ژوند بڼه

د کرونا وېروس په مثبتو پيښو کې هندوستان نړيوال ريکارډ جوړ کړ.

خبريال: مدثر دعوت هندوستان کې په يوه ورځ تر بل هر هيواد ډېري د کرونا وېروس پيښي ثبت سوې. هندوستان کې نن د کرونا وېروس ۷۸۷۶۱ مثبتي پيښې ثبت سوې چې په نړيواله کچه يې ريکارډ جوړ کړ. د جولای په ۱۶مه نېټه په امريکا متحده ايالاتو کې ۷۷۲۹۹ مثبتي پيښې ثبت سوي وې چې دا ريکارډ نن هند کې مات سو. هند د نړۍ دويم ډېر نفوس لرونکی هيواد دی چې د کرونا وېروس … نور ولولئ
رسنۍ

د سېنما د نړۍ مشهور لوبغاړی ومړ

خبريال: مدثر دعوت د سېنما د نړۍ مشهور لوبغاړی چادويک بوزمن مړ سو. چادويک ارون بوزمن چې ليکوال،لارښود او د سېنما ستوری وو ،د سرطان ناروغۍ سره د څو کلونو مبارزې وروسته ومړ. نوموړي ۱۷ کلونه په مسلکي ډول سېنما کې تېر کړه،د مارول سېنمايي نړۍ کې د بلک پنټر رول درلودی چې د هاليووډ د مشهور ترینو فلمونو څخه وو. د چادويک د مرګ خبر د هغه د کورنۍ لخوا خپور سو،دوی ويلي چې … نور ولولئ
رسنۍ

د فرانسې حکومت: هر څوک مجبور دی چې ماسک وتړي!

خبريال: مدثر دعوت د فرانسې لومړي وزير اعلان کړی چې ددې هيواد هر وګړی باید ماسک وتړي. د نړۍ اکثرو هيوادونو کې د کرونا وېروس مثبتې پيښې مخ پر کمېدو دي خو ځيني هيوادونو کې لا هم دا وېروس په شدت سره په ډېرېدو دی. د امريکا متحده ايالات،برازيل،هندوستان، سويلي افريقا او روسيه هغه هيوادونه دې چې تر بل هر هيواد د کرونا وېروس له کبله ډېر ځپل سوي دي. فرانسه د هغو هیوادونو په … نور ولولئ
رسنۍ

يو چينايي زده کوونکې خپل مور او پلار د انګلستان د سفر پخاطر وژلي

خبريال: مدثر دعوت یو زده کوونکې هغه وخت خپل پلار او مور ووژله کله چې دی د انګستان د سفر څخه منع کړ. د هوانګ ميونګ مور په هغه پوهنتون کې پروفيسوره وه چې ده پکښې زده کړې کولې او پلار يې مدافع وکيل وو. په انګلستان کې د کرونا وېروس له امله د قرنطين تر پايته رسېدو وروسته هوانګ غوښتل چې بيرته انګلستان ته ولاړ سي خو مور او پلار يې منع کړی وو. … نور ولولئ
رسنۍ

د ورزش او سېنما اړيکه: سرېش رينا د سوشانت لپاره د عدالت غوښتنه کړې

خبريال: مدثر دعوت سرېش رينا د سوشانت سينګ راجپوټ لپاره د عدالت غوښتنه کړې او وايي چې تاسو به تل زموږ په زړونو کې اوسئ. د هندوستان کريکټ پخواني لوبغاړي سرېش رينا د باليووډ سېنما د مړ سوي اداکار سوشانت سينګ راجپوټ لپاره احساساتي ياداښت ليکلی او ويلي يې دي چې د باليووډ وتلی لوبغاړی يو رښتنی الهام دی او هغه به تل د خلکو په زړونو کې ژوندی وي. د سوشانت مړی چې د … نور ولولئ
سینما او موسیقي

وسلوالو د افغان فلم پر مشهورې فلمي لوبغاړې صباسحر حمله کړې

خبريال: مدثر دعوت د افغان سېنما پر مشهورې فلمي لوبغاړې صباسحر نن سهار د ناپېژاندو کسانو له لوري وسلواله حمله سوې. د صباسحر د کورنۍ غړي وايي چې دا نن سهار د کور څخه د خپلې دندې پر لور روانه وه چې څو وسلوالو ورباندي د کابل ښار د نوي کارتې په سيمه کې حمله کړې او زخمي کړې يې ده. تر اوسه کومې ډلې ددې حملې مسوليت ندی منلي او نه هم دا انګېزه … نور ولولئ
افغانستان

هلمند کې د تاریخي ځایونو رغوونه؛ پر پينځو پروژو کار پیل شو

خبريال: مدثر دعوت هلمند کې د تاريخي ابداتو ۵ بيارغونې پروژې پيل سوې. هلمند چې يو تاريخي ولايت دی د پېړيو پېړيو راهيسې تمدنونو ترڅنګ د جګړو او نا امنيو شاهد دی چې پدې لړ کې يې د نورو اړخونو ترڅنګ تاريخي ابداتو او اثارو هم لوی زيانونه ليدلي چې يو ښه مثال يې د بست کلا ده. خو له کلونو وروسته دا موقع برابره سوه چې د هلمند پنځه مشهور ځايونه چې کابو په … نور ولولئ
افغانستان

هلمند کې د کوکنارو پر ضد ګټوره جګړه؛ بزګران وايي، دا یې ښه بدیل دی

خبريال: مدثر دعوت هلمند ولايت کې د تېلي نباتاتو کرنه زياته سوې چې بزګران يې د کوکنارو ښه بديل بولي. هلمند چې يو کرنيز ولايت دی د تېرو ۱۵ کلونو راهيسي د کوکنارو په کښت کې د نړۍ په کچه د ډېرو کوکنارو کرلو په سيمه کې راځي،که څه هم دولت هڅه کوي چې د ترياکو بديل پيدا کړي او وخت ناوخته د بزګرانو سره د اصلاح سويو تخمونو مرستې هم کوي خوبيا هم ددې … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان: د کريکټ د نړۍ ستر نوم!

ليکوال: مدثر دعوت د راشدخان نوم که په نړۍ کي يو عادي انسان هم اوري په زړه کي به يې هتماً ورته ځانګړې مينه پيدا کيږي، خو پاکستان پکښې استثنا دی! که راشدخان په افغانستان کي د ښار څخه يو لېري ولسوالۍ ته ولاړسي ، تاسو يې فرض کړئ د هلمند جګړې ځپلي موسی کلا يا واشير ولسواليو ته ،خلک به يې د ډيرې ميني په افراط کي څومره تنګ کړي که څه هم زموږ … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

سلمان خان د هر فلم څخه څومره پيسې ترلاسه کوي؟

خبريال: مدثر دعوت د فلمفير رسمي پاڼې د هر فلم پر سر د سلمان خان د معاش په اړه مالومات وړاندي کړي. که څه هم د باليووډ سېنما د ځوان ستوري سوشانت سينګ راجپوټ تر مرګ وروسته داسي تور ولګېدی چې سلمان د سوشانت د مرګ د قضيې يو اړخ دی، د سلمان خان مينوال کم سوه خو بيا هم د نړۍ په کچه بې شمېره مينوال لري. سلمان خان د باليووډ سېنما د هغه … نور ولولئ