سپورټ

د کریس ګیل د بیټ کمال او د پریټي زینټا خوښي 

د هندوستان د کورني کرکټ غوره لیګ کرکټ ۲۰ اوریزه تجارتي (IPL) سیالیو کې د ویسټ انډیزي کریس ګیل بیټ ټچ کې شوی دی، چې په خپل شتون سره یې پنجاب لوبډله د جدول لمړۍ کرښې ته ورسوله.  د شپږیزو پاچا په نوم مشهور ویسټ انډیزي کریسټپر هینري ګیل د ۲۰۱۸ م کال یولسم پړاو «اي پي ایل» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د لمړیو دوه لوبو د ترسره کیدو وروسته موقع ترلاسه کړه، چې په … نور ولولئ
سپورټ

اسټرالیاوي شین واټسن د کریس ګیل لار غوره کړه

د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې پخواني پیلز توپ وهونکي شین واټسن د هندوستان د کورني کرکټ غوره لیګ (آي پي ایل) ۲۰ اوریزه سیالیو یولسم پړاو کې سلیزه جوړه کړه.  د (آي پي ایل) سیالیو یولسم پړاو ۱۷ مه لوبه کې نوموړي د چینایي سوپر کینګز لوبډلې په ګټه په اوپنینګ یا پیل توپ وهنه کې د راجستان رایلز لوبډلې خلاف په ۵۷ بالونو چټکې ۱۰۶ منډې جوړې کړې، چې په توپ وهنه کې … نور ولولئ
سپورټ

کریس ګیل د حیدر اباد پر بالرانو زړه تش کړ

د هندوستان د کورني کرکټ (آي پي ایل) ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو یولسم پړاو ۱۶ لوبه کې ویسټ انډیزي کریس ګیل د خپل بې رحمه بیټینګ پرمټ د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې بالرانو څخه زور وویست. د یولسم پړاو (آي پي ایل) سیالیو ۱۶ مه لوبه کې د سنرایزرز حیدر اباد او کینګز ایلیون پنحاب لوبډله سره مخامخ شوې، چې پکې پنجاب لوبډلې په لمړۍ توپ وهنه کې د ویسټ انډیزي کریسټپر هینري ګیل د … نور ولولئ
سپورټ

راشد خان د خپل کرکټ بدترینه بالینګ ترسره کړ

د هندوستان د کورني کرکټ (آي پي ایل) ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو یولسم پړاو ۱۶ مه لوبه کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان د خپل کرکټ بدترین سپیل ترسره کړ. د یولسم پړاو (آي پي ایل) سیالیو ۱۶ مه لوبه کې د سنرایزرز حیدر اباد او کینګز ایلیون پنحاب لوبډلې سره مخامخ شوې، چې پکې پنجاب لوبډلې په لمړۍ توپ وهنه کې د ویسټ انډیزي کریسټپر هینري ګیل د سلیزې جوړولو … نور ولولئ
سپورټ

په «IPL» سیالیو کې سبا افغان لوبغاړي یو د بل پر وړاندې لوبیږي !

د هندوستان د کورني کرکټ مشهوره «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې یولسم پړاو لوبو کې سبا د کینګز ایلیون پنجاب او سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې سره مخامخ کیږي. د کرکټ نړۍ دا مشهوره تجارتي سیالۍ، چې بې شمیره مینه وال لري، پکې د کرکټ له ډګره پیاوړي لوبغاړي د لوبیدوپه موخه راټولیږي او د لکونو ډالرو په بدل کې د بېلابیلو لوبډلو لپاره لوبیږي. د یولسم پړاو لوبو په لړ کې د سنرایزرز … نور ولولئ
سپورټ

درویش رسولي د فرسټ کلاس په سیالیو کې ریکارډ جوړ کړ 

د افغانستان د کورني کرکټ فرسټ کلاس ۴ ورځینیو سیالیو په دویم پړاو کې د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو ځوانانو ملي لوبډلې لوبغاړي درویش رسولي ریکارډ جوړ کړ. درویش رسولي په روان دویم پړاو کې تر ټولو توپ وهونکو وړاندې شوی او د ۳ سلیزو او ۵ نیمه سلیزو پرمټ یې ۱۰۷۳ منډې جوړې کړې دي. نوموړی د بهیر محبوب وروسته دویم لوبغاړی شو، چې د فرسټ کلاس ۴ ورځینیو سیالیو په لړ کې … نور ولولئ
سپورټ

اسټرالوي کرکټ بورډ د بندیز سره مخ لوبغاړو ته بله سزا ورکړه 

 د اسټرالیا او جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ټیسټ سیالیو په وروستي سیریز کې ۳ اسټرالوي لوبغاړي په سیالۍ کې د درغلۍ له کبله د بندیز سره مخامخ شول، چې پکې اسټرالوي لوبډلمشر سټیو سمیت، مرستیال لوبډلمشر ډیویډ وارنر او توپ اچوونکی کیمرون بین کرافټ شامل وو. دغه لوبغاړي په سیالۍ کې د «بال ټیمپرینګ» یا د توپ زړونې په درغلۍ کې د ښکیلیدو له کبله د کرکټ نړیوالې شورا لخوا یوازې د … نور ولولئ
سپورټ

شفیق الله شفق د هندي لوبغاړي ۳۳ کلن نړیوال ریکارډ مات کړ 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بریدګر توپ وهونکي شفیق الله شفق د احمدشاه ابدالي په نامه د کرکټ ۴ ورځینیو فرسټ کلاس سیالیو کې غبرګه سلیزه جوړه کړه. د ملي لوبډلې دا لوبغاړی، چې د افغانستان د کورني کرکټ دویم پړاو فرسټ کلاس سیالیو کې د کابل ګرین لوبډلې د لوبډلمشرۍ دنده پر غاړه لري؛ د بوسټ زون د لوبډلې خلاف په سیالۍ کې یې په ۸۹ بالونو ۲۰۰ منډې جوړې کړې.  د نوموړي د غبرګې … نور ولولئ
سپورټ

ظاهر خان هم شوخ وخوت؛ د کرکټ ترڅنګ د سندرو ویلو کمال هم لري

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ټیسټ سیالیو ځوان لوبغاړی ظاهر خان، چې په دې وروستیو کې یې د بنګله دیش د کورني کرکټ غوره لیګ یا (BPL) ۲۰ اوریزه سیالیو کې د ګډون وروسته د هندوستان د کورني کرکټ (IPL) ۲۰ اوریزه سیالیو کې هم د لوبیدو موقع ترلاسه کړه؛ د تمرین پرمهال د خپلې اوږې د ټپي کیدو له کبله د دغه لیګ سیالیو څخه بهر شو. افغان لوبغاړی ظاهر خان د … نور ولولئ
سپورټ

ډهلي ډریډ ویلز لوبډله د مسلسل ماتو سره مخ شوه

د هندوستان د کورني کرکټ «IPL» ۲۰ اوریزه مشهوره تجارتي سیالیو یولسم پړاو په شپږمه لوبه کې د راجستان رایلز او ډهلي ډریډ ویلز لوبډلې سره مخامخ شوې، چې پکې د راجستان رایلز لوبډلې خپله لمړۍ بریا خپله کړه. په سیالۍ کې ډهلي لوبډلې د ټاس په ګتلو سره خپلې سیالې راجستان لوبډلې ته د لمړۍ توپ وهنې بلنه ورکړه، چې پکې راجستان لوبډلې د خپلو ۵ لوبغاړو په سوځیدو د لوبډلمشر اجینکې ریحانې د … نور ولولئ