رسنۍ

د کريکټ د تاريخ د ډېرو لوبو ريکارډ

ليکوال: مدثر دعوت هغه ۱۰ کريکټران چې د نړيوال کريکټ په تاريخ کې يې تر ټولو ډېري لوبې کړي. د کريکټ تاريخ د پېړيو مخيینه لري خو ځيني لوبغاړي يې هيڅکله نه هېرېږي،ځکه په وړتيا او ښې کارګردګۍ سره د ډېر وخت لپاره ورته په لوبډله کې اړتيا ليدل سوې او په سلګونو لوبې يې کړي. نيوزلينډي ټايلر د خپل هيواد لپاره د ډېرو نړيوالو لوبو کولو ريکارډ خپل کړ،دې ته به وروسته کتنه کوو … نور ولولئ
رسنۍ

د چاهال نوی ژوند او د يوې مشهوري نجلۍ سره يې واده+انځورونه

خبريال: مدثر دعوت هندوستاني کريکټر يوزويندرا چاهال د عاشقۍ تر دوران وروسته د دانا شري ورما په نوم نجلۍ سره واده وکړ. هندۍ کريکټ لوبډله اوسمهال په اسټراليا کې ده او نن يې دويمه ټيسټ لوبه وه،چاهال تر شل اووريزو او يو ورځنيو لوبو وروسته بيرته هندوستان ته ولاړی او د خپل نوي ژوند پيل يې وکړ. چاهال په تنه ټيټ دی او ښايسته هم ندی، بلخوا بيا د ژوند جوړه یې ورسره په قد … نور ولولئ
رسنۍ

شاپور ځدران: د ميليون جام پخاطر کريکټ بورډ راسره قرار داد لغوه کړ

خبريال: مدثر دعوت شاپور ځدران وايي کريکټ بورډ په شخصي ګټي پسې ګرځي. د افغان کريکټ ملي لوبغاړی شاپور ځدران چې دوې مياشتي وړاندې يې د ميليون جام د تجارتي لېګ د جوړېدو تکل وکړ نن يې پر ټولنيزو رسنيو د کريکټ بورډ د ادارې څخه شکايت کړی او ليکلي يې دي چې نه مې بورډ میلیون جام ته پرېږدي او نه مې هم نړيوال کريکټ ته. شاپور ځدران پر خپل فيسبوک پاڼې ليکي: ((میلیون … نور ولولئ
رسنۍ

لس اووريز لېګ څلورم پړاو کې شهزاد،ګېل او افرېدی يو ځل بيا لوبېږي

خبريال: مدثر دعوت د محمد شهزاد په ګډون د شل اووريز کريکټ غوره لوبغاړي په لس اووريز لېګ کې لوبېږي. د عربي اماراتو څلورم پړاو کريکټ ليګ د راتلونکې کال جنوري مياشتي په ۲۸مه پيليږي چې اته ورځي به دوام وکړي. پدې ليګ کې اته لوبډلې دي چي په دوو ګروپونو ويشل سويدي. هره لوبډله کوښښ کوي ترڅو د نورو کلونو هغه لوبغاړي يوځل بيا واخلي چې د دوی لپاره يې ښه پايله ورکړې وي، … نور ولولئ
رسنۍ

کريکټ بورډ: د اسټراليا سره ټيسټ لوبه شايد يوکال وروسته ترسره سي

خبريال: مدثر دعوت کريکټ بورډ وايي د افغانستان او اسټراليا ترمنځ يوازنۍ ټيسټ لوبه د راتلونکې کال په نومبر مياشت کې ترسره کېږي. روان ۲۰۲۰ز چې اوس يې وروستۍ سلګۍ دي د کرونا وېروس له کبله پکښې د ژوند د هر اړخ ترڅنګ څو مياشتې پرلپسې ورزش هم په ټپه ودرېدی،خو اوس داسي ښکاري چې هرڅه بيرته عادي حالت ته راګرځېدلي. د کريکټ د نړيوالې شورا د پلان سره سم باید د افغانستان او اسټراليا … نور ولولئ
رسنۍ

ښځينه کريکټ او افغانستان

ليکوال: مدثر دعوت د کريکټ په بشپړ غړيتوب لرونکو هيوادونو کې يوازنی هيواد چې تر اوسه د ښځينه کريکټ رسمي لوبډله نلري هغه افغانستان دی. له بله اړخه د افغانستان د نارينوو کريکټ لوبډله هم د هغو هيوادونو په وړاندې چې موږ يې سيالان يوو او اوږه ورسره وهلای سو ډېره ځوانه ده. د هيواد په ګوټ ګوټ کې اوس هم د کريکټ په وړاندې ډېر منفي ذهنيتونه شتون لري، څوک يې د شيطان،څوک يې … نور ولولئ
رسنۍ

پاکستان د زيمبابوې کريکټ لوبډله خالي لاسونه رخصت کړه

خبريال: مدثر دعوت پاکستان د زيمبابوې څخه شل اووريزو لوبو لړۍ هم وګټله. د زيمبابوې کريکټ ملي لوبډله پاکستان ته د يو ورځنيو او شل اووريزو لوبو د لړيو لپاره تللې وه خو بيرته خپل هيواد ته تش لاسونه ستنه سوه. پاکستان د زيمبابوې څخه د يو ورځنيو لوبو لړۍ څخه دوې لوبې وګټلې او یوه لوبه زيمبابوې وګټله. د يو ورځنيو لوبو تر سيريز وروسته پاکستان د شل اووريزو لوبو سېريز هم وګټی، زيمبابوې … نور ولولئ
سپورټ

ممبی انډينز د پنځم ځل لپاره د ای پي ايل جام پورته کړ!

خبريال: مدثر دعوت ممبی تېره شپه ډهلي ته ماته ورکړه او د ۲۰۲۰ز ای پي ايل ليګ سياليو اتلولي يې خپله کړه. د لوبې پچه ډهلي وګټله ، د توپوهنې پريکړه يې وکړه او په پوره ۲۰ اوورونو کې يې ۱۵۶ منډې وکړې. د ډهلي لپاره شرياس اير ۶۵ او ريشب پنت ۵۶ منډې وکړې. د ممبی توپ اچوونکو خورا بريدګره توپ اچوونه ترسره او د لوبې په پيل کې يې د ډهلي د توپ … نور ولولئ
رسنۍ

په سږکال ای پي ايل کې د راشد او نبي لاسته راوړنې

خبريال: مدثر دعوت په ۲۰۲۰ز ای پي ايل ليګ کې راشدخان خورا ښه وځلېدی خو محمدنبي د خپل بخت څخه ناهيلی وو. سنرايزر حيدراباد لوبډله چې د ۴ کلونو راهيسې ورسره دوه افغان لوبغاړې راشدخان او محمد نبي لوبېږي، سږکال يې تر پلې اف پورې ځان ورسوی،خو په نيمه پايلوبه کې يې د ډهلي په وړاندې ماته وخوړه او د پايلوبې څخه پاته سوه. محمدنبي سږکال يوازې يوه لوبه کې ولوبېدی،په څلورو اوورونو کې يې … نور ولولئ
سینما او موسیقي

حکومت د کابل تاريخي سېنماوې له منځه وړي

خبريال: مدثر دعوت د کابل ښاروالۍ د ولسمشر د لومړي مرستيال په هدايت سره د کابل د ۲ مشهورو سينماوو د له منځه وړلو کار پيل کړی. د پارک سېنما چې د شهر نو په پارک کې موقعيت لري د له منځه وړلو چارې يې پيل سوي او ورسره سم مدني فعالانو، فرهنګيانو او بيلابيلو چارواکو ددې سېنما د ورانولو په اړه غبرګونونه ښودلي. د پارک سېنما د ۵۰مې لسېزې په وروستيو کې د سردار … نور ولولئ