ټولنیز ژوند

غوسه ناک ماشوم سره څه ډول چلن وشي؟

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري انسان فطرتاً ځينې احساسات او غوښتنې لري، په ځينو برخو کې هر احساس کابو کېدی شي؛ خو ځينې وخت نشي کنټرولېدی. غوسه هم د هر بل احساس غوندې له ماشوماتوبه له انسان سره ملګرې وي. په ماشومانو کې هم نرم خوی لرونکي ماشومان شته، هم غوسه‌ناک ماشوم شته. ډېری وخت مور/پلار او د کورنۍ نور غړي د ماشوم له غوسې کړېږي او هغې ته د بداخلاقه ماشوم نوم ورکوي؛ حال … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

پر نفس د باور ۸ نښې؛ وګورئ چې تاسې یې لرئ که نه !

لیکنه: ملیحه ناصري که دغه اته نښې تاسو کې وي، ویلی شو چې پر نفس اعتماد/باور مو تر عادي کچې لوړ دی. ۱–یوازې د مهمو کسانو تایید ورته اړین دی: کله چې تاسو د هغو کسانو له لوري ومنل شئ یا درناوی درته وشي چې تاسو ته اړین دي؛ نو بیا هر چېرته چې ځئ، هر څه چې ازمایئ، په رښتیني بارو او پر نفس اعتماد يې کولی شئ؛ ځکه پوهېږئ چې د ژوند مهم … نور ولولئ
ادبیات

څه دې اشنا هلته په زړه کې تېر شو

لیکنه: ملیحه ناصري څه دې اشنا هلته په زړه کې تېر شو دلته سینه کې درد، د زهرو ګوړه اجمل خټک د خوشحال خټک کورنۍ ته منسوب بل شاعر او لیکوال دی. په ۱۹۲۵ز، په اپرېل کې، په اکوړه خټک کې زېږېدلی و. دی پخپله وايي چې اکوړه خټک د کابل سیند چې هلته پښتونخوا کې د لنډي دریاب په نامه یادېږي، پر غاړه یو ودان کلی دی. په درېیم ټولګي کې و چې د … نور ولولئ
سیاست

عمران خان: کشمیر کې به خطرناکه پيښه رامنځته شي، هندي سرتیري قتل عام کوي

راپور: ملیحه ناصري د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د کشمیر وضعیت په اړه ویلي چې د سربرنیتسا د مسلمانانو د وژنې په ډول ستر ناورین، دا ځل د کشمیر د خلکو په تمه دی. رسنیو د هغه د پاکستان لومړي وزیر له قوله ویلي: کېدای شي د سربرنیتسا په څېر ترهوونکې پېښه په کشمیر کې هم رامینځته شي. ده زیاته کړه چې د کشمیر وګړي تر سخت فشار لاندې دي. هندي سرتېري پرته له … نور ولولئ
سیاست

بنګله دېش: متعصبینو د ماشومې جسد له قبره ویستلی او په سرک غورځولی

خبر: ملیحه ناصري بنګله دېش کې د مذهبي اختلافونو له امله تعصب‌ګرو د یوې ماشومې درې ورځنی جسد له قبره ایستلی او پر سړک یې اچولی و. د ځايي رسنۍ ډاکا ټربیون د راپور له مخې؛ تعصب‌ګرو دا کار د مذهبي شخړو له امله کړی دی. ویل شوي د دې ماشوم کورنۍ په احمدیه ډلې پورې اړه درلوده. دا نجلۍ په عادي ډول نه وه زېږېدلې، سره له دې چې روغتیاپالانو خورا هڅه وکړه؛ خو … نور ولولئ
افغانستان

صالح: وچه ډوډۍ کې غلا نه ده شوې، دا تور هغوی لګوي چې عاید یې کم شوی

راپور: ملیحه ناصري د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د وچې ډوډۍ د وېش برخه کې د سلګونو افغانیو د وهلو په هکله ویلي چې د هرې مرستې او پيسو اړوند حساب پوښتنه، د افغانانو حق دی. ښاغلي صالح پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د اضطراري- رغاونې او پراختیا اړوند کومې موسسې چې کار کوي، اداري لګښت یې دېرش سلنه دی؛ خو راڼه تشکیلات نه لري. ښاغلی صالح وايي چې د همدې موسسو … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

دا خبرې چا ته مه کوئ

لیکنه: ملیحه ناصري ښايي موږ ځینې خبرې نورو ته کړې وي چې وروسته یې پر ویلو پښېمانه شوي یو؛ خو هڅه باید وکړو چې دغه خبرې چا ته ونه کړو: ۱-د شخصي ژوند په اړه ستاسو شخصي ژوند په هېڅ چا پورې اړه نه لري او د دغو خبرو اړوند نورو ته مالومات ورکول یا له ژونده د نورو خبرول ستاسو په خپل تاوان پای مومي. کېدای شي ځينې کسان پر تاسو نیوکه یا قضاوت … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د بدو خبرونو اغېزې کنټرول کړئ

لیکنه: ملیحه ناصري بد خبر او ناوړه پېښې ذاتاً داسې اغېز لري چې تر ډېرې مودې یا لږ ترلږه تر څو ساعتونو مو خوا پرې شنه/ بده وي؛ نو باید د کنټرول او کابو کولو لپاره یې هڅه وشي. افغانستان داسې ځای دی چې هره ورځ څو بد خبره په رسنیو کې ترې خپرېږي. چاودنې، وژنې، برمته کولو پېښې، تاوتریخوالی، تېری، فساد او دېته ورته اړوند خبرونه هره ورځ اورېدل کېږي. مهمه نه ده چې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

چا سره د زړه خواله وکړو؟

لیکنه: ملیحه ناصري د انسان ژوند له سختیو ډک دی. کله کله اړتیا وي چې یو کس باید موږ ته غوږ شي څو ډک زړه ورته تش کړو؛ خو څوک راته مناسب دی؟ کېدی شي چاته ووایو:« دا خبره چې درته کوم، هېڅوک درنه خبر نه شي!»، خطرناکه جمله مو وویله. کله چې موږ خپله خپل راز نشو ساتلی؛ نو بل کس زموږ څه پروا لري. ښايي درون، باشخصیته، باوجدانه وي؛ خو هغه وېره چې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د افغانانو د نه پرمختګ څو لاملونه

لیکنه: ملیحه ناصري د افغانانو د نه پرمختګ ځینې لاملونه په لاندې ډول دي: ۱- رخه/ حسادت په افغانو کورنیو کې لومړی د تربګنۍ زړۍ کرل کېږي او بیا د ټولنیز کېدلو. داسې یو چاپېریال یو بل ته برابروي چې  تربګنۍ پکې رابرسېره شي. مثبته یې د پرمختګ مرستندویه ده، خو منفي تربګني یوازې شومې پایلې لري چې د دوی د کورنیو تر مینځ د بې اتفاقۍ لامل کېږي او پای کې هېڅوک یو بل … نور ولولئ