فوټبال

له شهزاد وروسته سمیع الله شینواری را میدان ته شو

د افغانستان د کورني کرکټ دویم پړاو «لیست ای» سیالیو کې د سپین غر لوبډلې لپاره د شهزاد محمدي وروسته په دویمه سیالۍ کې سمیع الله شینواري د سلیزې په جوړولو سره سپین غر زون لوبډلې ته بریا ورکړه.  د غازي امان الله خان په نوم دویم پړاو «لیست ای» سیالۍ د ۶ زونونو لوبډلو په ګډون د روانې جولاي میاشتې د ۱۰ مې نېټې څخه د تیرې سې شنبې په ورځ پیل شوې دي، … نور ولولئ
سپورټ

بنګله دیشۍ لوبډله د لمړۍ سترې ماتې وروسته بیا له ویسټ انډیز سره مخ ده

په ویسټ انډیز کې د کوربه ویسټ انډیز او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوه ټیسټ، درې ۵۰ اوریزه او درې ۲۰ اوریزه سیالیو لوۍ په موخه بنګله دیشۍ لوبډله ویسټ انډیز ته تللې ده، چې په لمړۍ سیالۍ کې بنګله دیشۍ لوبډلې د خپل ټیسټ کرکټ په تاریخ کې بد ترینه ماته وخوړه. بنګله دیش د ویسټ انډیز خلاف په لمړۍ ټیسټ لوبه کې د تیز بالرانو خلاف مقاومت ونشو کړای، … نور ولولئ
سپورټ

ویرات کوهلي لمړي مقام ته ورسید 

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي د نړیوال کرکټ په ۲۰ اوریزه سیالیو کې د ۲۰۰۰ چټکو منډو ریکارډ خپل کړ. نوموړي د انګلستان خلاف لمړۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ کې یوازې ۸ منډو ته اړتیا درلوده، تر څو دغه ریکارډ په خپل نړم سره ثبت کړي. ویرات کوهلي د بیګا شپې په سیالۍ کې د انګلستان خلاف ۲۰ منډې جوړې کړې، چې په نړیوال کرکټ کې یې ټولې منډې ۲۰۱۲ ته لوړې … نور ولولئ
سپورټ

اسټرالیالوي لوبډلمشر بل نړیوال ریکارډ جوړ کړ

په زیمبابوې کې د اسټرالیا، پاکستان او کوربه زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۲۰ اوریزه سیالیو ۳ اړخیز سیریز کې اسټرالوي لوبډلمشر ایرون فینچ په یو اننګز کې د لوړو منډو جوړولو ریکارډ ثبت کړ. اسټرالوۍ لوبډله د کوربه زیمبابوې خلاف په سیالۍ کې مخ شوه، چې پکې دواړه اپنرانو کپتان ایرون فینچ او ډارسي شارټ لمړی د ۲۲۳ منډو ملګرتیا د کرکټ ریکارډونو په سر کې ثبت کړه. همدا راز په … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په رسمي کانکور ازموینه کې د بریالیتوب لپاره د ازمایښتي کانکور رول

هر کال ډلې ډلې ځوانان د ۱۲ ټولګیو څخه د فارغیدو وروسته د کانکور په ازموینه کې د خپلې ښې راتلونکې په لټه کې وي، تر څو د خپلې خوښې پوهنځي ته بریالي شي او پکې لوړې زدکړې ترسره کړي. خو ګڼ شمیر ځوانان د کانکور په نوم هغې ازموینې ته چې پکې د راتلونکې برخلیک یې ټاکل کیږي، د نا اشناء يي له کبله اندیښمن وي. له دوی سره دا ویره هم وي، چې … نور ولولئ
سپورټ

ویرات کوهلي د یو بل ریکارډ جوړولو په هڅه کې دی  

د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي د نړیوال کرکټ په ۲۰ اوریزه سیالیو کې یو بل ریکارډ خپلولو ته نږدې شوی دی، چې په ترلاسه کولو سره یې لمړي مقام ته رسیدلی شي. د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې دغه لوبډلمشر د هندوستان لپاره په ۵۸ سیالیو کې لوبیدلی دی، چې د ۵۵ اننګزونو په لوبولو سره یې ۱۹۸۳ منډې جوړې کړې. نوموړی د ایرلینډ خلاف د نن شپې په سیالۍ کې یواځې ۱۷ … نور ولولئ
کرکټ

ایرلینډ په دویمه ۲۰ اوریزه سیالۍ کې نن د هندوستان خلاف لوبیږي

  د ایرلینډ په دوبلین ښار کې د میلمه هندوستان او کوربه ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لمړۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ، چې پکې هندۍ لوبډلې بریا خپله کړې وه، نن بیا دواړه لوبډلې په دویمې ۲۰ اوریزه سیالۍ کې سره مخامخ دي. د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ایرلینډ په دوبلین ښار کې دوه ۲۰ اوریزه کرکټ سیالۍ پلان شوې وې، چې لمړۍ لوبه یې د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې په ګټه … نور ولولئ
سپورټ

ایرلینډ په لمړۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ کې هندوستان څخه ماتې وخوړه

د ایرلینډ په کوربه توب د هندوستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لمړۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ کې هندۍ لوبډلې ایرلینډ څخه په خپل کور کې په لوړ توپیر سره بریا خپله کړه. د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ایرلینډ په دوبلین ښار کې دوه ۲۰ اوریزه کرکټ سیالۍ پلان شوې دي، چې لمړۍ لوبه یې د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې په ګټه پای ته ورسیده. په دې لمړۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ کې … نور ولولئ
سپورټ

سریلنکا د ویسټ انډیز خلاف د ټیسټ سیالیو سیریز مساوي کړ 

 د سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلې د ویسټ انډیز سفر په لمړۍ ټیسټ لوبه کې په ماتې سره پیل کړی و، خو په دویمه سیالۍ کې د لوبې د ډرا یا برابرولو وروسته په وروستۍ دریمه سیالۍ کې کوربه ویسټ انډیز په خپل کور کې مات کړ.  د ویسټ انډیز په کوربه توب د میلمه سریلنکا او کوربه ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په لمړۍ ټیسټ لوبه کې ویسټ انډیز په ستر توپیر … نور ولولئ
سپورټ

اسټرالیاوۍ لوبډله نن بیا د انګلستان سره په غیږ ده 

د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډله د ۵ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو کې د مسلسل ماتو وروسته نن په یواځینۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ کې مخامخ ده. د انګلستان په کوربه توب د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۶ لوبو لړۍ، چې پکې ۵ پنځوس اوریزه او یوه ۲۰ اوریزه لوبه شامله وه؛ د روانې جون میاشتې د ۱۳ مې نیټې څخه په انګلستان کې پیل شوې ده او تر اوسه په تیرو ۵ لوبو کې … نور ولولئ