بریا او پرمختګ

مثبت لیدلوری؛ که ونه لوېږئ، پاڅېدلی نشئ

لیکنه: ملیحه ناصري ښايي موږ د ژوند په داسې پړاو کې و اوسو چې د مثبت فکر کولو جرئت یې رانه اخیستی وي. که ځیر شو مثبت‌اندي له کومې مادي/ چاپېریالي ښکارندې سره تړاو نه لري، ښايي ویې لري، خو دا لاره ځينو کسانو موندلي وي، هر څوک یې نشي موندلی. هر څه د انسان په خپل شخصي لیدلوري پورې اړه لري، نو موږ د دې لیدلوري د مثبتې اصلاح لپاره ځينې لارښوونې درته کړې … نور ولولئ
ټیکنالوژي

هغه ناروغۍ چې د مبایل له څپې پیدا کېږي

لیکنه: ملیحه ناصري ځيرک مبایلونه د اسانتیاوو تر څنګ خورا زیانونه هم لري چې د انسان وجود زیانمنوي. د هغو له جملې مو ځينې دلته ښوولي دي: جسمي او رواني ستونزې ځيرک مبایلونه یو ډول شعاوې خپروي چې د انسان پر سترګو، پوستکي، دماغ او ماغزو باندې مستقیم اغېز ښندي. دا اغېز لومړیو کې لږ وي؛ خو د وخت په تېرېدو سره جدي او ګواښوونکې ناروغۍ پیدا کوي. د عصبي برخو روغتیاپالان وايي چې د … نور ولولئ
ټیکنالوژي

که ځیرک مبایل د زړه پر سر کېښودل شي، زړه ژوبلوي

لیکنه: ملیحه ناصري څېړونکي وايي هغه کسان چې د زړه د ټکان/ ضربان د سمولو په‌پار پيس میکر یا ډفیبریلاتور کاروي، هغوی دې ځيرک مبایلونه له زړه لرې ګرځوي. پيس میکر( ) هغه آله ده چې د زړه د ټکان د تنظیمولو په‌پار په سینه یا خېټه کې اېښودل کېږي. د الکترونیکي کړنو په پایله کې د زړه اړ باسي چې منظم ټکان ولري. یوې ډلې روغتیاپالانو ۳۰۰ کسه د زړه ناروغان تر څېړنې لاندې … نور ولولئ
افغانستان

د زمري ۲۸مه د خپلواکۍ ورځ ده که نه؟

لیکنه: ملیحه ناصري له کلونو راهیسې په افغانستان کې د زمري ۲۸مه د خپلواکۍ د ورځې په نامه نمانځل کېږي، خو پوښتنه دا ده چې ایا رښتیا هم پر همدغې ورځ مو خپلواکۍ واخیسته که نه؟ کله چې په ۱۹۱۹ز کې د فبرورۍ پر ۲۱مه د امان الله خان پلار د وخت واکمن (امیر حبیب الله خان) ومړ، دواړو زامنو يې یوه په جلال اباد او بل په کابل کې حکومت اعلان کړ، خو امان … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ذهني ارامښت؛ پر بېځایه قضاوتونو مه خپه کېږئ!

لیکنه: ملیحه ناصري هوساینه کوم ځانګړی فورمول نه لري چې زده او پلی شي. نېکمرغي پېرل کېږي نه او خواشیني پلورل کېدی نشي، نو دا ټول دروني حسونه دي چې څوک ځان پکې موندي، څوک هر څه ورسره بایلي. ژوند لنډ دی؛ خو دومره هم نه دی چې زموږ خوبونه یوازې د خوب په نوم پاتې شي. هڅه پکار ده او پرله پسې عملي کار ورته ضرور دی، څو وکولی شو هغه خوبونه رښتیا کړو … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

اووه ګامه تر مالي خپلواکۍ

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري مالي خپلواکي پر دې مانا نه ده چې ډېرې یا ناپاکې پیسې دې وي. د مالي خپلواکۍ د نه درلودلو لومړني لاملونه د ژوند بې نظمي او د شخصي چارو د کنټرول برخه کې د اړتیا وړ مهارت نشتون دی. ډېری کسان روږدي شوي چې بېځایه پیسې ولګوي او په لنډمهاله خوښۍ پسې وګرځي. کله چې حق الزحمة واخلي یوه برخه یا تر هغې ډېرې یې په یوه هسې مېلمستیا … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د بارک اوباما د ژوند اړخونه؛ اووه ځلې یې ژړلي دي

لیکنه: ملیحه ناصري بارک اوباما په ۱۹۶۱ز کې زېږېدلی دی. د پلار نوم یې بارک حسین اوباما، د مور نوم یې آن دانهام دی. یو یې اصلي پلار و او بل سړي ته یې هم پلار ویلي و، دوی دواړه مسلمانان و، خو دویم بارک اوباما عیسوي شوی. یانې مذهب یې مسیحیت او په مسیحیت کې پروټسټانټ دی. په هونولولو-هاوايي کې زېږېدلی. د ایلینوي- شیکاګو یې استوګنځی دی. د بارک اوباما مېرمن (مېشل اوباما) نومېږي. … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

یو له بل سره مینه ولرئ، خو کورنۍ مه هېروئ

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري ځينې وختونه خاوند/ مېرمن یو له بله داسې غوښتنې لري چې مناسبې یا د منلو وړ نه وي. دا غوښتنې خیالي بڼه لري، پر اړیکه یې منفي اغېز ښندلی شي. د یوې جوړې د غوښتنو سرچینې د دوی تجربې، کلتور، ټولنه او کورنۍ وي. ځينې تمې اکتسابي وي، دوی له بهرنیو پدیدو زده کړي وي. هغه تمې چې دوی یې یو له بله کوي دا دي: که موږ په رښتیا … نور ولولئ
افغانستان

حامد کرزی (لنډه بیوګرافي)؛ وايي پر اس سپریدل مې خوښيږي

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري حامد کرزی د عبدالاحد کرزي زوی او د خیر محمد کرزي لمسی دی. پلار او نیکه یې دواړه د پوپلزي قام منتفذین وو. عبدالاحد کرزی په شپېتمې زېږدیزې لسیزه کې د افغانستان د ولسي جرګې د رییس مرستیال و. د شپېتمې میلادي لسیزې په پای کې یې پلار طالبانو په کوېټه کې وواژه. د حامد کرزي نیکه د افغانستان د خپلواکۍ جګړو او تر هغې وروسته مبارزو کې ډېر لوبېدلی … نور ولولئ
مخکښان

د ارواه پوهنې بنسټ ګر، زېګمنډ فرویېډ؛ له نیکونو ورته دا درې میراثه پاتې وه

ژباړه: ملیحه ناصري  فرویېډ د ارواپوهنې بنسټګر (نا خود آګاه/ لاشعوري) دی چې په ۱۸۵۶ز کې په چک جمهوریت کې وزېږېد. ده ته له نیکونو درې خویونه میراث پاتې و، یو یې له علم سره مینه، بل د علم زده‌کړه، درېیم د  رخې او کینې پر وړاندې ډېره پیاوړتیا او مقاومت و. له علم او پوهې سره مینې، فرویېډ اړ کړ چې له همغه کوچنیوالي طبي علومو ته مخه کړي، بوټي، کیمیاوي توکي، څاروي، کالبدونه، … نور ولولئ