افغانستان

شاپور ځدران؛ هغه چي افغانستان ته یې په شل آوریزه لوبو کي لومړی آور ترسره کړ!

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي تېز توپ اچونکی شاپور ځدران هغه لوبغاړی دئ، چي د افغان کرکیټ ملي لوبډلي لپاره یې په لومړۍ نړیواله شل آوریزه لوبه کي لومړۍ ویکیټه اخیستې! د افغانستان کرکیټ بورډ د کرنټین دې شپو او ورځو کي د افغان مینوالو د خوښ ساتلو لپاره پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه د لوبغاړو د ریکارډونو او تمرینونو یادونه کوي، چي دا ځلي یې د شاپور ځدران د ریکارډ ستاینه کړې. بورډ … نور ولولئ
افغانستان

د کندهار والي حیات الله حیات په کرونا ويروس اخته شوی!

حيات الله حيات نن سهار رسنیو ته په ليږلې خبرپاڼه کي ویلي، چي د کرونا د نښو په ليدلو ده خپل سمپل هم د کندهار د کرونا د تشخيص لابراتور ته ورکړی، چي پايله يې مثبته ختلې ده. کندهار والي وایي دی به خپلي چاري خپل د اوسېدو له ځايه سمبالوي او ستونزه به نه رامنځته کیږي. والي حيات الله حيات له خلکو غوښتي، چي کرونا جدي ونيسي او روغتيایي تدابير مراعت کړي. په دې … نور ولولئ
افغانستان

دولت احمدزی؛ افغانستان ته یې په شل آوریزه لوبو کي لومړۍ ویکیټه اخیستې وه!

د افغانستان کرکیټ ملي لوبډلي پخوانی تېز توپ اچونکی او د غوراوي کمېټې اوسنی غړی دولت احمدزی هغه افغان لوبغاړی وو، چي د افغان کرکیټ ملي لوبډلي لپاره یې په لومړۍ نړیواله شل آوریزه لوبه کي لومړۍ ویکیټه واخسیتله. د افغانستان کرکیټ بورډ د کرنټین دې شپو او ورځو کي د افغان مینوالو د خوښ ساتلو لپاره پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه د لوبغاړو د ریکارډونو او تمرینونو یادونه کوي، چي دا ځلي یې د … نور ولولئ
افغانستان

کریم صادق؛ افغانستان ته یې په شل آوریزه لوبو کي لومړۍ منډه جوړه کړې وه.

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي پخوانی اوپنر(پيلوونکی) لوبغاړی کریم صادق هغه لوبغاړی دئ، چي د افغان کرکیټ ملي لوبدلي لپاره یې په لومړۍ نړیواله شل آوریزه لوبه کي لومړۍ منډه جوړه کړې وه. د افغانستان کرکیټ بورډ د کرنټین دې شپو او ورځو کي د افغان مینوالو د خوښ ساتلو لپاره پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه د لوبغاړو د ریکارډونو او تمرینونو یادونه کوي، چي دا ځلي یې د کریم صادق د ریکارډ ستاینه … نور ولولئ
افغانستان

محمد نبي یو ځلي بیا له غریبو کورنیو سره مرسته وکړه + انځورونه

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي الراونډر لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل د خپل خیریه بنسټ له لوري یو ځلي بیا د لسګونه غریبو خلګو سره په کابل او لوګر ولایتونو کي مرسته وکړه. محمدنبي عیسی خېل پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي، چي دا مرسته له هغو اړمنو کسانو سره وشوه، چي د کرنټین له امله له سختو مالي ستونزو سره مخ دي. نبي د هیواد پر ټولو شتمنو خلګو هم ږغ کړی، چي د … نور ولولئ
افغانستان

مهال واک هره ورځ لسګونه غریبانو ته روژه ماتی برابروي + انځورونه

موډله او د افغاني فلمونو مشهوره اداکاره مهال واک کابل ولایت کي هره ورځ له دوو سوو نیولې تر درې سوو پوري غریبو خلګو ته روژه ماتی برابروي. پر ټولنیزو رسنیو د هغې دا کار خورا ستایل شوی او د روژه ماتي ورکولو په مهال یې انځورونه ډېر خپاره شوي. زیاتو هیوادوالو ورته د خیر دوعاوي کړي. مهال واک د کابل فنس په نوم یوه ټلویزیوني چینل کي هم د غربیو هیوادوالو حال پوښتي او … نور ولولئ
سپورټ

ایسلنډي لوبغاړي د ۵۰۱ کیلو ګرام وزن په پورته کولو سره نړیوال ریکارډ جوړ کړ+ویډیو

د ایسلنډ هیواد د وزن پورته کولو تکړه لوبغاړي هافتور بیورنسون ۵۰۱ کیلو ګرام وزن پورته کړ او په دې سره یې نړیوال ریکارډ جوړ کړ. هافتور بیورنسون، چي د خپل هیواد ایسلنډ او نړۍ په سطحه د وزن پورته کولو سیالۍ ترسره کوي، دا ځلي وتوانېد، چي د انګلستاني لوبغاړي ریکارډ مات کړي او خپله نړیوال ریکارډ جوړ کړي. د انګلستان هیواد تکړه لوبغاړي ادي هال په ۲۰۱۶م کي ۵۰۰ کیلو ګرام وزن پورته … نور ولولئ
افغانستان

کرکیټ بورډ: د خوست کرکیټ لوبغالي رغنیز کارونه ۹۹ سلنه بشپړ شوي- انځورونه

د افغانستان کرکیټ بورډ وايي، چي د خوست کرکیټ لوبغالی به په راتلونکو دوو اونیو کي د ۷ زره نندارچیانو لپاره چمتو شي. افغان کرکیټ بورډ پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي، چي د خوست په کرکیټ لوبغالي کي د زیاتو نندارچیانو د ځای برابرولو چاري په چټکۍ سره رواني دي. بورډ وایي، چي اوس یې چاري ۹۹ سلنه بشپړي شوي. د خوست ولایت په دې کرکیټ لوبغالي کي پخوا درې زره نندارچیان ځایېدل، چي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د راشدخان تازه، جالبې او نوې څرګندونې!

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نوموتي لوبغاړي راشدخان ارمان پرون شنبه د افغانستان ملي سپورټ سره په ژوندۍ بڼه د خپل لوبه‌ییز او شخصي ژوند په اړه ګڼې خبرې وکړې. موږ یې دلته مهمې خبرې درته راخیستې: ۱ـ “یو نیم او دوه کاله کېږي، چې زه د شل آوریزه سیالیو په نړیواله درجه‌بندۍ کې د نړۍ لومړی توپ اچونکی یم، دا زما او ټولو هېوادوالو لپاه د افتخار ځای دی، زما … نور ولولئ
افغانستان

راشد: ما او هیوادوالو ته ویاړ دی چي د نړۍ لومړی توپ اچونکی یم!

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي نوموتي لوبغاړي راشدخان ارمان پرون شنبه د ملي سپورټ پر رسمي فیسبوک پاڼه په ژوندۍ بڼه د خپل لوبیز او شخصي ژوند په اړه وږغېد. هغه د کرکیټ نړیوالي شورا له خوا د تازه خپرې سوي درجه بندیۍ په اړه وویل، چي ما او هیوادوالو ته د ویاړ ځای دئ، چي زه په شل آوریزه سیالیو کي د نړۍ لومړی توپ اچونکی یم. هغه زیاته کړه: «یو نیم یا … نور ولولئ