سپورټ

د کلکتې د مينوالو لپاره ښه خبر:سونيل نارين بيرته راځي

خبريال: مدثر دعوت د سونيل نارين توپ اچوونه قانوني وبلل سوه. د کلکتې نائټ رايډرز لوبډلې الراونډر لوبغاړی سونيل نارين چې د پنجاب په وړاندې يې د توپ اچوونې اکشن غير قانوني بلل سوی وو، د ای پي ايل د شکمن بالينګ کمېټې د نارین توپ اچوونه بيرته قانوني وبلله او د غير قانوني توپ اچوونې د ليست څخه يې و ايستی. د پنجاب په وړاندې ۲۴مه لوبه کې کلکتې د ۲ منډو په توپير … نور ولولئ
رسنۍ

دنېش کارتيک پر نيمه لاره د لوبډلمشرۍ څخه لېري کړل سو

خبريال: مدثر دعوت ايون مورګن د کلکتې نوی لوبډلمشر وټاکل سو. په روان ای پي ايل ليګ کې دنېش کارتيک تر نن پورې د کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې لوبډلمشر وو خو ددې لوبډلې مسولينو دا واک ايون مورګن ته ورکړ. کارتيک ويلي چې دا پرېکړه به دده سره مرسته وکړي ترڅو پر خپلې توپوهنې تمرکز وکړي. د کلکتې لوبډلې اجرائوي رئيس وينکي ميصور ويلي چې کارتيک يو بريالی لوبډلمشر وو خو داچې مورګن د نړيوال … نور ولولئ
رسنۍ

د ټنډولکر لور په ګوګل کې د ګېل مېرمن ده

خبريال: مدثر عوت ګوګل د هندوستان کريکټ پخواني لوبغاړي سچن ټنډولکر لور سارا ټنډولکر د شبمان ګېل مېرمن يادوي. که تاسو په ګوګل کې د راشدخان د مېرمنې په اړه پلټنه وکړئ نو سمدستي به د انوشکا شرما نوم درته راوړي په داسې حال کې چې هغه د هندي کريکټ لوبډلې د لوبډلمشر ويرات کوهلي مېرمن ده.خو اوس په ټولنيزو رسنيو کې يوه بله موضوع ګرمه ده،هغه داچې که د کلکتې نائټ رايډرز لوبډلې د … نور ولولئ
افغانستان

هلمند کې د ټکر له کبله دوې بلک هاک هليکوپټري سوځېدلي

خبريال: مدثر دعوت د هلمند ولايت په ناوې ولسوالۍ کې د دوو الوتکو ټکر سره کړی او سوځېدلي دي. د تېرې يکشنبې راهيسي د هلمند ولايت په بيلابيلو سيمو کې جګړه په شدت روانه ده. د لښکرګاه ښار څلورمه حوزه “باباجی” په مکمل ډول د وسلوالو طالبانو لاس ته لوېدلې،په دريمه او لسمه حوزه کې يې لاهم جګړه روانه ده. که څه هم د نادعلي ولسوالۍ يوازې مرکز د افغان حکومت تر ولکې لاندې دی … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په ګوګل کې انوشکا د راشدخان مېرمن ده

خبريال: مدثر دعوت که ګوګل وپلټئ چې د راشد خان مېرمن څوک ده، نو پايله به يې انوشکا شرما وي. انوشکا شرما د باليووډ سېنما اداکاره ده او د هندوستان کريکټ لوبډلې د لوبډلمشر ويرات کوهلي مېرمن ده چې په افغانستان کې هم ډېر مينه‌وال لري. انوشکا مشهوره څېره ده او ويرات هم په نړيواله کچه په ميلیونونو مينه‌وال لري نو بيا ولې ګوګل انوشکا د راشدخان مېرمن ښيي، په داسي حال کې چې انوشکا … نور ولولئ
سپورټ

نن په ایل پي ايل کې د کلکتې او بنګلور لوبه ده

خبريال: مدثر دعوت د هندوستان پرېمرليګ په لړ کې نن ماښام شپږ نيمي بجې د کلکتې او بنګلور لوبه ده. په هندوستان پريمر ليګ کې تر اوسه پورې ۲۷ لوبې ترسره سوي چې ممبی انډينز او ډهلي کاپيټلز د لوبو په ګټلو کې تر ټولو مخته دي. نن ۲۸مه لوبه د بنګلور او کلکتې ترمنځ ده، دواړو لوبډلو په ۶ لوبو کې ۴ څلور ګټلي، کلکته د جدول په دريم او بنګلور څلورم ځای لري. … نور ولولئ
افغانستان

اريانا سعيد: طالبانو ته په قطر کې کنسرت ورکوم

خبريال: مدثر دعوت سندرغاړي او د بشر د حقونو فعالې اريانا سعيد ويلي چې که طالبان وغواړي په قطر کې کنسرت ورکوي. د افغانستان د ستراتيژيکو مطالعاتو د انيستېتوت او نوروز راديو په جوړه سوې انلاين غونډه کې چې ” د افغانستان سوله او د ښځو حقوق” تر عنوان لاندې جوړه سوې وه ،د طالبانو سره د افغان حکومت د سولې تر تړون وروسته د ښځو د حقونو د ساتنې او د دوی په وړاندې … نور ولولئ
رسنۍ

تاج ملوک عالم: نجيب ترکې سره زياتی کېدی!

خبريال: مدثر دعوت د افغانستان کريکټ ملي لوبډلې لومړنی کوچ او بنسټ ګر تاج ملوک عالم وايي د نجیب ترکي سره يقيناً زياتي وسو. نجيب الله ترکی چې د روانې اکتوبر په دويمه نېټه د ټکر له امله سخت ژوبل سو د دوشنبې په ماښام يې ساه ورکړه او د سې شنبې په ورځ ننګرهار کې په خپله پلرنۍ هديره کې ښخ کړل سو. د نجيب ترکې په مرګ د ولسمشرۍ ماڼۍ ترڅنګ، افغان سياسيونو،کريکټرانو … نور ولولئ
افغانستان

وروسته تر ۱۸ کلونو په چاه انجير سيمه کې د نجونو ښوونځی پرانيستل سو

خبريال: مدثر دعوت د هلمند ولايت، نادعلي ولسوالۍ اړوند چاه انجير سيمه کې د نجونو لپاره ښوونځی پرانيستل سو. چاه انجير هغه سيمه ده چې څو ورځې وړاندې ترې د جګړې خبرونه اوريدل کېدله خو نن يوځل بيا د پرمختګ او ابادۍ خبرونه راځي. د ولسمشر محمد اشرف غني په ځانګړې لارښوونه د ښار جوړوونې وزارت په بودیجه د ۲۶ میلونه او ۴ لکه افغانیو په ارزښت په دوه پوړه کې د نجونو يو باب … نور ولولئ
افغانستان

د نجیب الله ترکې د مړينې په اړه د ارګ غمشريکي

خبريال: مدثر دعوت ولسمشر غني: د نجيب ترکې مړينه د افغانستان او کرکټ لپاره یوه لویه ضایعه ده. وروسته له هغې چې د افغانستان کريکټ ملي لوبډلې اوپنر توپوهونکې نجيب الله ترکي څو ورځې وړاندې د ټکر له امله سخت ژوبل سو ، تېره شپه يې د ۲۹ کلونو په عمر ساه ورکړه. د نجیب مړينه د کريکټرانو ترڅنګ عامو افغانانو هم د کريکټ لپاره يوه ستره ضايع وبلله. د هيواد جمهور رئيس محمد اشرف … نور ولولئ