بریا او پرمختګ

د ۲۰۲۱ز کال اسکار مراسم وځنډېدل.

خبريال: مدثر دعوت د ۲۰۲۱ز کال اسکار د ۹۳يم پړاو مراسم د دوو مياشتو لپاره وځنډول سوه. د سېنما د نړۍ د تر ټولو معتبرو جايزو مراسم چې د اسکار په نوم ياديږي د راتلونکې کال د فيبروري د ۲۸مې نېټې څخه د اپريل مياشتې ۲۵مې نېټې ته وځنډول سوه. د کرونا وېروس چې په نړۍ کې يې هر ډول فعاليتونو ته خنډونه پېښ کړه د سېنما نړۍ يې هم بې زيانه پرېنښوده. د نړۍ … نور ولولئ
په زړه پورې

په روان کال کې د باليووډ سېنما دريم لوبغاړی ومړ!

خبريال: مدثر دعوت د باليووډ سېنما مشهور فلمي ستوري سوشانت سينګ راجپوټ مړی نن په خپل کور کې پيدا سوی. د هند پوليس د سوشانت مړينه تائيدوي او ادعا کېږې چې سوشانت سينګ به ځانوژنه کړې وي. د ۳۴ کلن سوشانت مړی د ممبی په بندرا کې د هغه خپل کور په شپږم پوړ کې پيدا سویدی. پداسې حال کې چې پوليس دده مړينه ځانوژنه بولي خو د ممبی د پوليسو وياند پرانای اشوک رسنيو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په هندوستان کې د پنځوس زره کلن جهيل د اوبو رنګ ګلابي شوی دی

خبريال: مدثر دعوت د هندوستان په مهارشترا کې د يو تاريخي جهيل د اوبو رنګ ګلابي ته اوښتی دی. په تېرو څو ورځو کې د لونر په نوم جهيل چې پنځوس زره کلن تاريخي قدامت لري، د اوبو رنګ يې ګلابي شوى، خو کار پوهان لا نه پوهېږي چې ولې. کارپوهان په دې باور دي، چې د جهيل دا بدلون ممکن اوبو کې د مالګې د ډېرېدو يا هم په اوبو کې، د اوبړيو د … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د اسيا د ځغاستې اتله له څلور کلن بنديز سره مخ شوه

خبريال: مدثر دعوت د اسيا د ځغاستې اتله او د سرو زرو د مډال ګټونکې ګوماتي ماريماتو د څلور کلونو لپاره له هر ډول ورزشي فعاليت څخه منع شوه. ماريماتو چې له هندوستان هېواد څخه ده، دوه ځلې يې د ناقانونه درملو ازموينې مثبته پايله ورکړې. ويل کېږي، دې د ۲۰۰۱۹ز د ځغاستو په سياليو کې چې کوربتوب يې د قطر هېواد کوي، داسې درمل خوړلي چې د بدن قوت ډېروي او د لوبو پر … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د امريکا ښځینه فوټبال ملي لوبډلې د تور پوستو لوبغاړو څخه بښنه وغوښته

خبريال: مدثر دعوت د امريکا متحده ايالاتو ښځينه فوټبال ملي لوبډلې د ملي سرود پر مهال له ناستې څخه ملاتړ وکړ. د ښځينه‌وو د فوټبال لوبډلې د تور پوستو لوبغاړو څخه بښنه غوښتې او د دوی ملاتړ په موخه يې د فوټبال د فدراسيون څخه جدي غوښتنه کړې، چې هغه مقررات لغوه کړي چې ملي سرود ته باید لوبغاړي په هر حالت او وخت کې په احترام ودرېږي. د امريکا د فوټبال فدراسيون د راتلونکې … نور ولولئ
ټیکنالوژي

ټويټر له کارکوونکو غوښتنه کړې!

خبريال: مدثر دعوت تويټر له کاروونکو څخه غوښتنه کړې چې د مقالې تر ويلو مخکې موضوع مه ريټويټ کوئ. دې شرکت ويلي پر هغو انډرايډ يوزرونو به يوه نوې ازموينه ترسره کړي چې په انګليسي ژبه فعاليت کوي. که چېرې يو شخص وغواړي چې يوه مقاله تر ويلو او خلاصولو وړاندې ريټويټ يا هم شريکه کړي، نو پوښتنه به ترې کېږې چې ايا غواړئ چې مقاله تر شريکولو وړاندې پرانيزئ. د مقالې کتل او شريکول … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

پرون او نن ټايلينډ کې د کرونا مثبت پېښه او مړينه نده ثبت شوې

خبريال: مدثر دعوت د ټايلينډ حکومت خبر ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وایروس هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې او نه يې هم مخکنيو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. په ځينو هېوادونو کې ورځ تر بلې د کرونا وایروس پېښې په زياتېدو دي، په ځينو هېوادونو کې لکه نيوزلينډ په اونۍ کې يوه مثبته پېښه ثبتېږي، د برازيل په څېر هيوادونه د نورو هېوادونو سيلانيان تشويقوي، ځينې هېوادونه قرنطينونه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په اندونيزيا کې د کرونا پر ډېرو پېښو سربېره هوايي سفرونه پيل شول

خبریال: مدثر دعوت د اندونيزيا حکومت اعلان وکړ چې سر له نن څخه به هوايي سفرونه پيلېږي. که څه هم نن په اندونيزيا کې تر بل هر وخت د کرونا ويروس ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې، خو حکومت خپلو کورنيو الوتکو ته اجازه ورکړې چې د سختو مقرراتو په پلي کولو سره به خپل پروازونه پيلوي. د اندونيزيا د ترانسپورټ وزير بدي کاريا سمادي وايي چې د د الوتنو لپاره يې نوي مقررات وضع کړي … نور ولولئ
اقتصاد

دولت د هلمنديو بزګرانو څخه هندوانې پېري

خبريال: مدثر دعوت د هلمند د کرنې رياست مسوولين وايي چې سږ کال د هلمنديو بزګرانو څخه هندوانې رانيسي. د هلمند د کرنې د رياست مسوولين وايي چې د ملي تدارکاتو د کمېسيون له لارې غواړي د هلمنديو بزګرانو څخه هندوانې رانيسي او بيا يې د اړتيا وړ نهادونو ته په واک کې ورکړي. د هلمند د کرنې د رياست د پلان او برنامو مسوول سيد رفيع الله قلم ياران ته وويل: “د افغانستان اسلامي … نور ولولئ
خوندیتوب

په کرونا ويروس د ګنجيانو د اخته کېدو خطر تر نورو زيات دی

ژباړه او زياتونه: مدثر دعوت نوې څېړنې ادعا کوي چې ګنجيان تر نورو ډېر د کرونا ويروس د اخته کېدو له خطر سره مخ دي. د امريکا د براونِ پوهنتون څېړونکې کارلوس وامبير تلي ګراف ورځپانې ته ويلي: “بې وېښتيانو ساحه د نه اټکل شوي شدت وړاندوينه کوي…“ خو د طبابت د برخې د متخصصانو بله ډله بيا د احتياط غوښتنه کوې او وايي د دې ادعا د ثابتولو لپاره نورو څېړنو او ثبوتونو ته … نور ولولئ