سپورټ

نن په نړیوال کرکټ کې ټول میدانونه خالي دي 

 د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د بېلابیلو هېوادونو مختلفو لوبډلو ته د رسمي سیالیو مهالویش جوړیږي، چې دغه سیالۍ د نړیوالې شورا سره رسمي بڼه لري.  د کرکټ نړیوالې شورا هره رسمي سیالي د کرک انفو ویب پاڼې څخه په لیکلې او هم یې انځوریز کلیپونه په ژوندۍ بڼه خپريږي.  د معلوماتو له مخې د بوخت مهالویش سره سره بیا هم نن په نړیوال کرکټ کې هیڅ کومه داسې ۲۰ اوریزه او یا هم ۵۰ … نور ولولئ
سپورټ

زیمبابوې له ډبل ریکارډونو سره مخ شوه 

د پاکستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ پنځوس اوریزه سیالیو په لړۍ کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې زیمبابوې د تاریخي ماتې سره مخ کړه.  د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ سیالیو په لړۍ کې پاکستانۍ لوبډله دریم ځل لپاره د زیمبابوې خلاف په سیالۍ کې مخامخ شوه، چې پکې زیمبابوې د پاکستان څخه بد ترینه خاطره ځان ته یاد ګار پریښوده.  د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لمړی زیمبابوې … نور ولولئ
سپورټ

شهزاد محمدي دویم پړاو لیسټ ای سیالیو کې مخکښ توپ وهونکی دی

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې اوپنر لوبغاړی شهزاد محمدي د نړیوال کرکټ ترڅنګ په کورني کرکټ هم د رنزونو په جوړولو کې مخکښ روان دی. شهزاد محمدي د افغانستان د کورني کرکټ دویم پړاو د «لیست ای» ۵۰ اوریزه سیالیو لمړۍ لوبه په سلیزې سره پیل کړه، چې پکې یې ۱۴۳ منډې جوړې کړې. همدا راز نوموړي د دویمې سیالۍ وروسته په دریمه لوبه کې هم سلیزه جوړه کړې، چې په روان ټورنمنټ کې … نور ولولئ
سپورټ

بوسټ د سوپر سیکس مرحله کې امو زون څخه ماتې وخوړه 

د افغانستان د کورني کرکټ دویم پړاو «لیست ای» سیالیو سوپر سیکس مرحله کې نن د بوسټ زون د کرکټ لوبډله د امو زون خلاف په سیالۍ کې مخامخ وه، چې پکې بوسټ لوبډلې د ټاس په ګتلو امو لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه. امو زون لوبډلې د لوبډلمشر جاوید احمدي او ریاض حسن د سلیزو پرمټ په ټاکلو ۵۰ اورونو کې بوسټ لوبډلې ته د ۳۱۹ منډو هدف ورکړ، خو بوسټ لوبډله … نور ولولئ
سپورټ

انګلستان د هندوستان څخه خپل غچ بیرته واخیست 

د کوربه انګلستان او میلمه هندۍ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې ۲۰ اوریزه سیالیو وروسته د ۵۰ اوریزه لوبو لړۍ کې انګلستان بریا خپله کړه. د دوړاو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لمړی په ۳ شل اوریزه سیالیو کې هندوستان ۲ د ۱ مقابل کې بریاوې خپلې کړې وې، خو انګلستان یې ځواب بیرته د ۵۰ اوریزه سیالیو په لړۍ کې ۲ د ۱ مقابل کې ماتو سره ورکړ. د درې ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو … نور ولولئ
سپورټ

تبریز شمسي د سریلنکا خلاف روان سفر کې د جنوبي افریقا ملتیا پریښوده 

 د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې سوکه توپ اچونکی تبریز شمسي د سریلنکا خلاف د روانو سیالیو د سیریز څخه د خپل کور پر لور روان شو. د کرک انفو ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، تبریز شمسي د سریلنکا خلاف د لمړنۍ ترسره شوې ټیسټ سیالۍ وروسته بیرته هې،اد ته ستون شوی دی. د معلوماتو له مخې، دغه لوبغاړي د خپلې کورنۍ د شخصي ستونزې له کبله دغه پریکړه کړې ده او په روانو … نور ولولئ
سپورټ

هندۍ لوبډلې یو ځل بیا ویکټ کیپر د لاسه ورکړ 

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي ویکټ کیپر توپ وهونکي ریدمن ساحه د انګلستان خلاف د هندۍ لوبډلې په پیل شوي سیریز کې نه لوبیږي. د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې دغه لوبغاړی د انګلستان خلاف د ټیسټ سیالیو په سیریز کې د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې سره د ویکټ کیپر بیتسمین په توګه اخیستل شوی و، خو د هندي کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، نوموړی د چپ لاس ګوتې د ټپي کیدو … نور ولولئ
سپورټ

فرانسې د فوټبال نړیوال جام اتلولي خپله کړه

د پای لوبه کې فرانسه د کروشیا خلاف سیالۍ کې مخامخ شوه، چې تر پایه پورې دواړو لوبډلو یو د بل دروازې په ګولونو وننګولې، خو فرانسې د کروشیا خلاف د دوه ګولو په وهلو سره مخکې وه. په سیالۍ کې د کروشیا فوټبال ملي لوبډلې ۲، خو فرانسې بیا ۴ ګولونه ووهل او د ۲۰۱۸ م کال د فوټبال نړیوال جام اتلولي یې په په خپل نوم کړه. د ۲۰۱۸ م کال د فیفا … نور ولولئ
سپورټ

محمد نبي د انګلستان ۲۰ اوریزه سیالیو کې له راشد خان او مجیب ځدران وړاندې روان دی

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې او په نړیوال کرکټ کې مشهوره الراونډر محمد نبي عیسی خیل د انګلستان په ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د دوه نورو افغان لوبغاړو سره یو ځای ګډون کړی دی، چې ښه پیل له ځان سره لري. د انګلستان د بلاسټ په نوم ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې محمد نبي عیسی خیل د لیسټر شایر، راشد خان د سسیکس او مجیب ځدران د همپشایر لوبډلې لپاره … نور ولولئ
سپورټ

سریلنکا د جنوبي افریقا کیسه په ۳ ورځو کې ختمه کړه

په سریلنکا کې د جنوبي افریقا خلاف کوربه سریلنکا لوبډلې په لمړۍ ټیسټ سیالۍ کې د میمله لوبډلې په ماتې سره پیل وکړ. په سیالۍ کې د سریلنکا کرکټ ملي لوبډلې په لمړۍ پاڼۍ کې د کرونارا تاني د ۱۵۸ ناسوځیدلو او په دویمه پاڼۍ کې یې د ۶۰ منډو جوړلو پرمټ د جنوبي افریقا لوبډلې ته د ۳۵۲ منډو هدف ورکړ. سریلنکا د خپل بالینګ پرمټ افریقايي لوبډله په لمړۍ پاڼۍ کې په ۱۲۶ … نور ولولئ