سپورټ

په تيره لسيزه کي راشدخان په نړيوال ۲۰ اووريز کريکټ کي تر نورو ډيري ويکټي اخيستي.

ليکنه: مدثر دعوت په تيرو ۱۰ کلونو کي راشدخان تر نورو توپ اچوونکو په نړيوال شل اووريز کريکټ کي ډيري ويکټي اخيستي. د ګوګلي ماسټر راشدخان په ۲۰۱۵ز کال کي د زيمبابوې په وړاندي د اکتوبر په ۲۶مه نيټه لومړۍ نړيواله شل اووريزه لوبه وکړه. راشدخان په ډير کم وخت کي نړۍ وپيژندی او په اسانۍ سره په ډيرو پيسو تر تجارتي ليګونو ورسيدی. راشد تر اوسه په نړيوال ۲۰ اووريز کريکټ کي په ۴۵ … نور ولولئ
سپورټ

د تيري لسيزي تقاعد سوي نامتو کريکټران.

ليکنه: مدثر دعوت د ۲۰۱۰ز کال څخه تر ۲۰۲۰ز کال پوري ډير بهترين کريکټران د نړيوال کريکټ څخه تقاعد سول. په تيره لسيزه کي لسګونو لوبغاړو خپل تقاعد اعلان کړ خو په دوی کي د ګوتو په شمار يې نه هيريدونکي دي. د سوپرټس کيدا ورزشي ويب پاني هغه ۱۱ کسيزه لوبډله اعلان کړې چي ددوی په باور په تيره لسيزه کي د مهمو لوبغاړو څخه وه خو تقاعد سوه. په دوی کي شايد داسي … نور ولولئ
سپورټ

په تيره لسيزه کي تر ټولو ډيري ويکټي اخيستونکي توپ اچوونکي.

ليکنه: مدثر دعوت د ۲۰۱۰ز کال څخه تر ۲۰۲۰ز کال پوري د کريکټ په نړۍ کي بيلابيل پړاوونه راغله. پدې لس کلن دور کي د کريکټ په برخه کي د توپ اچوونکو او توپوهونکو شمير ډير وو خو ډير کم کريکټران وه چي پدې لسيزه کي يې خپل حالت عادي او جاري وساتی، ځيني تقاعد سوه خو ځيني بيا د کمزوري کارګردګيو له کبله د لوبډلو څخه ليري وساتل سوه. ددې ليکني اصلي موضوع داده … نور ولولئ
سپورټ

د راشدخان ځانګړي بيټ د کريکټ مينوال حيران کړل.

ليکنه: مدثر دعوت راشدخان په بيګباش ليګ کي د ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو د اتلي لوبډلي اډيلايډ سټرايکرز لپاره لوبيږي. راشد په عمر کشر دی خو په تجارتي ليګوني کي ځانګړی نوم لري او هره لوبډله هڅه کوي دځان سره يې واخلي. راشدخان په بیګباش کي د ميلبورن لوبډلي په وړاندي لوبه کي پر دريم ډاون د توپوهني لپاره انتخاب سوی وو پداسي حال کي چي کمرون وايټ او متيو شارټ لا توپوهني ته نه … نور ولولئ
سپورټ

په ۲۰۱۹ز کال يو ورځني کريکټ کي تر ټولو ښه توپ اچوونه!

ليکنه: مدثر دعوت نن د ۲۰۱۹ز کال وروستۍ ورځ ده او د کريکټ د نړۍ لپاره يو بريالی کال وو. په ۲۰۱۹ز کال کي نړيوال جام، اسياکپ،د ۱۹ کلونو نړيوال جام، ايمرجينګ کپ سيالۍ،ليګونه او په لسګونو نړيوالي لوبي ترسره سوې. نوي ريکارډونه جوړ سوه،پخواني ريکارډونه مات او ډيرو نويو لوبغاړو پکښې نړيوالي لوبي پيل کړې. خو شايد تاسو ته تر اوسه دا نه وي مالومه چي په ۲۰۱۹ز کال يو ورځنيو لوبو کي تر … نور ولولئ
سپورټ

هلمند کي د سولي په نوم ۳۰ اووريز ټورنمينټ پيل سو.

ليکنه: مدثر دعوت د هلمند کريکټ اکاډمۍ له لوري د سولي په نوم ۳۰ اووريز ټورنمينټ په ملت لوبغالي کي پيل سو. د هلمند کريکټ اکاډمۍ روزونکی عبدالرحمن ناصري وايي پدې ټورنمينټ کي د اکاډمۍ ۵ لوبډلي شتون لري چي هره ورځ به يوه لوبه تر سره کيږي. ناصري ياران ته وويل ۳ لوبډلي د تجارانو ياهم ځوانانو له لوري سپانسر سوي خو پاتي ۲ لوبډلي په خپل مالي لګښت لوبي ترسره کوي،چي لاهم د … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان نن د بيګباش ستوری وو!

ليکنه: مدثردعوت په بيګباش ليګ کي نن اډلايډ سټرايکرز او ميلبورن رنجډز لوبډلي سره مخ سوې. راشدخان نن د خپلي لوبډلي اډلايډ سټرايکرز لپاره د غوره الراونډر لوبغاړي په حيث لوبه وکړه. ۲۵ منډي، ۲ ويکټي او يو رن اوټ هغه څه وه چي راشدخان د لوبي غوره لوبغاړی سو او د اسټراليا رسنيو تر بل هرچا پر ده ډير بحث کوی. اډلايډ لوبډلي د لوبي پچه و ګټله او توپوهنه يې انتخاب کړه. اډيلایډ … نور ولولئ
سپورټ

د ۲۰۲۰ز کال ۱۹ کلونو نړيوال جام په اړه بشپړ مالومات،او پکښې افغان لوبډله!

ليکنه: مدثر دعوت په کابل کي د ۱۹ کلونو کريکټ نړيوال جام لپاره جوړ سوی کمپ چي ۱۰ ورځي وړاندي پيل سوی وو پایته ورسيدی. د افغانستان کريکټ بورډ وياند فريد هوتک ياران ته وويل چي ددې تمريناتو اصلي موخه په ذهني توګه د لوبغاړو پياوړي کول وو. دا تمرينات د ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلي د روزونکي دولت احمدزي تر مشرتوب لاندي ترسره سوه چي سيدالرحمن احمدزي او عبدالمنان مسعود هم ورسره د د … نور ولولئ
سپورټ

جاويد افريدی: افغان کريکټ بورډ دي لوبغاړو ته اجازه ورکړي چي پاکستان کي ولوبيږي.

ليکنه: مدثر دعوت د پيښور زلميو لوبډلي څښتن جاويد افريدی وايي د افغانستان کريکټ بورډ دي ملي لوبغاړو ته اجازه ورکړي چي د پاکستان په لوبغالو کي لوبي ترسره کړي. افريدي د بي بي سي سره په مرکه کي وويل ورزش پوله نلري او موږ هڅه کوو د سياست سره يې بيل کړو. د نوموړي په وينا موږ د افغانستان د کريکټ بورډ پخواني رئيس عاطف مشعل سره هوکړي ته رسيدلي وو او دا يې … نور ولولئ
سپورټ

مجيب الرحمن د راشدخان ريکارډ مات کړ!

ليکنه: مدثر دعوت مجيب الرحمن د ځوان لوبغاړي په حيث په شل اووريز کريکټ کي د راشدخان ريکارډ مات کړ. سپينر توپ اچوونکي مجيب الرحمن وکولای سوه چي د ترټولو ځوان لوبغاړي په حيث يې په شل اووريزو لوبو کي ۱۰۰ ويکټي پوره کړې. مجيب د راشدخان هغه ريکارډ چي د ۱۸ کلونو او ۳۶۰ ورځو په عمر يې په ۲۰۱۷ز کال کي جوړ کړی وو، د ۱۸ کلونو او ۲۷۱ ورځو په عمر يې … نور ولولئ