رسنۍ

راشدخان په ای پي ايل کې نوی ريکارډ جوړ کړ

خبريال: مدثر دعوت راشدخان د ای پي ايل د غوره توپ اچوونې ريکارډ جوړ کړ. د ای پي ايل ليګ په ۴۷مه لوبه کې شپه حيدر اباد او ډهلي سره مخ سوله.سنرايزر حيدر اباد وکولای سوه چې د ۸۸ منډو په توپير ډهلي کاپيټلز لوبډلې ته ماته ورکړي. راشدخان وکولای سوه چې په خپلې غورې توپ اچوونې سره يو غوره ريکارډ په خپل نوم ثبت کړي .نوموړي په ۴ اوورونو کې يوازي ۷ منډې ورکړي … نور ولولئ
سپورټ

نن د پنجاب او کلکتې ترمنځ مهمه لوبه ترسره کېږي

خبريال: مدثر دعوت په ای پي ايل ليګ کې نن ماښام ۰۶:۳۰ بجې کلکته او پنجاب سره مخ کېږي. تر دې مهاله ممبی ، ډهلي او بنګلور په ۱۱ لوبو کې ۷ ګټلې او ۱۴ نومرې لرې،کلکتې په ۱۱ لوبو کې ۶ ګټلي او ۱۲ نومرې لري، پنجاب په ۱۱ لوبو کې ۵ ګټلي او ۱۰ نومرې لري، راجستان په ۱۲ لوبو کې ۵ ګټلي او ۱۰ نومرې لري،حيدراباد بيا په ۱۱ لوبو کې ۴ … نور ولولئ
سپورټ

پنجاب په مهمه لوبه کې حيدر اباد ته ماته ورکړه

خبريال: مدثر دعوت د ای پي ايل سياليو په لړ کې پنجاب د ۱۲ منډو په توپير حيدر اباد ته ماته ورکړه. اوس د ای پي ايل هغه پړاو لوبې پيل سوي چې د هرې لوبې ګټل يې د لوبډلو لپاره ډېر مهم دي.، ځکه ممبی،ډهلي او بنګلور هڅه کوي ځان د جدول په سر کي راولي خو پنجاب، حيدراباد او راجستان غواړي په غوره څلورو لوبډلو کې ځانونه راولي، همدارنګه کلکته بيا کوښښ کوي … نور ولولئ
سپورټ

د سريلانکا کريکټ ليګ د افغان لوبغاړو په شتون کې يوه مياشت وروسته پيليږي

خبريال: مدثر دعوت د سريلانکا کريکټ ليګ د راتلونکې نومبر مياشتې په ۲۲مه نېټه پيليږي. د سريلانکا کريکټ ليګ چې د لانکا په نامه يادېږي، ډېر کلونه ورباندې بحث کېدی چې بلاخره یې د پيلېدو نېټه مالومه سوه. دې ليګ کې ۵ لوبډلې دي او ۲ افغان لوبغاړې هم پکښې اخيستل سويدي. نوين الحق به د کنډي تسکرز لوبډلې او حضرت الله ځاځی به د ګلي ګلاډياټورز لوبډلې لپاره ولوبېږي. د کريس ګېل،ډېويډ ملان،کولن انګرام،انډري … نور ولولئ
رسنۍ

نيوزلينډيان اجازه لري چې نړيوال کريکټ له نيږدې وګوري.

خبريال: مدثر دعوت د نيوزلينډ کريکټ بورډ اعلان وکړ چې د کريکټ مينوال کولای سي راتلونکې لوبې له نيږدې وګوري. پاکستان کريکټ لوبډله د روان کال په وروستيو کې نيوزلينډ ته ځي او هلته د کوربه لوبډلې سره شل اووريزې او ټيسټ لوبې ترسره کوي. تر کرونا ويروس وروسته د کريکټ ټولې لوبې د مينوالو په نه شتون کې د بندو دروازو ترشا پيل سوې چې لاهم په همدې حالت کې دوام لري. خو د … نور ولولئ
سپورټ

د شاهد افريد او ناديې ۲۰ کلنه ملګرتيا

خبريال: مدثر دعوت شاهد افريدي د خپلې ميرمنې سره د واده شلمه کليزه ولمانځله. شاهد افرېدی د کريکټ د نړۍ يو ډېر ستر نوم دی چې په بوم بوم او لالا سره تم مشهور دی. افرېدی د پاکستان کريکټ ملي لوبډلې خورا بريالی لوبډلمشر وو،نوموړی ددې ترڅنګ چې پياوړی الراونډر وو جذابه څېره هم لري چې په نړيواله کچه ډېر زيات مينوال لري. افرېدی اوس د ۴۰ کلونو په عمر دی،په ۱۹۸۰ز کې د خيبر … نور ولولئ
رسنۍ

پريتي زينتا ۲۰ ځلې د کرونا وېروس ازموينه ورکړې

خبريال: مدثر دعوت د باليووډ سېنما ښځينه اداکاره پريتي زينتا وايي ۲۰ ځلې يې د کرونا وېروس ازموينه ورکړې. پريتي زينتا اوس مهال په عربي اماراتو کې ده او هر کله د ای پي ايل لېګ په لړ کې د خپلې لوبډلې “کپنګز ايليون پنجاب” د لوبو د تشويق لپاره لوبغالې ته ورځي. د کرونا وېروس په خاطر ای پي ايل د هندوستان پرځای په عربي اماراتو کې د مينوالو په نشتون کې ترسره کېږي … نور ولولئ
سپورټ

د پنجاب بريا،او مخکښو لوبډلو ته يې خبرداری

خبريال: مدثر دعوت پنجاب لوبډلې ډهلي کاپيټالز ته په ۵ ويکټو ماته ورکړه. د ای پي ايل په ۳۸مه لوبه کې ډهلي د لوبې پچه وګټله او پنجاب ته يې د توپ اچوونې بلنه ورکړه. د ډهلي لپاره شيکر داون سليزه ووهله او ورپسې شرياس اير ۱۴ منډې وکړې،په ۵ ويکټو يې ۱۶۵ منډې هدف وټاکی. د پنجاب لپاره محمدشمې ۲، نيشم،مورګن اشوين او مکسويل يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه. د ۱۶۵ منډو هدف پنجاب … نور ولولئ
رسنۍ

ای پي ايل: يوه شپه، دوې لوبې،درې سوپر اوورونه

خبريال: مدثر دعوت پرون په ای پي ايل ليګ کې دوې لوبې ترسره سوې. په لومړۍ لوبه کې کلکتې په سوپر اوور کې حيدر اباد ته ماته ورکړه او په دويمه لوبه کې پنجاب تر دویم سوپر اوور وروسته ممبی ته ماته ورکړه. تر ټولو جالبه داده چې دواړې لوبې په سوپر اوورونو سره پایته ورسېدې او دا د ای پي ايل په تاريخ کې لومړی ځل دی چې په یوه شپه درې سوپر اووره … نور ولولئ
سپورټ

نن نړيوال کريکټ ته د راشدخان د راتګ ورځ ده!

ليکوال: مدثر دعوت د ۲۰۱۵ز په همدې ورځ نړيوال کريکټ ته يوه نوې څېره او نوی نوم را څرګند سو. راشدخان راغی، قوي ريکارډونه يې جوړ او مات کړه،او د افغانستان کريکټ ته يې د نړۍ توجه زياته کړه. د زيمبابوې په وړاندي د ۲۰۱۵ز کال د اکتوبر مياشتي په ۱۸مه نيټه يې لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه ترسره کړه,هماغه لوبه کې يې ۱۰ اوورونه ترسره کړه، دوې ويکټي يې ترلاسه کړې ،يو يې ميډن … نور ولولئ