سپورټ

بريسبين هيټ لوبډله د دويم ځل لپاره د بیګ باش ليګ اتله سوه!

ليکنه: مدثر دعوت د ۲۰۱۹ز کال ښځينه بيګباش ليګ پايلوبه د اډيلايډ سټرايکرز او برسبين هيټ لوبډلو ترمنځ ترسره سوه. برسبين هيټ لوبډلي د لوبي پچه وګټله او توپ اچوونه يې انتخاب کړه. اډيلایډ سټرايکرز لوبډلي په پوره ۲۰ اوورونو کي د ۷ لوبغاړو په سوځيدو ۱۶۱ منډي وکړې. باټیس ۲۷،مکګرات ۳۳ او ويلينګټن ۵۵ منډي وګړې. د برسبين هيټ لپاره پريسټويج او جناسن دوې دوې ويکټي،همدارنګه جانسن او کير يوه ويکټه واخيسته. د ۱۶۲ … نور ولولئ
سینما او موسیقي

مهال واک: موږ د سينما لپاره ناکامه جګړه کوو!

ليکنه: مدثر دعوت مهال واک افغان هنرمنده، موډله او فلمي ستورې ده. واک د افغانستان د لغمان ولايت اوسيدونکې ده خو اوس په کابل کي ژوند کوي. مهال د ماډلينګ د لومړني ټيم غړې ده، زده کړي هم کوي او ورسره خپل هنر په خورا برياليتوب پرمخ بيايي. دې پدې وروستيو کي د مهرګان په نوم پنځمي جشنوارې کي د غوره ښځينه فلمي لوبغاړي جايزه هم ترلاسه کړې. مهال واک د ازادۍ راديو ويډيو څانګي … نور ولولئ
سینما او موسیقي

ممنون مقصودي: د افغان سينما مينوال کم،خو راتلونکی يې روښانه دی!

ليکنه: مدثر دعوت شادګل،رحيمداد،د کونډي زوی خو په اصل کي ممنون مقصودي اوس ۵۳ کلن دی. مقصودي اوس د سينما لوبغاړی او د پوهنتون استاد دی. ممنون مقصودي په يوه افغاني فلم کي د کونډۍ د زوی په رول کي د شادګل په نوم رول کاوه چي پر کابل سرسخت مين وو،په اصلي ژوند کي هم ورته کابل تر بل هرځای ګران دی. ممنون مقصودي وايي د وطن سره ځانګړې مينه لرم، دا غيږ راته … نور ولولئ
سپورټ

هندۍ لوبډلي د ويسټ انډيز قوي هدف مات کړ!

ليکنه: مدثر دعوت د هندوستان او ويسټ انډيز ترمنځ د شل اووريزو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه تيره شپه ترسره سوه. د لوبي پچه هندوستان وګټله او ويسټ انډيز ته يې د توپوهني بلنه ورکړه. ويسټ انډيزۍ لوبډلي په حيدراباد کي د هندي توپ اچوونکو په وړاندي بريدګره لوبه ترسره کړي چي په پوره ۲۰ اوورونو کي د ۵ لوبغاړو په سوځيدو ۲۰۷ منډي وکړې. د ويسټ انډيز لپاره هيټماير ۵۶، ايون ليویس په ۱۷ … نور ولولئ
سپورټ

راميز راجا: پاکستانۍ لوبډله دي کريکټ زده کړي!

ليکنه: مدثر دعوت اسټراليا د پاکستان څخه د ۲ ټيسټ لوبو لړۍ کي دواړي لوبي وګټلې. تر ټيسټ لوبي وړاندي هم اسټراليا د شل اووريزو لوبو لړۍ وګټله. د پاکستان کريکټ ملي لوبډلي پخوانی لوبغاړی او اوسنی کمينټراټور د خپل هيواد لوبډلي ته سخت په غوصه دی. رامز راجا وايي تاسو باور وکړئ چي پر لوبه تبصره هيڅ خوند نه راکوي ځکه زړه مي مات دی. راجا وايي اسټرالياوۍ لوبډله د ډيري توپوهني له لاسه … نور ولولئ
سپورټ

سټيوسميت په ټيسټ کي ريکارډ جوړ کړ!

ليکنه: مدثر دعوت پوره ۷۳ کلونه وړاندي ډان براډمن په ۱۹۴۸ز کال کي خپلي وروستۍ ټيسټ لوبه کي ۶۹۹۶ منډي پوره کړې. خو نن سټيوسميت په هغومره ۱۲۶ اننګزونو کي ترهماغه منډو ورواوښتی او ۷۰۰۰ منډي يې تر بل هر لوبغاړي ژر په ټيسټ کي پوره کړې. سميت يوولسم اسټرالياوی او پنځوسم نړيړال کريکټر دی چي په ټيسټ کي ۷۰۰۰ منډي پوره کوي خو د چټکو منډو ريکارډ يې په نړيواله سطه لومړی سو. ۳۰ … نور ولولئ
سپورټ

سريلانکا قوي لوبډله پاکستان ته استوي!

ليکنه: مدثر دعوت سريلانکا کريکټ بورډ د پاکستان د سفر لپاره د ټیسټ لوبډله اعلان کړه. د سريلانکا کريکټ لوبډله چي څو عمر وړاندي پاکستان ته تللې وه،د ځوانو لوبغاړو جوړه وه خو له جامونو سره مله او په ډاډ سره بيرته خپل هيواد ته ستنه سوه. د ۲۰۱۷ز کال راهيسي د بيلابيلو هيوادونو لوبډلي د يو ورځنيو او ۲۰ اووريزو لوبو لپاره پاکستان ته تللي خو د ۱۰ کلونو وروسته به يوځل بيا پاکستان … نور ولولئ
سپورټ

نجيب الله ځدران د محمدشهزاد څخه د ۱۰ اووريز ليګ اتلولي وګټله!

ليکنه: مدثر دعوت د ۱۰ اووريز ليګ پايلوبه تيره شپه د ډيکن ګلاډياټورز او مراټا عربينز لوبډلو ترمنځ ترسره سوه. د ګلاډياټورز لوبډلي په پايلوبه کي د توقع سره سم توپوهنه ونکړه نو ځکه د مراټا لپاره د جام پورته کولو غوره چانس په لاس ورغی. په پايلوبه کي ټاس مراټا عربينز لوبډلي وګټی او ډيکن ګلاډياټورز لوبډلي ته يې د توپوهني بلنه ورکړه. ګلاډياټورز لوبډلي په پوره ۱۰ اوورنو کي يوازي ۸۸ منډي وکړې. … نور ولولئ
سپورټ

د مجيب په نه شتون کي د شهزاد لوبډله پايلوبي ته ولاړه.

ليکنه: مدثر دعوت د ۱۰ اووريز ليګ د کواليفاير دويمه لوبه د ډيکن ګلاډياټورز او قلندرز لوبډلو ترمنځ ترسره سوه. قلندرز لوبډلي مجيب الرحمن په سکواډ کي داځل په ډيري مهمي لوبي کي نه وو اخيستی که څه هم قوي لوبغاړي يې په تيرو لوبو کي سوځولي وه. د لوبي پچه ګلاډياټورز لوبډلي وګټله او توپوهنه يې انتخاب کړه. ګلاډياټورز د ګټينګ د بريدګري لوبي په مټ ۱۱۶ منډي وکړې. د ګلاډياټورز لپاره بين کټينګ … نور ولولئ
سپورټ

د شهزاد لوبډله د مجيب د لوبډلي سره د پايلوبي لپاره زور ازمايي.

ليکنه: مدثر دعوت د ۱۰ اووريز ليګ پايلوبي ته مراټا عربینز لوبډله ولاړه خو د شهزاد او مجيب لوبډلي خپل زور او بخت سره ازمايي. د مجيب الرحمن قلندرز لوبډلي د مراټا لوبډلي څخه لوبه بایلوله خو په دويم کواليفایر کي ورته چانس سته. د شهزاد لوبډلي ډيکن ګلاډياټورز بيا په ايلميناټور لوبډلي کي د قيس احمد بنګلاټایګرز لوبډلي ته ماته ورکړه او دويم کواليفایر ته يې لار پيدا کړه. اوس که د شهزاد يا … نور ولولئ