سپورټ

د پاکستان بریا د زیمبابوې د ماتو لړۍ وغزوله !

د پاکستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ یو ورځینیو سیالیو په لړۍ کې پاکستانۍ لوبډلې په لمړۍ بریا سره د زیمبابوې د ماتو لړۍ ته دوام ورکړ. په دې وروستیو کې د زیمبابوې کرکټ بورډ سره د دغه لوبډلې پیاوړو لوبغاړو لوبډلمشر ګریم کریمیر، ویکټ کیپر توپ وهونکې برینډن ټایلر، الراونډر سکندر رضا او یو شمیر نورو لوبغاړو د خپلو تنخواوو د ځنډ پر سر پریکون کړی دی، چې لوبډله یې … نور ولولئ
سپورټ

د جنوبي افریقا پښه بیرته د سریلنکا خلاف وښویده

په سریلنکا کې د جنوبي افریقا خلاف کوربه لوبډله سریلنکا د خپل بالینګ پرمټ بیرته را بیداره شوه او مقابله جنوبي افریقا لوبډله یې د خپلو ۲۸۷ منډو جوړولو وروسته یوازې په ۱۲۶ منډو را ایساره کړه. د دواړو کرکټ ملي لوبډلې ترمنځ د ټیسټ لوبو لړۍ په لمړۍ سیالۍ سره دوه ورځې وړاندې د تیرې پنجشنبې په ورځ پیل شوې ده، چې پکې سریلنکا لوبډلې په لمړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو … نور ولولئ
سپورټ

بنګله دیش د ویسټ انډیز سفر کې بې وسه ښکاري

 په ویسټ انډیز کې د ویسټ انډیز او میلمه بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه ټیسټ سیالي هم د لمړۍ لوبې د برخلیک سره مخامخ ده. بنګله دیشۍ لوبډله په لمړۍ سیالۍ کې په ۱۴۴ او ۴۳ منډو سره سوځیدلې وه، چې پکې ویسټ انډیز د ۲۱۹ منډو په توپیر سره بنګله دیش ته ماته ورکړې وه.  په دویمه ټیسټ لوبه کې هم د بنګله دیش حالت خراب دی او یو ځل بیا … نور ولولئ
سپورټ

کولدیف یاداوو د ښې کارکردګۍ سره لا هم ټیسټ کرکټ ته انتظار کوي 

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي کولدیف یاداو، چې په دې وروستیو سیالیو کې یې ټول هندي سپین بالران په خپلې بهترینې کار کاردګۍ سره وروسته کړي دي، لا هم په ټیسټ کرکټ کې د لوبیدو انتظار کوي. د هندۍ لوبډلې دې لوبغاړي د انګلستان خلاف د روانو لوبو په لړۍ کې راج پیل کړی دی، لمړی یې به ۲۰ اوریزه سیالۍ کې ۵ لوبغاړي وسوځول، خو په لمړنۍ ۵۰ اوریزه سیالۍ کې … نور ولولئ
سپورټ

۳ افغان لوبغاړي نن د انګلستان په ۲۰ اوریزه سیالیو کې لوبیږي 

 د افغاانستان د کرکټ ملي لوبډلې ۳ لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل، راشد خان او مجیب ځدران د انګلستان په ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د ګډون په موخه انګلستان ته تللي دي، چې اوس مهال په سیالیو بوخت دي.  په دغه ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې محمد نبي عیسی خیل د لیسټر شایر، راشد خان د سسیکس او د مجیب ځدران د همپشایر لوبډلو لپاره لوبیږي، چې پکې درې واړه لوبغاړي په … نور ولولئ
سپورټ

سریلنکا د جنوبي افریقا خلاف په دام کې د ګیریدو څخه بچ شوه 

د سریلنکا او جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې ترمنځ د ټیسټ لوبو لړۍ په لمړۍ سیالۍ سره پیل شوې ده، چې پکې سریلنکا لوبډلې په لمړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ټولې ۲۸۷ منډې جوړې کړې. د سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلې لخوا کرونارا تاني د جنوبي افریقا خلاف د لوبې تر پای تسلیم نشو، خو په نورو لوبغاړو کې بل هیڅ کوم تر ۲۵ او ۲۶ منډې زیاتې جوړې نکړې. کرونارا … نور ولولئ
سپورټ

انګلستاني کپتان د هندۍ لوبډلې خلاف په خپلې کمزورتیا اقرار وکړ 

د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ایون مورګن د هندوستان خلاف په لمړۍ ۵۰ اریزه سیالۍ کې د ماتې وروسته د خپلې لوبډلې په کمزورتیا اقرار وکړ. د نوموړي په وینا لوبډله یې باید د سپین بالینګ خلاف پیاوړې شي، تر څو د لوبې د بریاوو مخه ډپ نشي. ایون مورګن وروسته له هغې د سپین بالینګ خلاف د خپلې لوبډلې د کمزوتیا په اړه خبرې وکړې، چې د هندوستان خلاف ۲۰ اوریزه سیالیو … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان او زیمبابوې ترمنځ د ۵ سیالیو سیریز نن پیلیږي 

په زیمبابوې کې د پاکستان او خپله د زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ پنځوس اوریزه سیالیو لړۍ نن پیلیږي. د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ۵ پنځوس اوریزه سیالۍ داسې مهال پلان شوې دي، چې همدا تیره اونۍ په زیمبابوې کې د اسټرالیا، پاکستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۲۰ اوریزه سیالیو ۳ اړخیز سیریز پای ته ورسید. په دغه سیریز کې زیمبابوې د خپل کوربه توب څخه هم … نور ولولئ
سپورټ

افغانستان فوټبال کې د فلسطین کوربه توب کوي 

د افغانستان د فوټبال فدراسیون خبر ورکړ، چې په کابل کې به د فلسطین د فوټبال د ملي لوبډلې کوربه توب وکړي. د دغه فدراسیون د معلوماتو له مخې د فلسطین د فوټبال ملي لوبډله یې د یوې تمریناتي سیالۍ په موخه کابل ته دعوت کړې ده، چې ورسره هوکړې ته رسیدلي دي. د معلوماتو له مخې د دوړاو فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ دغه دوستانه سیالي به د روان ۱۳۹۷ ه ش کال د اسد … نور ولولئ
سپورټ

د ویسټ انډیز سترګې بیا په بنګله دیش سرې ښکاري

د کوربه ویسټ انډیز او میلمه بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لمړۍ ټیسټ سیالۍ وروسته، چې پکې بنګله دیش د ویست انډیز څخه تاریخي ماتې وخوړه، دویمې ټیسټ لوبه کې هم ویسټ انډیز د بنګله دیش خلاف ښه پیل کړی دی. په سیالۍ کې ویسټ انډیزۍ لوبډلې په لمړۍ پاڼۍ کې د‍ لمړۍ ورځې تر پایه د ۴ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۹۵ منډې جوړې کړې دي، چې پکې د کریګ بریټ … نور ولولئ