افغانستان

ډيوه پتنګ: پر افغانستان مئينه يمه، افتخاري دنده اجرا کوم

خبريال: مدثر دعوت د ملي ټلويزيون ښځينه خبريالي ډيوې پتنګ هغه اوازې رد کړې چي ګواکي دا د ملي ټلويزيون څخه په مياشت کي لس زر ډالره معاش اخلي. وروسته له هغې چي د ډيوې پتنګ ورور پامير پتنګ د افغانستان د ملي پنډ اداري رئيس وټاکل سو،په ټولنيزو رسنيو کي غوغا جوړه سوه.” په فيسبوک او ټويټر کې داسې اوازې خپرې سوې چي ګواکي ډيوه پتنګ د ملي ټلويزيون څخه په مياشت کې ۱۰۰۰۰ … نور ولولئ
افغانستان

ملاله يوسفزۍ : په افغانستان کې د اوربند ملاتړ کوم!

خبريال : مدثر دعوت پاکستان کې د ښځينوو د حقوقو فعاله ملاله يوسفزۍ وايي چې په افغانستان کې دې اوربند وسي. ملاله يوسفزۍ چې د خيبر پښتونخوا د منګورا سيمي په يوې پښتنې کورنۍ کې زيږيدلې د کابل او ننګرهار بريدونه يې غندلي او وايي د ښځو او ماشومانو وژلو دردولې او غمجنه کړې ده. ملاله وايي د ملګرو ملتونو د هغه غوښتنې ملاتړ بايد وسي چې په افغانستان کي يې د کرونا ويروس په … نور ولولئ
افغانستان

منظور پښتين : د کابل د پيښو د غندونو پرځای بايد د نړيوالو ژمنو ته پاملرنه وسي.

خبريال :مدثر دعوت د پښتون ژغورنې ملي غورځنګ مشر منظور احمد پښتين وايي په کابل کې پر روغتون بريد غندلو پرځای باید د نړيوالو هغه ژمنو ته پاملرنه وسي چې د سولې راويستلو لپاره يې کړي وې. منظور احمد پښتين پر خپل ټويټر اکاونټ ليکلې چې لسيزې تيري سوې خو د افغانانو پر خاورې لا هم جګړه دوام لري، په روغتون بريدونه يوازې د غندنې وړ ندې، نړيوالو دا ژمنه کړې وه چې سوله به … نور ولولئ
اقتصاد

هلمند کې د کرنيزو محصولاتو د مديريت په موخه درې مهمې پروژې پرانیستل شوې

خبريال: مدثر دعوت هلمند کې د زراعتي محصولاتو د ښه مديريت په موخه درې مهمې پروژې افتتاح شوې. د افغان ولسمشر په لارښوونې او د کرنې وزارت له لوري درې کرنيزي پروژې پرانیستل شوې چې د چارواکو په خبره د باغوانانو، ځمکوالو او بزګرانو په کاروبار او په ژوند کې به مثبت بدلون راولي. دغه پروژې چې د انګورو د وچولو ۱۵۰ بابه عصري خوني، د پيازو ۵۰ بابه ذخيرې او د سابو وچولو ۳۰ … نور ولولئ
په زړه پورې

عدنان سميع د کابل بريد شيطاني عمل بللی.

خبريال : مدثر دعوت د هندوستان مشهور سندرغاړی عدنان سميع وايي د کابل بريد سخت غمجن کړی او دا يې شيطاني او وحشيانه عمل بللی دی. عدنان سميع چې د تيرو څو مياشتو راهيسي يې د افغانانو سره د مينې او ملګرتيا تار غزولی،کله ورته په پښتو او دري ژبو سندري وايي او کله بيا ورته د نوي کال مبارکي وايي،خو دا ځل غمجن دی د کابل پرونۍ خونړۍ پيښه يې غندلې او يو وحشيانه … نور ولولئ
افغانستان

لومړۍ مېرمن: طالبانو د امريکايانو سره اوربند کړی خو مسلمانان وژني!

خبريال: مدثر دعوت د ولسمشر محمد اشرف غني مېرمن رولاغني وايي طالبان پر امريکايانو او بهرنيانو حملې نکوي بلکې افغانان او مسلمانان وژني. بي بي ګل د امريکا ږغ سره په مرکه کې ويلي چې دا باور نلري چې وسلوال طالبان دې د سولې مذاکرات پيل کړي. رولا غني وايي: “” دا ټولو افغانانو ته ثابته سوه چې افغان حکومت سوله غواړي خو طالبان لاهم حملې کوي، لاهم خلک وژني او لاهم مسلمانان وژني، د … نور ولولئ
افغانستان

هلمند کې د ۷۸ کلنيکونو دروازې د اعتصاب له امله وتړل شوې

خبريال: مدثر دعوت په هلمند ولايت کې د ۷۸ کلنيکونو ډاکترانو، نرسانو او نورو کارکوونکو د خپلو حقوقو د نه ورکړې په خاطر اعتصاب کړی. د برک موسيسې اړوند ټول هغه روغتيايي مرکزونو چې مخکې يې په نورمال حالت فعاليت کوی د ناروغانو پرمخ تړل سوي او ټول کارکوونکې يې د اعتصاب په ډول سره راټول سويدي. دوی وايي تر هغو به د لښکرګاه د اتو او د نادعلي ولسوالۍ د ۵ کلینکونه په شمول … نور ولولئ
په زړه پورې

د کرونا ويروس په خاطر د سنګاپور په پارکونو کې روباټان ګزمې کوي.

خبريال: مدثر دعوت د سنګاپور په پارکونو کې روباټان پدې خاطر ګزمې کوي تر څو خلک د يوبل ترمنځ واټن مراعت کړي. نړۍ مصروفه ده تر څو د کرونا ويروس د مخنیوي لپاره واکسين جوړ کړي خو تر هغه وخته ددې وژونکې ويروس څخه د ځان ساتني تر ټولو غوره او اړينه لار د نورو انسانانو څخه ليري اوسیدل دي. د نړۍ ځينو هيوادونو کې د قرنطين اصول اسانه سويدي او خلک کولای سې د … نور ولولئ
افغانستان

په هند کې ۱۶ مهاجرين وژل سويدي.

خبريال: مدثر دعوت په هندوستان کې ۱۶ مهاجرین د ريل کاډۍ پر پټلۍ د خوب له کبله وژل سوي. د المان خبري اژانس ته په ورکړل سويو مالوماتو کې راغلي چې تيره شپه ۲۰ کسان د ريل ګاډۍ پر پټلې ويده سوي وه چې سهار مهال ورباندې باروړونکې ريلګاډۍ راغلې ۱۶ کسان یې وژلي او يو تن ټپي دی. دا پيښه د ممبی په ۳۹۰ کيلومترۍ کې رامنځته سوې. د ممبی د پوليسو وياند ويلي: … نور ولولئ
افغانستان

هلمند: د وسلوالو طالبانو له خوا ويجاړ سوی سړک افغان ځواکونو بيرته ورغوی.

خبريال: مدثر دعوت د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې افغان ملي پوځ د وسلوالو طالبانو له لورې ۳ کيلومتره ويجاړ سوی سړک بيرته ورغوی. د هلمند د والي او د ۲۱۵ ميوند قول اردو په خبرپاڼو کې راغلې چې د ۲۱۵ مينوند قول اردو د انجنيرۍ کنډک پوځيانو هغه ۳ کيلومتره سړک بیرته رغولی چې کابو دوه کلونه وړاندې د وسلوالو طالبانو له لورې په بمونو او د بلډوزرونو په واسطه له منځه وړل … نور ولولئ