خوندیتوب

د ظهير خان مېرمن د خپل خاوند د شخصيت دا اړخ نه خوښوي

خبريال: مدثر دعوت د زهيرخان مېرمن سګاريکا کاټيج د خپل خاوند د شخصيت یوه برخه نه خوښوي. د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني تېز توپ اچوونکې زهيرخان او د باليووډ سېنما فلمي ستوري سګاريکا د لومړي ملاقات پنځه کلونه کېږي، خو د واده يې درې کلونه پوره شوي دي. د دوی مينه، ژوند او ملګرتوب يو مثال دی، پياوړي اړيکې يې هر کله عام خلک ستايي او د دې غورې جوړې څخه متاثره دی. سګاريکا … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

کپيل شرما غواړي يو ځل بيا خپله خپرونه جذابه کړي

خبريال: مدثر دعوت د هندوستان د تفريحي خپرونو چلوونکی کپيل شرما غواړي د سونيل ګروور په راويستو سره يو ځل بيا خپلې خپرونې ته نوی رنګ ورکړي. کپيل شرما چې په تفريحي او کميډي خپرونو کې ځانګړی نوم لري، غواړي سونيل ګروور د ځان خوا ته بېرته راکش کړي. سونيل ګروور او کپيل شرما يوه مشهوره خپرونه چې د کپيل شرما شوو په نامه ده په سوني چينل کې په ګډه پرمخ بيوله، چې د … نور ولولئ
افغانستان

د ناکامورا لور افغانستان ته راځي!

خبريال: مدثر دعوت په افغانستان کې د وژل سوي جاپاني ډاکتر مشره لور اکيکو ناکامورا افغانستان ته راځي. ډاکتر تيتسو ناکامورا چې په افغانستان کې په کاکا مراد مشهور وو تېر کال په ډسمبر مياشت کې د وسلوالو له له لورې د خپلو څلور ساتونکو سره يوځای د جلال اباد ښار په لومړۍ حوزه کې ووژل سو. د ناکامورا په مړينه ټول افغانان سخت خواشيني سوه او داسي انګيرل کېده چې د خپل هيواد يو … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د افغان سینما تجربه لرونکی لوبغاړی ومړ

خبريال: مدثر دعوت د افغان سينما تجربه لرونکی لوبغاړی حشمت فنايي د ۷۲ کلونو په عمر وفات شو. د حشمت نعيمي زوی مسعود نعيمي د خپل پلار مړينه تایيد کړې او وايي چې پلار يې له ډېر وخت راهيسې د شکرې ناروغي لرله چې د چهارشنبې پر ورځ يې ساه ورکړه، خو ځينې راپورنه وايي چې فنايي د کرونا ويروس له کبله مړ شوي دی. https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=3086941728051719&substory_index=0&id=100002077677273 حشمت فنايي لومړنۍ زده‌کړې په کندز ولايت کې کړې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

پرتګال له انګستان سره هوايي پُل پرانيزي

خبريال: مدثر دعوت د پرتګال حکومت منلې چې د جون په پای کې به د انګلستان سره بېرته هوايي سفرونه پيل کړي. د پرتګال د بهرنيو چارو وزير اګسټو سانتوس وويل چې هر هغه انګلستانی چې غواړي په دوبنيو رخصتيو کې پرتګال ته د سياحت لپاره راشي موږ ورته ښه راغلاست وايو او هغه دا یې هم تایيد کړه چې په دې اړه د انګلستان د حکومت سره خبرې روانې دي. نوموړی وايي چې موږ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د يوه ماشوم د مور مړينې پر شاهرخ خان اغېز وکړ

لیکنه: مدثر دعوت په هندوستان کې د يوه ماشوم او مور ويډيو د باليووډ د باچا پام اړولی. د هندوستان په مظفرپور کې له ريل سټيشن سره د دوو نيمو کلونو په عمر ماشوم د خپلې مړې مور له جسد څخه پړونی کشوي او يو ډول سرګردانه ښکاري. دا زړه‌بوږنوونکې ويډيو پر ټولنيزو رسنيو خورا اوړي را اوړي چې د نورو تر څنګ يې د شاهرخان توجه هم جلب کړې او خورا يې متاثره کړی. … نور ولولئ
سیاست

يوسفزۍ ته د علي وزير پېغور

لیکنه: مدثر دعوت د پښتون‌ژغورنې غورځنګ مشر او د پاکستان د ملي شورا غړي علي وزير د ملالې يوسفزۍ پر ټويټ نيوکه کړې. د ښځو د حقوقو فعاله او د نوبل د جايزې ګټوونکې ملالې يوسفزۍ په امريکا کې د تور پوستو د ټولنې په ملاتړ ټويټ کړی او هغوی ته يې د عدالت غوښتنه کړې. ملالې پر خپل ټويټر اکاونټ ليکلي: “زه د تور پوستو له ټولنې سره د احمود اربري، بيرونا ټايلر جورج … نور ولولئ
ژوند بڼه

پر تاج محل تندر لوېدلی

خبريال: مدثر دعوت د هندوستان د اتراپرديش ايالت په اګرې سيمه کې د تاج محل پر ودانۍ تندر لوېدلی او ځينې برخې يې ترې ويجاړي کړې دي. د هندي رسنيو د خبر له مخې د هند په شمال کې توپانونو خورا زور اخيستی او ډېر شديد دي. پوليسو د يکشنبې پر ورځ له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې د شديد توپان او تندر په پايله کې د تاج محل د ساختمان ځينې برخې … نور ولولئ
په زړه پورې

د قرانکريم د يوه ايات د خپرولو په خاطر هندوانو د ظاهرې وصيم په وړاندي سخت غبرګون وښود!

خبريال: مدثر دعوت ظاهره وصيم پر ټولنيزو رسنيو د قرانکريم د يوه ايات د خپرولو په خاطر مجبوره سوه چي خپل د ټويټر،فيسبوک او انسټاګرام اکاونټونه غير فعال کړي. د باليووډ سينما پخوانۍ ښځينه لوبغاړې هغه وخت د هندوانو د سخت غبرګون سره مخ سوه چي هغې د الاعراف سورت ۱۳۳ ايات پر خپلو ټولنيزو رسنيو خپور کړ. د الاٴعرَاف سُوۡرَةُ ۱۳۳ ايات: فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمُ الطُّوفَانَ وَالْجَرَادَ وَالْقُمَّلَ وَالضَّفَادِعَ وَالدَّمَ ءَايٰتٍ مُّفَصَّلٰتٍ فَاسْتَكْبَرُوا وَكَانُوا قَوْمًا … نور ولولئ
په زړه پورې

هغه هېواد چې په تېره اونۍ کې د کرونا یوه مثبته پېښه پکې ثبت شوه

خبريال: مدثر دعوت په نيوزلينډ کې په تېره يوه اونۍ کې د کرونا ويروس يوه مثبته پېښه ثبت شوې. د نيوزلينډ د عامې روغتيا وزارت اعلان کړی چې د کرونا ويروس وروستۍ مثبته پېښه په اکلنډ کې ثبت شوې، چې ناروغ کس ۵۰ کلن دی. په تېرو ۷ پرله‌پسې ورځو کې د کرونا ويروس بله هېڅ مثبت پيښه نه ده ثبت شوې، د دې وبا له پيل څخه تر اوسه په نيوزلينډ کې ۱۱۵۴ کسان … نور ولولئ