶ منډي وکړې. رحمان الله ګوربز ۷۹، اصغر افغان ۲۴، او محمدنبي ۱۵ منډي وکړې. د ويسټ انډيز لپاره پاول، کاټریل او ويلیامس دوې دوې ويکټي واخيستې همدارنګه پولارد يوه ويکټه ترلاسه کړه. ويسټ انډيز د … نور ولولئ
سپورټ

په ايمرجينګ جام کي افغانستان د عمان څخه لوبه وګټله.

ليکنه: مدثر دعوت افغان کريکټ لوبډلي په ايمرجينګ کپ سياليو کي عمان ته په ۹ ويکټو ماته ورکړه. د لوبي پچه افغان ايمرجينګ لوبډلي وګټله او د توپ اچووني پريکړه يې وکړه. عمان لوبډلي د ۴۴ اوورونو په لوبولو سره ۱۵۳ منډي وکړې. د عمان لپاره جتيندرسينګ ۷۲، محمدسانوت ۱۷ او نسیم خوشي ۱۹ منډي وکړې. د افغانستان لپاره په توپ اچوونه کي طارق ستانکزي ۴، عبدالواسع ۲ همدارنګه نجات مسعود او عظمت الله عمرزي … نور ولولئ
سپورټ

ظاهرخان جايزه، خو ډهلي لوبه وګټله.

ليکنه: مدثر دعوت د ۱۰ اووريز ليګ دويمه لوبه د ډهلي بولز او ډيسکن ګلاډياټورز لوبډلو ترمنځ وه. د لوبي پچه ډهلي وګټله او توپ اچوونه يې انتخاب کړه. ګلاډياټورز په پوره ۱۰ اوورونو کي ۱۰۳ منډي هدف وټاکی. که څه هم محمدشهزاد يوازي ۱۱ منډي وکړې خو شين واټسن ۵۷ او ډسويچ ۲۸ ناسوځيدلي منډي وکړې. د ډهلي لپاره چميرا يوه ويکټه ترلاسه کړه. د ۱۰۳ منډو هدف لپاره ډهلي ښه پيل ونکړ،ځکه ظاهرخان … نور ولولئ
سپورټ

۱۰ اووريز ليګ انډري رسل په طوفان پيل کړ.

ليکنه: مدثر دعوت د عربي اماراتو ۱۰ اووريز ليګ تيره شپه پيل سو. لومړۍ لوبه د مراټيا عربينز او نارترن واريوس ترمنځ وه. نارترن واريوس ټاس وګټی او توپ اچوونه يې انتخاب کړه. د مراټا عربينز لوبډلي په پوره ۱۰ اوورونو کي د ۶ لوبغاړو په سوځيدو ۸۹ منډي هدف وټاکی. شانکا ۳۷، والټن ۲۴ او فولر ۱۳ منډي وکړې. د نارترن لوبډلي لپاره انډري رسل او ووډ دوې دوې همدارنګه ايمرت او پراديپ يوه … نور ولولئ
سپورټ

ایمرجينګ سياليو کي پاکستان په ۸ ويکټو افغان لوبډلي ته ماته ورکړه.

ليکنه: مدثر دعوت د اسيا ايمرجينګ کپ سيالۍ نن سهار پيل سوې. په لومړۍ لوبه کي پاکستان وکولای سوه چي افغان لوبډلي ته په ډيري اسانۍ سره ماته ورکړي. د لوبي پچه افغانستان وګټله او لومړی يې د توپوهني پريکړه وکړه. افغان توپ اچوونکو د ۴۲،۲ اوورونو په لوبولو سره په ۱۰ ويکټو يوازي ۱۳۸ منډي وکړې. د افغانستان لپاره په توپوهنه کي ترټولو ډيري منیراحمد کاکړ ۴۱،بهيرشاه محبوب ۱۷ او وحيدالله شفق ۱۶ منډي … نور ولولئ
سپورټ

پاکستان تر ۱۰ کلن ځنډ وروسته د ټیسټ کريکټ کوربتوب کوي.

ليکنه: مدثر دعوت وروسته له ۱۰ کلونو پاکستاني مينوال ټيسټ کريکټ په خپل کور کي ننداره کوي. د پاکستان کريکټ بورډ اعلان وکړ چي سريلانکايي لوبډله چمتو ده ترڅو راتلونکې ډسمبر مياشت کي د ۲ ټیسټ لوبو لپاره پاکستان ته راسي. سريلانکايي لوبډله مياشت وړاندي هم پاکستان ته تللې وه او هلته يې شل اووريزي او يو ورځنۍ لوبي ترسره کړې. پاکستاني مينوال له ډيره وخته پدې هيله او ارمان وه چي په خپل کوربتوب … نور ولولئ