سپورټ

د نړيوال کريکټ د درجه بنديو دوه بهترين لوبغاړي!

ليکنه: مدثر دعوت ويرات کوهلي او بابراعظم د کريکټ په ۳ واړو فارمټونو کي د ۱۰ غوره لوبغاړو په ليست کي شتون لري. ويرات کهولي او بابر اعظم د نړۍ د قوي توپوهونکو څخه دي او په ځانګړي انداز بيټ چلوي. دا ۲ لوبغاړي د کريکټ په ۳ وړاه فارمټونو (ټيسټ،يوورځنۍ،شل اووريزي) کي د توپوهونکو په درجه بندۍ کي په ۱۰ غورو کي سته. بيله ويرات کوهلي او بابر اعظم څخه بل هيڅ لوبغاړی نسته … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د اسکار جايزې ته نوماند افغان فلم، د ايران په سينماوو کي نندارې ته وړاندي سو.

ليکنه: مدثر دعوت „حوا،مريم،عايشه„ د صحرا کريمي له لوري جوړ سوی لومړنی فلم دی.صحرا کريمي ځوانه فلم جوړوونکې ده،ياد فلم يې په نړيواله سطحه نندارې ته وړاندي کړ چي د فلم جوړوونکو او د مشهورو نړيوالو فلمي لوبغاړو له لوري وستايل سو. د هاليووډ سينما مشهوري ښځينه اداکاري انجلينا جولي هم د حوا،مريم او عايشې په نوم فلم وستايه او دا يې د افغان فلم يوه پرمختللې بڼه وبلل. دا فلم د ۳ افغان ښځينوو … نور ولولئ
سپورټ

کريکټ بورډ د موقع څخه استفاده وکړه؟!

ليکنه: مدثر دعوت نن سبا د اصغر يوځل بيا لوبډلمشر کيدل د ټولنيزو رسنيو تر ټولو توده موضوع ده. تر ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام وړاندي د اصغر ليري کيدل هم همداسي توده موضوع وه،خو د ۹ لوبو سر په سر بايلل دې ته موقع برابره کړه چي د کريکټ په لوبډلمشرۍ کي بيرته تغير راسي، ګلبدين نائب ليري او پرځای يې راشدخان د ۳ واړه فارمټونو لوبډلمشر وټاکل سو او ورسره د کريکټ بورډ په … نور ولولئ
سپورټ

ګلبدين نائب: عاطف مشعل ولسمشر ته ناسم مالومات ورکړي وه!

ليکنه: مدثر دعوت ګلبدين نائب د کريکټ د ټولو بدبختيو عامل عاطف مشعل بولي. وروسته تر هغې چي د افغانستان د کريکټ بورډ له لوري اصغر افغان بيرته د کريګټ ملي لوبډلي د ۳ واړه فارمټونو لوبډلمشر وټاکل سو ګلبدين نائب پر خپلي رسمي فيسبوک پاڼي له داسي خبرو پرده پورته کړه چي له وړاندي ورباندي د خلکو شک وو. ګلبدين نائب وايي عاطف مشعل په کريکټ کي تل سياست ګډ کړی او د تباهئ … نور ولولئ
سپورټ

کريم صادق وايي: عاطف مشعل د افغانستان کريکټ تباه کړ!

ليکنه: مدثر دعوت د اصغر افغان لوبډلمشري نن سبا د ټولنيزو رسنيو تر ټولو توده موضوع ده. کريکټران،سياسيون،عام خلک او رسنۍ تر ولسمشريزو انتخاباتو ډير د کريکټ بورډ پر وروستۍ پريکړي ږغيږي. ګلبدين نائب د کريکټ بورډ دا اقدام چي اصغر يې يوځل بيا لوبډلمشر کړ ونه غندی، دا يې د بورډ صلاحيت وبولی خو ګواښ يې وکړ چي د اصغر په لوبډلمشرۍ کي دی او يو څو پر وطن مين لوبغاړي لوبي نه کوي. … نور ولولئ
سپورټ

د اصغر بيا لوبډلمشر کيدو تند غبرګونونه را پارولي!

ليکنه: مدثر دعوت تيره ورځ د ډسمبر په يوولسمه افغان کريکټ بورډ اصغر افغان بيرته لوبډلمشر وټاکی. دا ټاکنه ناڅاپي وه داسي لکه څنګه چي اصغر د لوبډلمشرۍ څخه ليري کړل سو. د ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام وړاندي د اصغر افغان د ليري کيدو باندي ولس ناخوښه وو او داځل یې بيا په بيرته راتګ هم ناخوښ بريښي. ولس پدې باور دی چي د ډيرو لوبډلمشرانو اړول راړول مو په نړيواله سطحه د کريکټ اعتبار … نور ولولئ
سپورټ

د کريکټ بورډ رئيس ګلبدين نائب ته دفيسبوک له لاري نصيحت کړی.

ليکنه: مدثر دعوت د کريکټ بورډ د پريکړي په اساس اصغر افغان يوځل بيا د کريکټ د ۳ واړه فارمټونو لوبډلمشر وټاکل سو. شايد دا پريکړه د ويسټ انډيز په وړاندي د يو ورځنيو لوبو د لړۍ او يوې ټيسټ د بايللو له کبله سوې وي خو دا پريکړه په افغانستان کي دننه د ښه راغلاست او مخالفتونو سره مخ سوه. د افغانستان کريکټ بورډ پخواني لوبډلمشر او اوسني لوبغاړي ګلبدين نائب د کريکټ بورډ … نور ولولئ
سپورټ

هغه توپوهونکي چي په ۲۰۱۹ز کال کي يې تردې مهاله ترټولو ډيري منډي کړي.

ليکنه: مدثر دعوت د ۲۰۱۹ز کال وروستۍ مياشت ده او د لوبډلو هم ډيري کمي لوبي پاته دي. د کريکټ په نړۍ کي ډير پياوړي لوبغاړي سته خو تر ټولو بختور بيا هغه دي چي توانيدلي د کال تر وروستيو په ډيرو منډو کوونکو لوبغاړو کي حساب سي. خو بدبختانه سږ کال داسي هيڅ افغان لوبغاړی نسته چي د کريکټ په ۳ واړه فارمټونو کي د ډيرو منډو کوونکو لوبغاړو په ليست کي شلم ځای … نور ولولئ
سپورټ

پر راشدخان د شفيق ستانکزي او انظمام الحق دعوه ده؟!

ليکنه: مدثر دعوت د افغانستان کريکټ ملي لوبډلي پخوانی اجرائوي مدير او پخوانی کوچ انظمام الحق دواړه ملي لوبډلي ته د راشد د راويستلو دعوه لري. انظمام الحق پر خپل يوټيوب چينل ملي لوبډلي ته د راشدخان د راويستلو په اړه کيسه کړې. انظمام وايي کله چي د افغانستان ملي لوبډلي کوچ وم مابه د لوبغاړو سره په عربي اماراتو کي ليدله او د تمرين ځای مو هم هغه وو، ماته د ملي لوبډلي مدير … نور ولولئ
سپورټ

د سريلانکا قوي لوبډله پاکستان ته ورسيده!

ليکنه: مدثر دعوت سريلانکا کريکټ بورډ د پاکستان د سفر لپاره د ټیسټ لوبډله څو ورځي اعلان کړه. د سريلانکا کريکټ لوبډله چي څو عمر وړاندي پاکستان ته تللې وه،د ځوانو لوبغاړو جوړه وه خو له جامونو سره مله او په ډاډ سره بيرته خپل هيواد ته ستنه سوه. د ۲۰۱۷ز کال راهيسي د بيلابيلو هيوادونو لوبډلي د يو ورځنيو او ۲۰ اووريزو لوبو لپاره پاکستان ته تللي خو د ۱۰ کلونو وروسته به يوځل … نور ولولئ