بریا او پرمختګ

د ناسا او اپل کمپنۍ پخواني انجنير په جالب ډول د مرغانو خوراکه له نورو حيواناتو ژغوري.

خبريال: مدثر دعوت د امريکا د فضايي ادارې او اپل کمپنۍ پخواني انجنير د مرغانو خوراکه له نورو حيواناتو څخه په يوې نوې طريقه ژغورلې. مارک روبر په خپل کور کي مرغان ساتي خو چي کله به اطاق ته تر ننوتلو وروسته بيرته راووتی نو د مرغانو خوراکه او دانه به يې نولي ياهم موش خرما ترې خوړلې وه. مارک ددې حالت څخه ځوريدی او ډير وخت به يې پر دې فکر کوی چي څنګه … نور ولولئ
افغانستان

ارين خان د ډاکتر نجيب په اړه مستند فلم جوړوي.

خبريال: مدثر دعوت د افغان سينما مشهور لوبغاړی او د پاپ موسيقۍ سندرغاړی ارين خان د ډاکتر نجيب الله په اړه مستند فلم جوړوي. د ياران سره په مرکې کي ښاغلي ارين خان وويله چې دی پلان لري تر څو د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکتر نجيب الله په اړه په واقعي کيسې جوړ فلم باندي کار پيل کړي. ارين خان وايي:؛ شهيد ډاکتر نجيب الله د افغانستان يو نه تکراريدونکی ولسمشر وو،مړينه يې د … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د انګلستان په تاريخ کې لومړنۍ باحجابه قاضي وټاکل سوه!

خبريال: مدثر دعوت د لومړي ځل لپاره په انګلستان کي يوه مسلمانه حجاب لرونکې ميرمن د قاضي په حيث وټاکل سوه. رافعه ارشاد ۴۰ کلنه ده او په حقوقي بخش کي تر ۱۷ کلونو کار وروسته د میډلینډز سرکیټ په محکمې کي تيره اونۍ د قاضي په حيث وټاکل سوه. رافعې د ميټرو سره په مرکې کي ويلي:” دا دنده ترما ډيره لويه ده،زه پوهيږم دا يوازي زما لپاره مهمه نه بلکې د ټولو ښځو … نور ولولئ
په زړه پورې

سږکال د بريتانيا مسلمانان اختر په متفاوت ډول لمانځي!

خبريال: مدثر دعوت په بريتانيا کې مسلمانانو د اختر په شپو ورځو کې د پر کور پاته کيدلو ږغ کړی. په انګلستان کې هم له د اسلامي هيوادونو په څير د اختر په مناسبت د مسلمانانو ترمنځ د اختر لمونځ،مبارکۍ او راسه درسه ترسره کيږي خو دا کال به يو څه متفاوت وي. د کرونا ويروس په خاطر د ټولنو مشرانو خلک تشويقوي ترڅو په اختر کې د خلکو کورونو ته ولاړ نسي او بيله … نور ولولئ
اقتصاد

امريکايي کورنۍ په لاره کې يو ميليون ډالر پيدا کړي

لیکنه: مدثر دعوت په امريکا متحده ايالاتو کې يوې کورنۍ بازار ته د تګ پر مهال يو ميليون ډالر پيدا کړي، خو وروسته يې پوليسو ته ورکړي دي. د امريکا په ويرجنينيا ايالت کې دا کورنۍ د قرنطين له کبله په کور کې ډېره خسته شوې وه چې وروسته د ښار په لور راوتلې وه او غوښتل يې د تفريح په موخه وګرځي او ځينې د اړتيا وړ مواد هم واخلي. دوی په خپل موټر … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ارين خان وايي زه اختر نه لرم!

لیکنه: مدثر دعوت افغان مشهور سينمايي ستوری او هنرمند ارين خان وايي زما وجدان اجازه نه راکوي چې اختر کې کنسرتونه ورکړم او سندري ووايم. ارین خان له ياران سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې په هېواد کې وروستيو پېښو سخت ناارامه کړی او نه غواړي چې د اختر لپاره په ځانګړو کنسرتونو کې برخه واخلي. ارين خان وايي: “د افغانستان د تلويزيونونو له لوري ورته بلنې استول شوي، چې د اختر په ځانګړو کنسرتونو … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په جنوبي کوريا کې بيرته ښوونځۍ پرانيستل سوې!

خبريال: مدثر دعوت د جنوبي کوريا زده کوونکي د يو لړ اصولو مراعتولو سره بيرته ښوونځيو ته ځي. که څه په نړۍ کې د کرونا ويروس وبا خپره ده خو په ځينو ولايتونو کې قرنطينونه له منځه ځي او ژوند بيرته عادي حالت ته ځي. په سويلي کوريا کې حکومت بيرته هغو ښوونځيو ته اجازه ورکړه چې مخکي تړل سوي وې که څه هم اوس هلته حالت تر ډيره عادي ندی. د ښوونځيو د فعاليدو … نور ولولئ
افغانستان

المان کې محصلين طالبانو ته په قهر دي.

خبريال: مدثر دعوت المان کې د افغانستان د وروستيو پيښو په تړاو محصلينو اعتراض کړی. د افغانستان،المان او بيلابيلو هيوادونو محصلينو د المان په اوسنا بروک ښار کې په يوه غونډه کې د ملکيانو پر وژونو او د رواني جګړې په اړه اعتراضيه غونډه کړې. د دوچولې المان ږغ د خبر له مخې اعتراض کوونکي وايي چې طالبان جنايتکاران دې او خلکو ته بايد ځواب ووايي،د طالبانو بنديان دي نه ازاديږي او د سولي هوکړه … نور ولولئ
په زړه پورې

د نيوزلينډ لومړۍ وزيره د هوټل څخه پدې خاطر ځواب سوه چې ميزونه ډک وه.

خبريال: مدثر دعوت د نيوزلينډ صدراعظمه جاسندا اردرن د يو ځايي رستورانت څخه پدې خاطر ځواب سوه چې ميزونه ټول نيول سوي وه. جاسندا اردرن د خپل ملګري سره د ويلينګټن يوه ځايي رستورانت ته وروسته تر هغې ورغله چې د کارونو څخه ستړې سوې وه او غوښتل يې يو ګلاس قهوه په ارامه وڅيښي. کله چې رستورانت ته ورځي، چې ګوري په رستورانت کې هيڅ ځای نه وو او د هوټل مسول هم ورته … نور ولولئ
په زړه پورې

مسلمانه سوې امريکايي سندرغاړې د افغانانو لپاره مرستي راټولوي.

خبريال : مدثر دعوت جنيفر ګروت له خلکو غوښتي چې ددې د خيريه بنسټ له لوري د افغانانو سره مرسته وکړي. جنيفر چې څو کلونه وړاندي يې د اسلام مبارک دين قبول کړ او پر ټولنيزو رسنيو يې د قرانکريم د تلاوت څو ويډيوګاني خپرې سوې په افغانستان کي يې هم ځانګړی شهرت وموند . دې پر خپل ټويټر,انسټاګرام او يوټيوب اکاونټونو له شتمنو کسانو غوښتي چې په انلاين ډول ورسره مرسته وکړي،تر څو دا … نور ولولئ