سپورټ

د کريکټ نړيواله شورا د لوبډلو د نوملړ لپاره نوي اصول وضع کوي.

ليکنه: مدثر دعوت د کريکټ نړيواله شورا يا ICC غواړي د لوبډلو سکواډ د ۲۳ څخه تر ۲۵ پوري ورسوي. د ممبی ميرور ويبپاڼي د خبر له مخي د کريکټ نړيواله شورا غواړي د لوبډلو هغه ستونزه چي د نوملړ په برخه کي يې درلودې حل کړي. مخکي به د هري لوبډلي سکواډ د ۱۶ لوبغاړو څخه جوړ وو چي د کوچ او نورو غړو ترڅنګ به ۳۰ کسانو ته رسيده او ځيني لوبغاړي به … نور ولولئ
سپورټ

يوازي يو اوور! سچن ټنډولکر د ايلايز پيري په وړاندي.

ليکنه: مدثردعوت سبا يکشنبه په اسټراليا کي د اورځپلو سره د مرستي په خاطر ۱۰ اووريزه لوبه ترسره کيږي. پدې لوبه کي چي د نړۍ تقاعد سوي مشهور لوبغاړي لوبيږي په ۲ لوبډلو کي به يې ريکي پونټينګ او ادم ګلګريسټ لوبډلمشران وي. که څه هم سچن ټنډولکر به د ريکي پونټينګ د لوبډلي روزونکی وي خو اسټرالياوۍ ايلايز پيري ترې په يو ويډيو کي د لوبي کولو غوښتنه کړې. ټنډولکر يې غوښتنه منلې او … نور ولولئ
سپورټ

سويلي افريقا د کوينټن ډيکوک په لوبډلمشرۍ د شل اووريزو لوبو نوملړ اعلان کړ.

خبريال: مدثر دعوت د سويلي افريقا کريکټ بورډ د انګلستان په وړاندي شل اووريزو لوبو لپاره ۱۶ کسيزه نوملړ اعلان کړ. کوينټن ډيکوک د انګلستان په وړاندي يو ورځنيو لوبو کي د لوبډلمشرۍ مسوليت په غاړه لري چي لومړۍ لوبه کي يې خپله وړتيا وښودله. ډيکوک د سويلي افريقا لپاره پخپلي لوبډلمشرۍ کي لومړۍ لوبه وګټله،سليزه يې ووهله او په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کي يې ۵۰۰۰ منډي هم پوره کړې. همدا لامل سو چي … نور ولولئ
سپورټ

تر ۱۰ کلن بنديز وروسته، پاکستانی کريکټر په ۱۷ مياشتني بند محکوم سو.

ليکنه: مدثر دعوت پاکستانی کريکټر ناصر جمشيد په نړيوالو لوبو او ليګونو کي د فساد په تور د انګلستان د يوې محکمې له لوري په ۱۷ مياشتني بند محکوم سو. جمشيد د پاکستان سوپر ليګ پرمحال لوبغاړي هڅوله ترڅو پر ډيرو مهمو توپونو منډي ونکړي چي په بدل کي به يې ۳۰۰۰۰ پونډه لوبغاړو ته ورکوله. همدارنګه په متحده عربي اماراتو کي د يوې شل اووريزي لوبي پرمحال هم لوبغاړو ته دده په خوښه د … نور ولولئ
سپورټ

جوفرا ارچر د راتلونکي پړاو IPL څخه پاته سو.

خبريال: مدثر دعوت ويسټ انډيز اصله انګلستانی تيز توپ اچوونکی جوفرا ارچر د شديدو زخمونو له کبله د رجستان رويالز لوبډلي لپاره نسي لوبيدلی . د انګلستان کريکټ بورډ وايي ارچر په ډسمبر مياشت کي د سويلي افريقا په وړاندي لوبه کي زخمي سو چي ترهغه وروسته يې يوازي بوکسينګ ټيسټ لوبه ترسره کړې. د دوی په باور تر معايناتو او تشخيص وروسته دا په ډاګه سوه چي د ارچر راسته اوږې او څنګلي ته … نور ولولئ
سینما او موسیقي

سلمان خان يو ځل بيا د خپلو هيوادوالو زړونه وګټله.

ليکنه: مدثر دعوت که څه هم د سينما اداکاران په نړيواله کچه د خپلو مينوالو ډير خيال ساتي خو دا ځل يې د پاکستانيانو زړونه مات او د خپلو هيوادوالو زړونه وګټله. د هندوستان ټايمز د راپور له مخي سلمان خان د پاکستانيانو له لوري په هغه پروګرام کي چي په ځانګړي ډول دده لپاره جوړ سوی وو د ګډون څخه انکار وکړ. د غه پروګرام د يو پاکستاني فعال ريحان صديقي له لوري د … نور ولولئ
سپورټ

فريد هوتک: موټر د راشدخان ندی!

ليکنه: مدثر دعوت د افغانستان د کريکټ بورډ وياند محمد فريد هوتک وايي هغه موټر چي راشدخان ورسره انځور نيولی د راشدخان نه بلکي د لوبډلي او شرکت دی. فريد هوتک ياران ته وويل: (( موټر د راشد خان نه بلکې د (ایډلیډ سترایکرز) او (میتسوبیشي) موټرشرکت ترمنځ د ګډې همکارۍ له مخې لیلامۍ ته وړاندی کیږي. ددې کار موخه د سویلي اسټرالیا اورځپلو له پاره ۴۷ زره اټکل شوې مرسته راټولول دي.)) په ټولنيزو … نور ولولئ
سپورټ

د ډيکوک سليزه،۵۰۰۰ منډي او د سويلي افريقا بريا.

خبريال: مدثر دعوت سويلي افريقا په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کي انګلستان ته په ۷ ويکټو ماته ورکړه. د ټيسټ سيريز تر بايللو وروسته سويلي افريقا د انګلستان سره ۳ نړيوالي يو ورځنۍ لوبي ترسره کوي. پدې لوبه کي چي سويلي افريقا يې کوربتوب کوی ،د ټاس په ګټلو يې انګلستان ته د توپوهني بلنه ورکړه. انګلستان په ۸ ويکټو ۲۵۸ منډي وکړې. جوی ډنلي ۸۷، کريس ووکس ۴۰ او جيسن رای ۳۲ منډي … نور ولولئ
سپورټ

نيپال د لومړي ځل لپاره د نړيوال کريکټ کوربتوب کوي.

خبريال: مدثر دعوت سبا نيپال کريکټ لوبډله د عمان سره نړيواله يو ورځنۍ لوبه په خپل کوربتوب ترسره کوي. د نيپال، عمان او امريکا ترمنځ د ۵ يو ورځنيو لوبو ۳ اړخيز سيريز کي پنځه لوبي ترسره کيږي. نيپال تر دې وړاندي د نړيوال کريکټ کوربتوب نه وو کړی، نو ځکه يې لوبډله خپل کورته د نړيوال کريکټ په ورتګ سره د وياړ احساس کوي. نيپال په ۲۰۱۴ز کال کي د نړيوالو شل اووريزو لوبو … نور ولولئ
سپورټ

ويسټ انډيزۍ لوبډله سريلانکا ته د تګ چمتوالی نيسي.

خبريال: مدثر دعوت د افغانستان، هندوستان او ايرلينډ سره تر لوبو وروسته ويسټ انډيزۍ لوبډله سريلانکا ته ځي. د ويسټ انډيز کريکټ بورډ وايي ۱۵ کسيزه لوبډله يې چمتو کړې تر څو د يو ورځنيو لوبو لپاره سريلانکا ته سفر وکړي. ويسټ انډيز او سريلانکا ۲ تمريناتي،۳ يو ورځنۍ او ۲ شل اووريزي لوبي کوي. د ويسټ انډيز ۱۵ کسيز سکواډ د راتلونکي شنبې په ورځ سريلانکا ته ځي،تمريناتي کمپ کوي او لومړۍ يو ورځنۍ … نور ولولئ