سپورټ

د هندوستان او انګلستان پاته لوبې د تړلو دروازو تر شا ترسره کېږي

د انګلستان او هندوستان ترمنځ پاتې ۳ شل اووريزي لوبې د کرونا وېروس له کبله د تړلو دروازو ترشا ترسره کېږي. د ګجرات د کريکټ ادارې ويلي چې د ټيکټ رانيوونکو روغتيايي اصول نه مراعتوله نوځکه نور مينوال لوبې د نيږدې څخه نسي کتلای. د ګجرات د کريکټ د ادارې وياند دانراج ناتواني ويلي ،هغو کسانو چې د پاتو ۳ لوبو لپاره ټيکټونه اخيستي موږ ورته يوه پاليسي جوړوو تر څو د هغوی پيسې بيرته … نور ولولئ
سپورټ

ويسټ انډيز د سريلانکا څخه وروستۍ يو ورځنۍ لوبه هم وګټله

د ويسټ انډيز او سريلانکا کريکټ لوبډلو ترمنځ درېمه يو ورځنۍ لوبه تېره شپه ترسره سوه. د ۳ يو ورځنيو لوبو د لړۍ درې سره لوبې ويسټ انډيز وګټلې او ميلمه لوبډلې په خالي لاس لړۍ پايته ورسوله. د لوبې پچه ويسټ انډيز وګټله او سريلانکا کريکټ لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه. سريلانکايانو د ۶ ويکټو په زيان سره ۲۷۴ منډي وکړې. ډيسلوا ۸۰، اشين بنډرا ۵۵، ګوناتيلکا ۳۶ او کرونارتني ۳۱ منډي … نور ولولئ
سپورټ

هندوستان د انګلستان څخه دويمه لوبه وګټله

هندۍ کريکټ لوبډلې په دويمه شل اووريزه لوبه کې انګلستان ته ماته ورکړه. د ۵ شل اووريزو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه انګلستان ګټلې وه خو دويمه لوبه کې هندوستان بيرته ترې خپل غچ واخيستی. په دويمه شل اووريزه لوبه کې ويرات کوهلي يوځل بيا ښه لوبه وکړه ،ايشان کيشن د نړيوال کريکټ ښه پيل وکړ خو سرياکمار ياداو ته په خپلې لومړنۍ نړيوالي شل اووريزي لوبې کې د توپوهنې نوبت ونه رسېدی. د لوبې … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د هندي سېنما د اثارو د ساتلو پخاطر امتابچن ته نړيواله جائزه ورکول کېږي

د آرشيف نړيوال فدراسيون د باليووډ پلار امتابچن ته د هندي سينما د اثارو د ساتلو پخاطر جائزه ورکوي. د ارشيف نړيوال فدراسيون يا FIAF په انلاين مراسمو کې چې د رواني مارچ مياشتي په ۱۹مه نېټه ترسره کېږي امتابچن ته د مارتين اسکورسيزي او کريستوفر نولان پواسطه جائزه ورکول کېږي. نولان چې پخپله يې هم په ۲۰۱۷ز کې دا جائزه ګټلې ، بچن ته يې مبارکي ورکړې ويلي : د فلمي صنعت د څېرو … نور ولولئ
سپورټ

ويسټ انډيز د سريلانکا څخه د يو ورځنيو لوبو لړۍ وګټله

سريلانکايۍ لوبډله د ۳ يو ورځنيو او ۲ ټيسټ لوبو لپاره ويسټ انډيز ته تللې . د دريو يو ورځنيو لوبو دوې پرلپسې لوبې ويسټ انډيز ګټلي چې وروستۍ يې سبا شپه ترسره کېږي. دويمه يو ورځنۍ لوبه تېره شپه ترسره سوه ، ويسټ انډيز ټاس وګټی او د توپوهنې بلنه يې سريلانکا ته ورکړه. سريلانکا په پوره ۵۰ اوورونو کې په ۸ ويکټو ۲۷۳ منډي وکړې . دانشوکا ګونا تليکا ۹۶، دنېش چنديمال ۷۱،ډيسلوا … نور ولولئ
سپورټ

د ټيسټ تر ماتې وروسته د انګلستان لپاره د شل اووريزو لوبو بريالی پيل 

انګلستان تېره شپه په لومړنۍ شل اووريزه لوبه کې د ۶۷۲۰۰ نندارچيانو په شتون کې هندوستان ته ماته ورکړه. هندوستان ته د انګلستانۍ لوبډلې اوږد سفر دوام لري،ميلمه لوبډلې د ټيسټ سيريز ۲-۱ بايلوی خو د پنځو شل اووريزو لوبو د لړۍ لومړنۍ لوبه يې وګټله. انګلستان د لوبې پچه وګټله او هندۍ کريکټ لوبډلي ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه. هندۍ لوبډلې په پوره شل اوورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۵ … نور ولولئ
سپورټ

کابل کې د ښځو د نړيوالي ورځې په مناسبت د سترنج سيالۍ

کابل کې د ښځو د نړيوالي ورځې په مناسبت د ښځينوو ترمنځ د سترنج سيالۍ ترسره سوې. د افغانستان د المپيک کمېټې د خبر له مخې د ښځو د نړيوالي ورځې د لمانځنې په خاطر يې دا سيالۍ په لاره واچوالې چې ۱۲ تنو پکښې ګډون کړی وو . د سترنج دا سيالۍ د سويس هيواد د لوبو په ډول ترسره سوې چې په پايله کې لومړي ،دويم او دريم مقامونو ته جائزې او ستاينليکونه … نور ولولئ
سپورټ

د کريکټ نړيوالي شورا اشوين ته د تېري مياشتي د غوره کريکټر ايوارډ ورکړ

د کريکټ نړيوالي شورا هندي الراونډر رويچندرن اشوين ته د تېري فيبروري مياشتي د غوره لوبغاړي جائزه ورکړه. د کريکټ نړيوالي شورا سږکال اعلان وکړ چې هره مياشت به غوره کريکټر ته جائزه ورکوي. اشوين د انګليستان په وړاندي دويمه ټيسټ لوبه کې ۹ ويکټې ترلاسه کړې او سليزه يې هم ووهله،همدارنګه په تېره فيبروري مياشت کې نوموړي په ۲۴ اوسط سره ۲۴ ويکټي ترلاسه کړلې. رويچندرن اشوين په خپلې غوري کارګردګۍ سره وکولای سوه … نور ولولئ
سپورټ

ويلمسن د بنګلدېش په وړاندي نه لوبېږي

د نيوزلينډ کريکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر کېن ويليمسن د څنګلې د زخم له کبله د بنګلدېش په وړاندې يو ورځنيو لوبو لړۍ کې نسي لوبېدلای. د نيوزلينډ کريکټ بورډ د سې شنبې په ورځ رسنيو ته وويله چې د ويليمسن ستونزه شديده ده او نسي کولای چې په راتلونکو لوبو کې ولوبېږي. کريکټ بورډ ويلي چې د اسټراليا سره د شل اووريزو لوبو پرمهال چې نيوزلينډ ۳-۲ وګټله، په هماغه وخت کې د ويليمسن چپه … نور ولولئ
سپورټ

د هندوستان کريکټ بورډ د ای پي ايل د لوبو مهالوېش اعلان کړ

د هندوستان پريمر ليګ سږکال بيرته په هندوستان کې ترسره کېږي. د هندوستان کريکټ بورډ د ۲۰۲۱ز هندوستان پريمر لېګ مهالوېش اعلان کړ. د کابو دوه کلونو وروسته يوځل بيا هندوستان د خپل لېګ کوربتوب کوي،احمد اباد،بنګلور ، چينای ،ډهلي ،ممبی او کلکتې ښارونو کې دا لوبې ترسره کېږي. دا پړاو د اپريل په نهمه پيلېږي او په چينای ښار کې به دفاعي اتله لوبډله ممبی انډينز او او رويال چلنجر بنګلور په لومړۍ لوبه … نور ولولئ