سپورټ

د افغانستان او بنګله دیش سیالیو ته تیاری روان دی

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د بنګله دیش خلاف ۳ شل اوریزه کرکټ سیالیو ته د هندوستان په دهرادون کې په خپلو وروستیو تمریناتو بوخته ده.  د افغنستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله د بنګله دیش خلاف کیدونکو د کرکټ ۲۰ اوریزه سیالیو ته د چمتوالي په موخه نږدې یوه نیمه میاشتې وړاندې د هندوستان ګریټیر نویډا ته ولاړه او د لمړنیو تمریناتو وروسته بیرته د بنګله دیش سره د لوبو … نور ولولئ
سپورټ

د شاهد خان افریدي د نړیوال کرکټ پای ته ورسید

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان پښتون شاهد خان افریدي د کرکټ کیریر ۲۰ کلن نړیوال کرکټ پای ته ورسید. شاهد خان افریدي د انګستان په تاریخي لارډز کرکټ لوبغالي کې د نړۍ په غوره لوبډله کې د ویسټ انډیز خلاف په خیریه سیالۍ کې د لوبیدو موقع ترلاسه کړه او په همدغه سیالۍ کې یې د نړیوال کرکټ څخه «ریټایر مینټ» یا تقاعد اعلان کړ.   نوموړي د پاکستان لپاره تاریخي نه هیریدونکی … نور ولولئ
کرکټ

ویسټ انډیز د نړۍ غوره لوبډلې څخه بریا خپله کړه

د انګلستان په لارډز نړیوال کرکټ لوبغالي کې ویسټ انډیزۍ کرکټ ملي لوبډلې په خیریه سیالۍ کې د نړۍ غوره یولس کسیزې لوبډلې ته ماته ورکړه. د دواړو لوبډلو ترمنځ د ویسټ انډيز «کاربین» په جزیرو کې د طوفان له کبله د زیانمن شویو کرکټ لوبغالو او روزنځایونو د بیرته جوړلو د مرستې راټولولو په موخه ۲۰ اوریزه سیالي د مۍ میاشتې په وروستۍ ۳۱ مه نیټه پلان شوې وه. سیالي د افغانستان پر وخت … نور ولولئ
سپورټ

افغانستان د راتلونکې جون میاشت په لمړۍ نیټه د اسټرالیا خلاف د نړیوال جام سیالیو پیل کوي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د راتلونکي ۲۰۱۹ م کال د کرکټ ۵۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو په لړ کې د جون میاشت په لمړۍ نیټه د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې په لمړۍ لوبه کې مخ کیږي. د انګلستان په کوربه توب د کرکټ نړیوال جام ۵۰ اوریزه سیالۍ د راتلونکي ۲۰۱۹ م کال د مۍ میاشتې په ۳۰ مه نیټه د کوربه انګلستان او جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلو … نور ولولئ
سپورټ

د انګلستاني ایون مورګن ځای ناستی شاهد خان افریدي وټاکل شو

 د ویسټ انډیز د کرکټ ملي او د نړي د غوره یولس کسیزو لوبډلو ترمنځ په انګلستان کې د خیریه ۲۰ اوریزه سیالۍ وړاندې د نړۍ د غوره لوبډلې لپاره ټاکل شوی لوبډلمشر انګلستانی کپتان ایون مورګن ټپي شو او پر ځای یې پاکستانی الراونډر شاهد خان افریدي د دغه لوبډلې لپاره مشر وټاکل شو.  د ویسټ انډيز «کاربین» په جزیرو کې د طوفان له کبله د کرکټ لوبغالو او روزنځایونو د بیرته جوړلو د … نور ولولئ
سپورټ

راشد خان د کریس ګیل مقابلې ته انګلستان ته رسیدلی دی

 د کرکټ په ډګر کې د انګلستان د لارډز تاریخي کرکټ لوبغالی نن د کرکټ نړۍ د غوره او ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې ترمنځ د خیریه سیالۍ کوربه دی.  د ویسټ انډيز «کاربین» په جزیرو کې د طوفان له کبله د کرکټ لوبغالو او روزنځایونو د بیرته جوړلو د مرستې راټولولو په موخه د ویسټ انډیز د کرکټ د ملي او د نړۍ د غوره یولس کسیزې لوبډلې ترمنځ د روانې میاشتې په ۳۱ مه … نور ولولئ
سپورټ

له افغانستان وروسته بنګله دیش هم خپل تیز بالر وبایلو

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې وروسته بنګله دیشۍ لوبډلې هم خپل تیز بالر د لاسه ورکړ. د بنکله دیش کرکټ بورډ خبر ورکړ، چې د لوبډلې کلیدي لوبغاړی تیز بالر مستفیظ الرحمن د هندوستان د کورني کرکټ «آي پي ایل»۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو تمریناتي لوبې پر مهال ټپي شوی دی او نشي کولی، چې د افغانستان خلاف په راتلونکو ۳ شل اوریزه کرکټ سیالیو کې ګډون وکړي. د بنګله دیشي کرکټ بورډ د … نور ولولئ
سپورټ

افغانستان د بنګله دیش او هندوستان خلاف سیالیو ته غبرګې لوبډلې اعلان کړې

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمیټې د بنګله دیش او هندوستان خلاف راتلونکو لوبو ترسره کیدو لپاره د لوبیدونکو لوبغاړو د لوبډلو نوملړ اعلان کړ. د غوراوي کمیټې د بنګله دیش خلاف ۳ شل اوریزه کرکټ سیالیو ته په اعلان کړې ۱۶ کسیزې لوبډلې کې اضغر ستانکزی لوبډلمشر او په ورسره نورو لوبغاړو کې شهزاد محمدي، عثمان غني، نجیب ترکی، شفیق الله شفق، ګلبدین نایب، نجیب الله ځدران، محمد نبي، راشد خان، سمیع … نور ولولئ
سپورټ

راشد خان د بنګله دیش خلاف سیالیو وړاندې انګلستان ځي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان او په نړیوال کرکټ کې د ګوګلي ماسټر په نوم سره مشهوره لوبغاړی راشد خان د افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اوریزه کرکټ سیالیو وړاندې انګلستان ځي.  افغان لوبغاړی راشد خان د پاکستانيو لوبغاړو شاهد خان افریدي، شعیب ملک، هندي لوبغاړو دینیش کارتک، هاردیک پانډیا، نیوزیلینډي لوبغاړو لوک رانکي، میچل میکلینیګن، بنګله دیشي لوبغاړي تمیم اقبال، سریلانکايي الراونډر تیسارا پریرا او … نور ولولئ
سپورټ

د اسټرالیاوي شین واټسن سلیزې چینايي د دریم ځل اتلولۍ ته ورسوله 

د هندوستان د کورني کرکټ «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو پای لوبه کې اسټرالیاوي الراونډر شین روبیرټ واټسن د چینايي سوپر کینګز لوبډله په خپلې بهترینې نه تسلیمیدونکې لوبې ترسره کولو سره د دریم ځل اتلولۍ ګټلو مقام ته ورسوله.  د پای لوبه کې دواړه سنرایزرز حیدر اباد لوبډله د چینايي سوپر کینګز خلاف د لوبې ډګر ته ولاړه، چې پکې حیدر اباد لوبډلې د خپلو ۵ لوبغاړو د سوځیدو وروسته د لوبې په … نور ولولئ