افغانستان

چټک توپ اچونکی حمید حسن نن ۳۳ کلن شو!

د افغانستان کرکیټ ملي لوبډلي د پخواني چټک توپ اچونکي حمید حسن نن دوشنبه ۳۳مه کلیزه ده. هغه نن ۳۳ کلن شو. حمید حسن د ۱۹۸۷م کال د جون میاشتي په لومړۍ نېټه د هیواد په ننګرهار ولایت کي زېږېدلی. حمید حسن د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي لپاره ۳۶ یو ورځنۍ او ۲۲ بیا شل آوریزه لوبي ترسره کړي دي. دې لوبغاړي په یو ورځنیو لوبو کي ۵۹ او شل آوریزه لوبو کي یې … نور ولولئ
اقتصاد

جاپان سیلانیانو ته پر ګرځېدو پیسې ورکوي

لیکنه: محمدصابر حمیدي جاپان د ډېرو سیلانیانو جذبولو او پیدا کولو په موخه غواړي مسافرینو ته د ورځې ۱۸۵ ډالره ورکړي. د میګ نیوز د راپور پر بنسټ جاپاني چارواکو پرېکړه کړې، چې هره ورځ په دې هېواد کې ګرځېدونکو سیلانیانو ته ۱۸۵ ډالره ورکړي. له دې کار څخه یې موخه دا ده، چې له کرونا ویروس وروسته یو ځلې بیا جاپان د سیلانیانو په صنعت کې وده او پرمختګ وکړي. د راپورونو له مخې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د کرونا له امله به ۵۴ میلیونه امریکایان له لوږې سره مخ شي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د نورو هېوادونو ترڅنګ امریکا هم کرونا ویروس سخته ځپلې او یوې څېړنې ښودلې، چې د دې ویروس له امله به ۵۴ میلیونه امریکایان له لوږې سره مخ شي. د فارس خبري اژانس د راپور له مخې کرونا ویروس په امریکا کې زیات شمېر کارونه په ټپه درولي، چې په همدې موخه زیاتره کاروکونکي بېکاره شوي دي. ګارډین ورځپاڼي لیکلي، چې په امریکا کې د فیدینګ په نامه یوه څېړنیز مرکز په … نور ولولئ
اقتصاد

هغه ۱۰ کسان چې په یوه اونۍ کې یې د نړۍ تر بل هر چا ډېرې پيسې ګټلې

لیکنه: محمدصابر حمیدي یوې امریکايي مجلې د لسو هغه کسانو نومونه خپاره کړي، چې په نړیواله سطحه یې په یوه اونۍ کې تر نورو ټولو ډېرې پيسې ګټلې دي. د فوربز په نامه یادې امریکايي مجلې هغه فهرست خپور کړی، چې د مې میاشتې له ۲۱ تر ۲۸مې، چې یوه اونۍ کېږي، ډېرې پيسې ترلاسه کړې دي. د دې فهرست په لومړي ځای کې د لويي ویتان شرکتونو مشر برنار آرنو راغلی. هغه په یوه … نور ولولئ
رسنۍ

روغتیا وزارت: که د الکوزي درمل ګټور وه نو په ډېر ویاړ سره به یې ټولي نړۍ سره شریک کړو.

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح له رسنیو سره په خپلو تازه څرګندونو کي ویلي، عامي روغتیا وزرات د هر هغه اقدام څخه ملاتړ کوي، چي د کرونا ویروس مخینوي کوي. مجروح وايي که چیري د الکوزي له لوري جوړ شوي درمل سل سلنه هم ګټور وي، خو بیا هم روغتیا وزارت اړ دئ، چي په خپلو لابراتوارونو کي یې وګوري. د مجروح په خبره تر ازمایلو وروسته که دا درمل ګټور … نور ولولئ
افغانستان

د کندهار ولایتي شورا ریس: کندهار کې که چا د الکوزي د درملو مخنیوی وکړ په تیږو یې وولئ!

د کندهار د ولایتي شورا ریس سیدجان خاکرېزوال وايي، حکیم الکوزی دي کندهار کي خپل درمل پلورنځی خلاص کړي. ښاغلي خاکرېزوال خلګو ته سپارښتنه وکړه، که له مرکز کابل او یا هم دننه په کندهار کي چا د یاد درمل پلورنځی د بندېدو هڅه وکړه په تیږو یا ډبرو یې وولئ. هغه تر غرمې مخکي د کندهار د عامي روغتیا ریس ډاکټر محمد اشرف نادري په مخکي دا خبري خلګو ته وکړې. سیدجان خاکریزوال وروسته … نور ولولئ
افغانستان

کابل او کندهار کي د الکوزي په ملاتړ پراخ لاریونونه روان دي!

پر ټولنیزو رسنیو داسي انځورونه خپاره شوي، چي په مرکز کابل او کندهار کي زرګونه کسانو د حکیم الکوزي په ملاتړ لاریونونه کړي او لا هم دوام لري. دوی له دولته غواړي، چه کابل او کندهار کي دي د حکیم الکوزي له لوري جوړ شوو درملو ته اجازه ورکړي. په دې دوو ولایتونو کي وروسته له هغه د زرګونه کسانو له لوري لاریونه دوام لري، چي د عامي روغتیا وزارت د شکایاتو دفتر پرون کابل … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

چین: کرونا ویروس له ووهان ښار څخه نه دی خپور شوی

ژباړه: محمدصابر حمیدي د چین هېواد ډاکټران وايي، چې کرونا ویروس د چین هېواد له ووهان ښار څخه نه دی خپور شوی. د ډيلي مېل په حواله په چین هېواد کې له کرونا سره د مبارزې ډاکټران وايي، چې د کویډ ۱۹ ناروغي یا د کرونا ویروس د چین له ووهان ښار څخه نه دی خپور شوی. یاد ډاکټران وايي، دوی د هغو ټولو حیواناتو د غوښو نمونې، چې په ووهان ښار کې پلورل کېدلې، … نور ولولئ
افغانستان

الکوزی: روغتیا وزارت ته چلینج ورکوم چي زما په درملو کي جانبي عوارض نشي پيداکولای.

حکیم الکوزی ادعا کوي، چي د کرونا ضد درمل یې جوړ کړي او هیڅ جانبي عوارض نلري. ښاغلي الکوزي په خپلو تازه څرګندونو کي ویلي، روغتیا وزرات ته یې چلینج ورکړی، چي په درملو کي دي یې جانبي عوارض پیداکړي. هغه وايي، چي درمل یې هیڅ زیان نلري او د کرونا ویروس درملنه ورباندي ډېر ژر او په سم ډول کیږي. الکوزي زیاته کړه: «ما خپله دوا عامي روغتیا وزارت ته ورکړې، چي په خپلو … نور ولولئ
افغانستان

کابل کي د حکیم الکوزي کلینیک وتړل شو!

د عامي روغتیا وزارت د شکایاتو دفتر نن شنبه په کابل کي د حکیم الکوزي د هغه کلینیک څخه لیدنه وکړه، پکښي حکیم الکوزي د کرونا ضد درمل خلګو ته ورکول. د عامي روغتیا وزرات د شکایاتو دفتر په یوې خبرپاڼي سره ویلي، چي وزارت د حکیم الکوزي له لوري جوړشوي درمل ازمايي، خو تر هغو پوري به د هغه لخوا پرانیستل شوی کلینیک تړلی وي. ددې دفتر یو پلاوي د حکیم الکوزي السبحان کلینیک … نور ولولئ