افغانستان

د بورډ پخوانی مشر: کرکیټ بورډ او ملي لوبډله اوس سیاسي شوي!

د افغانستان د کرکیټ بورډ پخواني رئیس نسیم الله دانش له امریکا ږغ آشنا راډیو سره په یوې ځانګړې ورزشي خپرونه کي ویلي، چي کرکیټ بورډ او ملي لوبدله اوس په سیاست کي ښکېل ده، نو په همدې موخه د پرمختګ پر ځای شاتګ کوي. دانش وايي د کرکیټ بورډ اوسني مشران ټول سیاسي دي، نو دوی هیڅ وخت د افغانستان کرکیټ بورډ سره لازمه مرسته نشي کولای. هغه ویلي: « اوس بورډ ټوله سیاسي … نور ولولئ
سپورټ

د نشه یي توکو رانیولو په خاطر یوه فوټبالر خپل د سرو زرو مډال پلورلی!

یو فوټبالر چي په نشه یي توکو روږد وو، د نشه یي توکو د پیداکولو او رانیولو په موخه یې خپل د سرو زرو مډال پلورلی. د برازیل هیواد د سائوپائولو کلب پخواني دفاعي لوبغاړي فلاویو دونیزته ویلي، چي د فوټبال په دوران کي یې حتا د نشه یي توکو(کوکائین) د رانیولو په موخه یې خپل د سرو زرو ګټلی مډال پلورلی. دونیزته ویلي هغه کلونه کلونه د فوټبال ترڅنګ په نشه یي توکو روږد … نور ولولئ
افغانستان

د نړۍ نوموتی فوټبالر میسي یو بل ریکارډ ته هم نژدې شوی!

د آرجنټاین او بارسلونا کلب تکړه نوموتی لوبغاړی لیونل میسي یو بل نړیوال ریکارډ ته هم نژدې سوی، که لوبي پیل سي، نو ډېر ژر به یاد ریکارډ ته ځان ورسوي. میسي تر دې دمه د بارسلونا لوبډلي لپاره ۶۹۷ ګولوهني ترسره کړي او د دې ترڅنګ یې بیا نورو لوبغاړو ته د ۲۸۹ د ګول پاسونه ورکړي. د دې دواړو مجموعه ۹۸۶ کیږي، چي که چیري میسي ۱۴ ګولوهني د پاسونو په شمول ترسره … نور ولولئ
افغانستان

پنجاب لوبډلي د مجیب ځدران اختریزه مبارکي پښتو او اردو ژبو خپره کړې+ویډیو

د هندوستان په ستر تجارتي کرکیټ لیګ کي ګډونوالي لوبډلي «کینګز الیون پنجاب» د خپل تکړه افغان لوبغاړي مجیب الرحمن ځدران دوې هغه ویډیوي خپرې کړې، چي پکښي په یوې کي یې په اردو او بلي کي یې بیا په پښتو ژبه ټولو مینوالو ته د اختر مبارکي ویلې. کینګز الیون پنجاب لوبډلي د افغان لوبغاړي دا داوړي ویډیوګاني پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي خپرې کړي. افغان لوبغاړي مجیب ځدران په اُردو ژبه خپلو ټولو … نور ولولئ
افغانستان

کرکیټ؛ د افغان لوبغاړو اختریز انځورونه!

د افغانستان کرکیټ بورډ وايي، چي افغان اتلانه هم د اختر خوښۍ له کورنیو سره یو ځای په خپلو کورونو کي لمانځي او هڅه کوي د کرنتین اُصول مراعت کړي. بورډ وايي، چي ملي لوبغاړي د کرنتین د اُصولو مراعتولو په موخه بهر ته له تګه ډډه کوي او ټول خپل اختر له خپلو کورنیو سره په کورونو کي لمانځي. افغان کرکیټ بورډ پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي د نجیب الله ځدران، محمدنبي عسی خېل، … نور ولولئ
افغانستان

اکرمن: افغانان له قوي لوبډلو سره یوازې لوبه نه، بلکې ماتول یې غواړي

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي د توپوهني نوی ټاکل شوی روزونکی ایچ ډي اکرمن وايي، چي افغان لوبډله یوازي دا نه غواړي، چي له قوي هیوادونو سره ولوبیږي، بلکي غواړي قوي هیوادونو ته ماتي هم ورکړي. د کرکټ په برخه کي د نړۍ مشهوره وېبسایټ (ESPNcricinfo)سره ایچ ډي اکرمن د افغان لوبډلي لپاره پر راتلونکو پلانونو او دې ته ورته نورو مسائیلو تازه مرکه کړې. ایچ ډي اکرمن د افغان کرکیټ ملي لوبډلي په … نور ولولئ
افغانستان

هوتک: ۲ کاله کیږي عاید نلرم، خو بیا هم تر خپله وسه مرسته کوم

د افغانستان د آزادي مبارزې تکړه لوبغاړی احمدولي هوتک وايي، چي ۲ کاله کیږي نه سیالۍ او نه هم عاید لرم، خو د خپل توان په اندازه له غریبو هیوادوالو سره مرسته کوم. احمدولي هوتک پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي لیکلي، چي زه به د خپل غریب ولس ترڅنګ ولاړ یم. هغه لیکلي: «۲ کاله کېږي له سیاليو لرې یم، کوم عاید نه لرم خو بیا مې هم د غریب ولس تر څنګ یم، د … نور ولولئ
سپورټ

د MMA نړیواله درجه بندي؛ روسی مسلمان لوبغاړی حبیب په سر کی دی!

د آزادي مبارزې «MMA» نړیواله درجه بندي خپره شوه، چي پکښي د روسیې هیواد تکړه مسلمان لوبغاړی حبیب نورمحمدوف په لومړي ځای کي راغلی. دا نړیواله درجه بندي د آمریکا هیواد ESPN ټلویزوني چینل خپره کړې، چي پکښي مسلمان لوبغاړی نور محمدوف د ښه ځلېدو او ښو لوبو له امله لومړی ځای نیولی. د یادي درجه بندۍ په اساس په دوهم ځای کي جان جونس، درېیم ځای کي هنري سوهودو او په څلورم ځای کي … نور ولولئ
افغانستان

يمين احمدزی; هغه چي افغانستان ته یې په ټیسټ سیالیو کي لومړنۍ ویکیټه اخیستې.

د افغانستان کرکیټ ملي لوبډلي لپاره په لومړۍ ټیسټ لوبه کي لومړنۍ ویکیټه تېز توپ اچونکي یمین احمدزي اخیستې. د افغانستان کرکیټ بورډ د کرنټین دې شپو او ورځو کي د افغان مینوالو د خوښ ساتلو لپاره پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه د لوبغاړو د ریکارډونو او تمرینونو یادونه کوي، چي دا ځلي یې د تېز توپ اچونکي یمین احمدزي د ریکارډ ستاینه کړې. بورډ د یمین احمدزي په اړه لیکلي: ‹‹يمين احمدزی هغه چټک … نور ولولئ
افغانستان

د کرکیټ بورډ پخواني مسولین: بورډ کي اجرایه ریاست ته اړتیا نشته باید لیري شي!

د افغانستان د کرکیټ بورډ پخواني مشر نسیم الله دانش او د کرکیټ بورډ پخواني اجرائیه رئیس حامد شینواري دواړو په جلا ـ جلا ډول ویلي، چي د افغانستان په کرکیټ بورډ کي اجرائیه ریاست ته هیڅ اړتیا نشته باید چي لیري شي. حامد شینواري له یوې نړیوالي رسنۍ سره په خپلي تازه مرکه کي ویلي، چي په افغان کرکیټ بورډ کي باید اجرائيه ریاست لغوه شي، تر څو د کرکیټ بورډ د مشر کار … نور ولولئ