سپورټ

کرونا د هوتک او مبارز سيالۍ وځنډولې!

خبريال: مدثر دعوت د ازادې مبارزې د لوبغاړو احمد ولي هوتک او بازمحمد مبارز لوبي د کرونا ويروس له ويري وځنډول سوې. په روسيې کي د افغان ورزشکارانو همږغی کوونکی درمل لاهو وايي د احمد ولي هوتک او بازمحمد مبارز دوې بيلابيلي فري فايټ لوبي د کرونا ويروس څخه د ځان ساتني په خاطر وځنډول سوې. درمل په يو ويډيويي پيغام کي ويلي ” دواړو اتلانو ډير تمرينات ترسره کړي او قرنطين سوي هم وه … نور ولولئ
په زړه پورې

انجلۍ خپل قرنطين سوی نيکه د کوزدې په ګوتمۍ حيران کړ

ليکنه: مدثر دعوت د امريکا د شمالي کرولينا د سيمي اوسيدونکي کارلي بايډ د خپلي کوزدې په اړه ځان د خپل نيکه تر ځايه رسولی او هغه سره يې خپله خوشحالي شريکه کړې. ۲۱ کلني بايډ روانه اونۍ د خپل عاشق سره کوزده وکړه او په بې صبرانه ډول يې لومړی خپل ۸۷ کلن نيکه شلټن وهالا او وروسته يې خپله کورنۍ خبره کړې. کارلي بايډ وايي نيکه مي په ژوند کي ځانګړی ځای لري … نور ولولئ
خوندیتوب

اروپايي ټولنه: افغانستان کي د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره اوربند ته اړتيا ده

خبريال: مدثر دعوت په افغانستان کي د اروپايي ټولني ځانګړي استازي رولاند کوبيا د جګړې د دواړو شکيلو اړخونو څخه غوښتنه کړې چي اوربند وکړي. کوبيا پر خپل ټويټر پاڼي ليکلي چي هر څوک د کرونا ويروس څخه د خونديتوب حق لري چي تر هرڅه وړاندي بايد اوربند وسي. همدارنګه نوموړي ليکلي چي هرڅوک بايد د افغان حکومت سره د کرونا ويروس د مخنيوي په خاطر مرسته او همږغي وکړي. رولاند ليکي: پر روغتيايي موادو … نور ولولئ
سینما او موسیقي

ارين خان: شخصيتونه بايد په ژوندينه وستايل سي!

ليکنه: مدثر دعوت افغان هنرمند او فلمي اداکار ارين خان وايي ټول شخصيتونه بايد په ژوندينه وستايل سي. د ياران سره په مرکه کي ارين خان وويل که څه هم افراد زما کړونو ته خنډونه جوړوي او زغملای يې نه سي خو زه شخصیتونه په ژوندۍ بڼه ستايم. خان وايي پر يوې ملي پروژې مي کار پيل کړی چي نوم نوی کال او غني افغانستان دی. دی وايي ما د غني افغانستان هنري ويډيو په … نور ولولئ
په زړه پورې

د دندي پر مهال د کرونا ويروس څخه د ځان ساتني لاري چاري

ليکنه: مدثر دعوت کرونا ويروس چي اوسمهال د نړۍ لپاره يو ستر خطر دی او زرګونو انسان پرې مبتلا او وژلي يې دي، طبابت لا ندی توانيدلی چي ددې وژونکي ويروس د مخنيوي لپاره درمل جوړ کړي ياهم باوري واکسين ټولني ته وړاندي کړي نو ځکه تر هرڅه يې ډير تمرکز پر وقايې او ځان ساتني دي. افغانستان هم ددې ويروس څخه ندی خلاص،د کرونا ويروس د ناروغانو شمير تر ۲۵ پوري رسيږي چي ځيني … نور ولولئ
سپورټ

هغه توپ اچوونکي چي تر ټولو ډير لوبغاړي يې په صفر سوځولي

ليکنه: مدثر دعوت د کريکټ په نړۍ کي بيلابيل توپ اچوونکي تير سوي چي اکثره يې په نړيواله کچه نه ماتيدونکي ريکارډونه لري. داسي توپ اچوونکي سته چي هيڅکله يې نوبال نه وي ترسره کړي،داسي توپ اچوونکي هم سته چي په يو اوور کي يې تر ۳ ډير نو بالونه ترسره کړي وي. خو نن موږ پر يوې بيلي موضوع بحث کوو. تاسو به ډير توپوهونکي ليدلي وي چي په صفر سوځيدلي وی خو شاید … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د عامرخان کليزه او د سلمان خان يادګار

ليکنه: مدثر دعوت عامرخان پرون خپله ۵۵مه کليزه ولمانځله. د باليووډ د بکس افيس باچا عامر خان ۵۵ کلن سو او خپله کليزه يې په جشن نيولو سره ولمانځله. عامرخان ته د باليووډ ډيرو مشهورو اداکارانو مبارکيانی ورکړي چي د هغوی له ډلي سلمان خان هم دی. سلمان خان پر خپل انسټاګرام د دواړو پخوانی عکس خپور کړی او ليکلي يې دي:” لال سينګ چډا کليزه دي مبارک سه” سلمان خان پداسي حال کي د … نور ولولئ
سپورټ

سعودي عربستان کي د ښځينوو لومړنۍ کريکټ لوبه ترسره سوه.

خبريال: مدثر دعوت د سعودي عربستان په جدې ښار کي د ښځينوو ترمنځ د کريکټ لوبه ترسره سوه او ريکارډ يې جوړ کړ. دا لومړی ځل دی چي په سعودي عربستان کي د انجونو له لوري کريکټ لوبه ترسره کيږي. دا لوبه چي ۱۰ اوورونو کي وه د ۸ بيلابيلو هيوادونو، هندوستان،پاکستان، سويلي افريقا،پلپين، اندونیزيا،سويډين،سعودي عربستان او اجپټ ښځينوو پکښې برخه اخيستې وه. دا سيالۍ د ابر په نوم روغتيايي ګروپ له لوري ددوی د … نور ولولئ
روغه سټه

د هاليووډ مشهور اداکار ټام هانکس او ميرمن يې په کرونا اخته سوي.

خبريال: مدثر دعوت د هاليووډ سينما مشهور فلمي ستوری ټام هانکس او ميرمن يې ريتا ويلسن په اسټراليا کي د کرونا په ويروس مبتلا سوي. ټام هانکس نن پر خپل انسټګرام اکاونټ ليکلي :” زه او ريتا په اسټراليا کي يوو ، موږ د تبي، زکام او درد احساس درلودی کله چي مو د کرونا ازموينه ورکړه نو پايله يې مثبته وه. هانکس ليکي چي اوس موږ باید څه وکړو؟ ،طبي چارواکي خپل اصول لري … نور ولولئ
سپورټ

د هند کريکټ بورډ ټول بهرني لوبغاړي په تمه کړي!

خبريال: مدثر دعوت د هندوستان پريمر ليګ کي د لوبيدو لپاره ټول بهرني لوبغاړي لا تر اوسه انتظار دي چي کله به د ويزې اخيستلو اجازه ورکړل سي. د نوري نړۍ ترڅنګ په هندوستان کي هم د کرونا ويروس په خپريدو دی چي تر اوسه يې ۶۰ مثبتي پيښي ثبت سوي خو دې ويروس په نړيواله کچه تر ۴۰۰۰ ډير کسان وژلي دي. کرونا ويروس چي اوس په نړيواله سطحه يو ستر خطر دی د … نور ولولئ