سینما او موسیقي

د روان کال ترپايه د مشهورو هندي فلمونو د خپريدا نېټې

د ۲۰۲۱ز هندي فلمونو د ريليز نېټې په ډاګه سوې. تېر ۲۰۲۰ز د هندي سينما لپاره د تاريخ ترټولو بدتر او ناهيلی کال وو،له يوې خوا د کرونا وېروس له کبله په سېنماوو کې د فلمونو پرنشر بنديز ولګېدی او د شوټينګ چاري په ټپه ودرېدلې ،له بلي خو بيا باليووډ درې پياوړي اکټران «عرفان خان،ريشي کپور،سوشانت سينګ راچپوټ» له لاسه ورکړه. خو سږکال يوځل بيا سينماوي پرانيستل سوې او د فلمونو کتلو ته خلک … نور ولولئ
سپورټ

د سويلي افريقا کريکټ بورډ دوه نوي لوبډلمشران وټاکل

د سويلي کريکټ بورډ اعلان وکړ چې د ټيسټ،يو ورځنيو او شل اووریزو لوبو لپاره يې لوبډلمشران ټاکلي. د سويلي افريقا کريکټ لوبډلې مخکنی لوبډلمشر کوينټن ډيکوک وو خو په يوې نوې پرېکړه کې ډيان ايلګر د ټيسټ ،همدارنګه ټيمبا باوما د يو ورځنيو او شل اووريزو لوبو لوبډلمشران ټاکل سويدي،بواما به د ټیسټ کريکټ مرستيال لوبډلمشر هم وي. د سويلي افريقا کريکټ بورډ ويلي چې باوما به د ۲۰۲۱، ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ز نړيوالو جامونو … نور ولولئ
روغه سټه

ډهوني يو ځل بيا د مينوالو په منځ کې

مهندرا سينګ ډهوني د راتلونکي پړاو هندوستان پريمرليګ لپاره چمتوالی ښودلی دی. نوموړی د چينای ښار ته رسېدلی دی او د مارچ په نهمه نېټه به د خپلو نورو ملګرو سره تمريناتي کمپ پيل کړي. د چينای سوپرکينګز لوبډلې دويم باتجربه لوبغاړی سرېش رينا به راتلونکې اونۍ د تمریناتي کمپ سره يوځای سي. د سوپرکينګز اجرائيوي رئيس کاسي ويشوانتن ويلي چې د مارچ په ۱۹مه نېټه به د لوبډلې مشر روزونکی سټيپن فليمينګ، د توپ … نور ولولئ
سینما او موسیقي

هغه لوبغاړی چې تر مرګ وروسته يې جائزه وګټله

د بلک پنټر فلم مشهور امريکايي اداکار چادويک بوزمن ته تر مرګ وروسته د غوره اداکار جائزه ورکړل سوه. د هاليووډ سېنما مشهور اداکار چادويک بوزمن چې د تېر کال د اګسټ مياشتې په ۲۸مه نېټه د سرطان ناروغۍ سره تر مسلسلې مبارزې وروسته ومړ،د ګلډن ګلوب په ۷۸مې دورې ننداره کې تر مرګ وروسته د غوره لوبغاړي جائزه ورکړل سوه. بوزمن ته دا جائزه په بلک باټم ماريني فلم کې د ښې اداکارۍ پخاطر … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د اجی ديوګن او سنجی ليلا ملګرتيا بيا تازه کېږي

تر ۲۲ کلونو وروسته اجی ديوګن د فلمي لارښود سنجی ليلا بنسالي په فلم کې بيا را څرګندېږي. د باليووډ سېنما مشهور اداکار اجی ديوګن به د سنجی بنسالي په “ګنګوبای کټيواړي” نامه فلم کې رول ولوبوي چې د شوټينګ چاري يې ډېر ژر پيلېږي. پدې فلم کې اجی ديوګن ته لنډ او تاثري رول ورکول سوی دی. د ګنګوبای فلم اصلي رول د عاليې بټ دی چې په کشرتوب کې فاحشه وي بیا وروسته … نور ولولئ
سینما او موسیقي

فرهاد دريا:په پښتو موسیقي کې،د بدلون وخت را رسیدلی دی

افغان سندرغاړی فرهاد دريا وايي پښتو موسيقۍ لا تر اوسه هم د خپلو سيالو موسيقيو په پرتله وده نده کړې. دريا وايي د پښتو موسيقيو د لومړني ثبت څخه تر ۱۲۰ کلونه ډېر تېر سوي خو منظم کار ندی ورته سوی. فرهاد دريا ليکي: ((په پښتو موسیقي کې له لومړني ثبت شوي اثر څخه کابو ١٢٠ کاله تیریږي. په دې دومره وخت کې، په پښتو موسیقي کې ډیر لوی هنرمندان تیر شوي دي، تلپاتي او … نور ولولئ
سینما او موسیقي

اميتابچن د فوټبالر په څيره کې راڅرګندېږي

د باليووډ سېنما شهينشاه اميتابچن د فوټبال لوبډلې د روزونکي په حيث يوځل بيا سېنما ته مخه کوي. “ژوند” د هغه فلم نوم دی چې په هند کې د کوڅو د فوټبال بنسټ ايښودونکي “ويجی بارس” پر ژوند او کار يې کيسه جوړه ده. پدې فلم کې ميتابچن ته د فلم مرکزي رول ور دغاړي دی. دا فلم د فوټبال د يوه روزونکي کيسه بيانوي ،چې په کوڅو کې ماشومان فوټبال ته تشويقوي او بيا … نور ولولئ
پوهنه

د هلمند په بغني کې وروسته له ۴۰ کلونو زده کوونکي ښوونځي ته ځي

د هلمند د پوهنې رياست مسولين وايي چې تر ۱۳۵۸ ه ش کال راوروسته وتوانېدل چې په لومړي ځل په بغني ولسوالۍ کې ښوونځی پرانيزي. هلمند د افغانستان تر ټولو نا امنه ولايت دی چې په رسنيو کې يې تر ټولو ډېر خبرونه د مرګ ژوبلې اړوند وي، خو په همدې حالت کې بيا هم د ماشومانو او ځوانانو د زده کړو بهير ورځ تر بلې ښه کېږي او د پوهې د ترلاسه کولو نوي … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د کټرينا د خور لومړنی فلم

د باليووډ سېنما د مشهوري اداکاري “کټرينا کيف” د خور “ايسابلي کيف” لومړنی فلم په مارچ مياشت کې ریلېز کېږي. هندي رسنيو او د سينما مبصر “تران ادراش” خبر ورکړی چې د “ايسابلي کيف” او “سورج پنچولې” فلم چې د “ټايم اف ډانس” په نامه دی، د راتلونکې مارچ مياشتې په ۱۲مه نېټه خپرېږي. ددې فلم کيسه پر رقص او ډانس راګرځي ،فلم پوهانو د کټرينا د خور رول ستايلی او ويلي يې دي چې … نور ولولئ
افغانستان

د افغانستان په زندانونو کې د افغان او بهرنيو بنديانو شمېر

د افغانستان د محبسونو د چارو تنظيم ادارې په زندانونو کې د بنديانو ارقام خپاره کړي دي. د بي بي سي د خبر له مخې د هيواد په ټولو محبسونو کې ۲۹۲۴۸ کسان بنديان دي چې ۱۶۴۴۶ کسان نارينه او نورې ښځي دي. د افغانستان په ټولو محبسونو کې ۲۸۱۲۵ افغان بنديان شتون لري چي د هغوی له ډلي ۳۶۹۳ بنديان د وسلوالو طالبانو اړوند دي. د زندانونو د چارو د تنظيم اداره وايي چې … نور ولولئ