پوهنه

ایا مړي په برزخ کې یو بل ویني!

ژباړه: ملیحه ناصري د برزخ او تر مرګ وروسته ژوند په اړه زموږ پوهه لږ او محدوده ده. دا لږ مالومات هم که لرو، نو د قران کریم او د ځينو پاکانو د خبرو په برکت دي چې لنډيز یې دلته را اخلو. تر مرګ وروسته نړۍ هغه څه چې د قران او سنت له مخې څرګند شوي، انسان د مرګ او بیا راپاڅېدو/ حشر ترمنځ یو محدود او لنډ ژوند لري. برزخ د دې … نور ولولئ
پوهنه

هغه کسان چې کتاب نه لولي

ژباړه: ملیحه ناصري د هغو کسانو دېرش ځانګړنې چې کتاب نه لولي او مطالعه نه کوي: ۱- ډېر ژر له تبلیغاتو او بېځایه انګازو اغېزمنېږي؛ ۲- تکراري خبرې کوي؛ ۳- د وییونو (لغتونو) پانګه یې محدوده وي؛ ۴- ځان نه پېژني؛ ۵- ډېر بااحساسه ژوند کوي؛ ۶- د ذهن د استدلال برخه یې رخصت/ ویده وي؛ ۷- د پوپولیستېدو وړتیا پیدا کوي؛ ۸- عقلي ځواک یې پالل شوی نه وي؛ ۹- کومې خبرې چې کوي … نور ولولئ
پوهنه

د البرټ انشټین په اړه څومره پوهېږئ؟ دلته یې ولولئ

ژباړه: ملیحه ناصري تاسو ټول ښايي انشټين وپېژنئ. د نړۍ ستر پوه، عالم، د نسبیت ټیورۍ بنسټګر دی. موږ ټول یې د داسې کس په نامه پېژنو چې ګرده نړۍ یې د نابغه په نامه یادوي او وايي چې علم او نړۍ کې یې خورا ستر رول ولوباوه. راځئ دلته انشټین او ژوند ته یې له داسې یوې زاویې وګورو چې ځینې رښتیاوې به یې رابرسېره شي. ۱ – د انشټين سر غټ او خپله … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

کوم کسان ظالمان دي؟

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري په قران کریم کې د ظلم د غندنې او ناروا ګڼلو په اړه ډېر ایتونه راغلي دي،له ګناهونو نه یوه یې چې ډېره غندل شوې، د عقل او شرعې له مخې ناروا ده، هغه ظلم دی. ظلم په بېلابېلو بڼو په انساني ژوند کې راڅرګندېږي چې کولی شو څو ډوله ډلبندي یې وکړو، یوه یې دا ده چې پر دوو برخو وېشل کېږي( فردي او ټولنیز ظلم)، بله یې له … نور ولولئ
پوهنه

ایا خدای ج زه هېر/ه کړې یم

ژباړه: مليحه ناصري د ژوند ځينې ربړې انسان ته دا حس کله کله ورکوي او داسې ګني چې خدای ج هېر/ه کړې ده. دا سوچ ظاهراً کفري دی؛ خو ښايي زموږ ډېرو په ذهن کې دا خبره ګرځېدلې وي. دا چې خدای ج موږ ته پام وکړي یا نه، ریښه يې زموږ خپل ځان دی. که موږ خدای ج یاد نه کړو، هغه مو نه یادوي؛ ځکه الله متعال ج وايي:« فاذکرونی اذکرکم واشکرولی ولا … نور ولولئ
پوهنه

د ظلم ډولونه؛ اسلام یې راپېژني

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري الله متعال ج مطلق نیاومن دی. نه په دنیا او نه په اخرت کې ظلم زیاتی ترې کېږي. که د ژوند پر ځينو ښکارندو غور وشي، لکه پر سېلاب، زلزلې، تالنده، اسماني بلاوو، داړونکي ژوو (په اوبه او په وچه کې)، ناقص الخلقه یا معیوبو ماشومانو، د انسانانو په طبیعت او خوی کې بدلون ته، د ښځې او نارینه توپیر او د نړۍ د ټولو موجوداتو ترمنځ شته توپیرونو ته … نور ولولئ
ادبیات

شعور او لاشعور

لیکنه: ملیحه ناصري ډېری وخت کله چې د چا د بل کس کومه کړنه یا کوم کار ښه ونه اېسي، ورته مناسب ونه برېښي، نو د «بېشعور» کلمه ورته کاروي، ورته وايي چې څه بېشعوره انسان یې. شعور دی څه شی؟ هره څه یو ضد یا مخالف لري، د شعور ضد هم لاشعور دی. د دې لپاره چې د بېشعور پر مفهوم او اصلي جاج وپوهېږو، لومړی باید شعور وپېژندل شي. شعور په لغت کې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د اضطراب (وېرې) له منځه وړلو لارې

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري اضطراب هغه وېره او ډار دی چې د راپېښېدونکې پېښې په اړه انسان ته پيدا کېږي. راتلونکی ورته وېروونکی برېښي. حال دا چې اصلاً بې بنیاده وېره ده او بنسټ نه لري. دا وېره ځينې نښې لري چې هم جسمي دي هم اروايي، لکه د زړه ټکان، پر درس او چارو نه تمرکز، د خوب ګډ وډۍ، بد خُلقي، له ملګرو، کورنۍ او خپلوانو سره توند خوی کول دي. خو … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

صبر او اجرونه یې

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري ډېری وخت د انسان ارواح د ستونزو له کبله ډېره خپه وي، رنځېږي او خوله یې پرې ترخه شي. یوازینی هڅه یې دا وي چې خپله نارامه ارواح څنګه ارامه کړي. په ستونزو کې صبر لرل د قیامت پر ورځ خورا ډېر اجر لري. قران کریم د دې صبر اجرونه خورا ډېر ښودلي دي: “إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُم بِغَيْرِ حِسَابٍ ﴿١٠﴾ [سورة: الزمر]” په قران کریم کې هر نېک کار او … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د اندېښنو د لرې کولو لپاره اسلامي لارښوونې

ژباړه: ملیحه ناصري د اوسني پېر تر ټولو عامه ناروغي اروايي ناروغي ده. د اروايي ناروغیو علمي او مذهبي درملنې شته، ځکه سرچینه یې روحي او جسمي ستونزې دي. ناروغان کولی شي د دغو ستونزو پر وړاندې قوي تکل او ټينګه اراده ولري، چې دا ناورغي مهار کړی شي. د هغو کسانو خپګانونه چې سرچینه یې د دوی خپلې روحي اندېښنې دي او د هغو اندېښنو د اور لمبو کې سوځي چې خپله یې بل … نور ولولئ