افغانستان

اصولي: ډاکتر نجيب الله يو هيواد پاله ولسمشر وو

خبريال: مدثر دعوت د ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي وايي ډاکترنجيب الله د پاکستان او ای اس ای په مقابل کې ولاړ وو. اصولي د تېرو څو مياشتو راهيسې په دولتي ادارو کې د لوی امپراطور احمدشاه بابا د انځورونو د نصبولو لړۍ پيل کړې نن يې د ډاګتر نجيب الله د ۲۴م تلين په اړه پر خپل فيسبوک پاڼې تبصره کړې. ده ډاکترنجیب الله يو اصيل افغان ياد کړ او د نوموړې وژل … نور ولولئ
افغانستان

نبيل: ډاکتر نجيب الله هيڅکله پاکستان ته سر ټيټ نه کړ!

خبريال: مدثر دعوت د ملي امنيت پخواني عمومي رئيس او د تېرو ولسمشريزو ټاکنو نوماند رحمت الله نبيل وايي ډاکتر نجيب الله هيڅکله پاکستان ته سر ټيټ نه کړ. نبيل پداسې حال کې دا څرګندونې کوي چې نن د ګلبدين حکمتيار پلويانو د لويې جرګې په تالار کې د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکتر نجيب الله د ۲۴م تلين د لمانځلو مخه ونيوله. رحمت الله نبيل پر خپلې فيسبوک پاڼې ليکي: ” دا به انصاف … نور ولولئ
سینما او موسیقي

شاهرخ خان په يوه فلم کې په ۲ څېرو راښکاره کېږي

خبريال: مدثر دعوت د باليووډ باچا يو ځل بيا راګرځي. د ۲۰۱۸ز کال راهيسي د باليووډ باچا شاهرخ خان هيڅ فلمي پروژه نده لاسليک کړې او لا يې هم مينوال په انتظار کي دي. خان به دا ځلې د جنوبي هند د سېنما د پياوړي فلمونو جوړړونکې اتلي کمار په فلم کې کار وکړي. د ممبی مېرور د خبر له مخې اتلي کمار د شاهرخ سره موافقې ته رسېدلی او ډېر ژر به ددې نوې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

افغانانو ته په پښتو ژبه د پريتي زينتا ځانګړی پيغام

خبريال: مدثر دعوت پريتي زينتا يوځل بيا په پښتو ژبه خبرې کړي. د باليووډ سېنما نوموتې لوبغاړې پريتي زينتا چې په هندوستان پريمرلېګ کې د کينګز ايليون پنجاب لوبډلې مالکه ده تېره شپه يې په پښتو ژبه پيغام خپور کړی. دې د ويډيو سره ليکلي چې زه پدې لټه کې يم چې هر کال ای پي ایل کې د کريکټ ترڅنګ نوي څه زده کړم,زه هڅه کوم چې ښايسته پښتو ژبه په ښه ډول ياده … نور ولولئ
رسنۍ

د اماراتو لخوا کلکتې لوبډلې ته ځانګړی ښه راغلاست+ويډيو

خبريال: مدثر دعوت د عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې لپاره ځانګړي ښه راغلاست مراسم ترسره سوه. د ای پي ايل سياليو په دوام نن ماښام شپږ نيمي بجې کلکته نائټ رايډرز او ممبی انډيانز لوبډلې سره مخ کېږې. تاسو ته مالومه ده چې روان ای پي ايل ليګ په عربي اماراتو کې ترسره کېږي چې تر اوسه يې څلور لوبې ترسره سوي. نن ماښام د کلکتې لومړنۍ لوبه ده … نور ولولئ
افغانستان

ارين خان: د احمدشاه بابا سپکاوی د ټولو افغانانو او تاريخ سپکاوی دی.

خبريال: مدثر دعوت د افغانستان مشهوره څېره ارين خان وايي د معاصر افغانستان بنسټګر او د لوی امپراطور احمدشاه بابا لمسيانو ته يو ږغ، يو آواز او غبرګون پکار دی. وروسته له هغې چې د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش په باميانو کې د طالبانو او د ۲۳۰ کلونو وړاندې حکومتونه سره پرتله کړه او د سدوزيو او محمدزيو حکومتونه يې د ديکتاتورۍ او استبداد څخه جوړ بللي وه چې دده په وينا د خلکو … نور ولولئ
افغانستان

د افغانستان په اړه د چينايانو نظرونه

ليکوال: مدثر دعوت چينايان د افغانانو په اړه بيلابېل نظرونه لري. يوه چينايي مېرمن چې د نامه مانا يې په پښتو کې د چين غوټۍ ده د افغانستان سره خورا ډېره مينه لري او هر کله پر خپل شخصي فیسبوک اکاونټ په پښتو ژبه د افغانستان او چين طبیعت،تاریخ او ورځني مالومات بيانوي. د چين غوټۍ د چين د نړيوالې راډيو د پښتو څانګې خبرياله ده او پښتو ژبه په پوره فصاحت او بلاغت سره … نور ولولئ
رسنۍ

پريتي زينتا د ای پي ايل لوبڅارانو ته په غوصه ده

خبريال: مدثر دعوت د پنجاب لوبډلې مالکي پريتي زينتا د ای پي ایل پر لوبڅارانو نيوکه کړې. د ۲۰۲۰ز هندوستان پرېمرليګ په دويمه لوبه کې ډهلي کاپيټلز او کينګز ايليون پنجاب لوبډلې سره مخ سوې چې لوبه په سوپر اوور کې د ډهلي لوبډلې وګټله. د دويمې پاړۍ د ۱۹م اوور په درېيم توپ سره منايک اګروال او کريس جوردن دوې منډې وکړې خو لوبڅار نيتن مينون وويله چې جوردن بېټ تر ليکې ندی رسولی … نور ولولئ
سپورټ

ګاتم ګمبير: حيدر اباد لوبډله د نبي په ارزښت نه پوهېږي!

خبريال: مدثر دعوت ګاتم ګمبير وايي که محمدنبي د حيدر اباد پرځای د بلې لوبډلې سره وای نو ټولو ۱۴ لوبو کې به لوبېدلای. د هندوستان کريکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي ګاتم ګمبير د سټار سپورټس شبکې سره په مرکې کې ويلي چې سنرايزرز حيدر اباد لوبډله د محمد نبي په ارزښت نه پوهېږي،او باید ددې لوبډلې سره نه وای. ګاتم ويلي چې نبي که څه هم په کارابين لېګ کې ښې لوبې وکړې خو … نور ولولئ
رسنۍ

ټايګر شروف د رامبو فلم يو ځل بيا جوړوي

خبريال: مدثر دعوت ټايګر شروف غواړي د رامبو فلم يوځل بيا جوړ کړي. رامبو د امريکايي فلمونو د لړۍ نوم دی چې مرکزي لوبغاړی يې سيلويسټر سټالون وو او په ۵ برخو کې جوړ سويدی. دا فلم د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۲ز کې جوړ سوی چې د لړۍ پنځمه برخه يې په ۲۰۱۹ز کې خپره سوه. د باليووډ سېنما ځوان لوبغاړی چې پدې وروستيو وختو کې يې يوازې اکشن فلمونو ته وخت ورکړی غواړي … نور ولولئ