په زړه پورې

د کرونا ويروس له امله د امريکا د مړو شمير تر چين ډير سو

خبريال: مدثر دعوت په امريکا متحده ايالاتو کي د کرونا ويروس له کبله د مړو شمير تر چين واووښتی. د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخي په امريکا کي د کرونا له امله د مړو شمير تر ۳۴۰۰ اوښتی دی . د ياد پوهنتون د کرونا څانګي ويلي چي په امريکا متحده ايالاتو کي د کرونا ويروس له کبله د مبتلا سويو کسانو شمير ۱۷۶۸۱۷ تنو ته رسيدلی ،او د مړو شمير يې ۳۴۱۵ … نور ولولئ
په زړه پورې

په امريکا کي لومړنۍ خبرياله د کرونا له امله مړه سوه

خبريال: مدثر دعوت د سي بي ايس ټلويزيون خبرياله ماريا مرکاډر د کرونا ويروس له کبله مړه سوه. که څه هم په امريکا کي د کرونا ويروس له کبله د مړو شمير تر زرو اوښتی دی خو دا لومړنی ځل دی چي يوه خبرياله ددې ويروس له کبله مړه کيږي. ماريا د ۵۴ کلونو په عمر وه خو د CBS تلويزيون سره يې ۳۰ کلونه دنده اجرا کړې وه او تر ټولو ډير کار يې … نور ولولئ
په زړه پورې

هند د کيرالا مهاجرينو ته د قرنطين پرځای نور تدابير هم نيولي

خبريال: مدثر دعوت د هندوستان د کيرالا ايالت مهاجرين که څه هم قرنطين کيږي خو يوه بله طريقه هم ورباندي تطبيقيږي. کيرالا د هندوستان هغه ايالت چي د هيواد په کچه د کرونا ويروس ترټولو ډيري پيښي پکښې ثبت سويدي. که څه هم په نړيواله کچه د کرونا ويروس د مخنيوي تر ټولو ښه لار وقايه او په کورونو کي قرنطين دی خو د هندوستان کيرلا ته بيرته هغه اوسيدونکي راځي چي په نورو ايالتونو … نور ولولئ
په زړه پورې

سندرغاړې کنيکا کپور په کرونا اخته سوې!

خبريال: مدثر دعوت د هندۍ سندرغاړې کنيکا کپور د کرونا ويروس ازمويني مثبته پايله ورکړې. د ټايمز اف هندوستان د خبر له مخي د هندوستان مشهوره سندرغاړې په کرونا ويروس اخته سويده. کنيکا نن پر خپل انسټګرام اکاونټ ليکلي ” د کرونا ازموينه مي مثبت وه خو زه د جدي مراقبت په واټ کي نه يم او د خپلو مينوالو د روغتيا هيله يې درلودلې ده. په لومړي ځل د اتراپرديش پوليسو دا تائيد کړې … نور ولولئ
افغانستان

سر له سبا هلمند ولايت د دوو اونيو لپاره قرنطين کيږي!

خبريال: مدثر دعوت د ولسمشر د هدايت سره سم هلمند ولايت سر له سبا د ۲ اونيو لپاره قرنطين کيږي. نن په يوه خبري کنفرانس کي چي د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان،د ولايت مقام مرستيال،د هلمند امنيه قومندان او د کرونا لپاره ځانګړي سوي کميټې سره په غونډه کي پريکړه وسوه چي هلمند به د دوو اونيو لپاره نيمه قرنطين کيږي. د نيمه قرنطين په طرحي کي راغلي چي دولتي اداري او … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان د کرونا ځپلو سره مرسته کوي!

ليکنه: مدثر دعوت د افغانستان کريکټ ملي لوبډلي پياوړي لوبغاړي راشدخان وايي د کرونا ويروس له کبله زيانمن سويو کورنيو سره مرسته کوي. په نړيواله کچه ډيرو ورزشکارانو د کرونا ويروس له کبله د زيانمنو سويو کورنيو سره په خپلو هيوادونو کي بيلابيلي مرستي کړي او د خپلو خلکو لاسنيوی يې په بد حالت کي کړی. په دې څو ورځو کي پر ټولنيزو رسنيو فعالانو دا پوښتنه کول چي ولي د راشدخان او محمدنبي په … نور ولولئ
سپورټ

اې بي ډيولرز: ځانونه په خپلو کورونو کي قرنطين کړئ!

ليکنه: مدثر دعوت د کريکټ د نړۍ مشهور لوبغاړی اې بي ډيويلرز وايي خپل ځانونه د کرونا د وژونکي ويروس څخه وساتئ او په خپلو کورونو کي پاته سئ. اې بي ډيويلرز چي يو ځل بيا یې د سويلي افريقا د کريکټ بورډ سره موافقه کړې چي نړيوال کريکټ به پيلوي په يو ويډيويي پيغام کي د کرونا ويروس سره د مبارزې په اړه سپارښتني کړي. ډيويلرز ويلي” زه او ميرمن مو په خپل کور … نور ولولئ
په زړه پورې

فلمي ستورې چي د کرونا په خاطر نرسه سوه!

ليکنه: مدثر دعوت د باليووډ فلمي اداکاره شيخا ملهوترا د کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره د نرسينګ دنده پيل کړه. شيخا چي هندي سندرغاړې ده او د سنجي ميشرا سره يې د کانچلي په نوم فلم کي د ښځينه لوبغاړي رول ادا کړی اوس د هندوستان د مهاراشترا په يوه روغتون کي د ناروغانو خدمت کوي. باليووډ ته تر راتګ وړاندي شيخا ملهوترا د نرسينګ ټرينينګونه اخيستي وه خو ددې دندي سره يې علاقه … نور ولولئ
سپورټ

انګلستان يوځل بيا نړيوال کريکټ پيلوي

خبريال: مدثر دعوت د انګلستان کريکټ بورډ وايي د تړلو دروازو تر شا به يوځل بيا نړيوال کريکټ پيل کړي. د نورو کارونو تر څنګ کرونا ورزشي فعاليتونه هم په ټپه درولي او په نړيواله کچه ټولي ورزشي لوبي ځنډيلي او په ټولو هيوادونو کي ورباندي بنديزونه ولګيدله. خو د انګلستان او ويلز کريکټ بورډ خبر ورکړی چي د تړلو دروازو شاته به يوځل بيا کريکټ پيل کړي. د انګلستان د کريکټ بورډ مشر سټيو … نور ولولئ
سینما او موسیقي

ښاپيرۍ نغمه: ژوند ښکلی دی، راځئ چي ژوند وکړو!

ليکنه: مدثر دعوت د افغانستان مشهوري سندرغاړي ميرمن ښاپيرۍ نغمې په يو ويډيويي پيغام کي د کرونا ويروس څخه د ځان ساتلو په اړه ځيني سپارښتني بيان کړي. ښاپيرۍ چي په افغانستان کي يې هر څوک د نغمې په نوم پيژني د هيوادوالو څخه يې غوښتي دي ترڅو د کرونا ويروس په اړه جديت غوره کړي. ميرمن نغمه وايي” د کرونا ويروس اوس د نړۍ لپاره يو ستر خطر دی، ددې لپاره چي ځان او … نور ولولئ