افغانستان

کرکیټ نړیوالي شوار هم افغان لوبغاړی شهزاد محمدي له یاده ندی ایستلی!

د کرکیټ نړیوالي شورا یا آی سي سي د خپلي رسمی فیسبوک پاڼي پر کور ځای باندي د افغان لوبغاړي شهزاد محمدي انځور خپور کړی. یاد انځور په تېر ۲۰۱۹م د نړیوال جام په لوبه کي اخیستل شوی، چي هغه لوبه تېر کال په همدې ورځ ترسره شوه او افغان کرکیټ ملي لوبډلي د سریلانکا څخه ماته ومنله. په یاد انځور کي د شهزاد محمدي سره د ویکیټ ساتني په مهال د سریلانکا ملي لوبډلي … نور ولولئ
سپورټ

ویسټ انډیز د انګلستان په وړاندي ټیسټ لوبو ته لوبډله اعلان کړه

ټاکل شوې ویسټ انډیز او انګلستان کرکیټ ملي لوبډلي درې ټیسټ لوبي د انګلستان په کوربتوب ترسره کړي، چي یادو سیالیو ته ویسټ انډیز خپله ۱۴ کسیزه لوبډله نن اعلان کړه. د ویسټ انډیز اعلان شوې لوبډله په دې ډول ده: جېسن هولډر لوبډلمشر، جرماین بلک ووډ، نکروماه بونر، کریګ بریتوېت، شماراح بروکس، جون کمبیل، روسټن چېس، رخیم کوموال، شېن دوریش، چیمر هولډر، شې هوپ، الزاري جوزیف، رومین رېف او کېمر روچ. ویسټ انډیز او … نور ولولئ
افغانستان

کرکیټ نړیوالي شورا د محمدنبي او راشدخان ارمان ستاینه کړې!

آی سي سي یا د کرکیټ نړیوالي شورا پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي د دوو تنو تکړه لوبغاړو محمدنبي عیسی خېل او راشدخان ارمان ستاینه کړې. دې شورا لیکلي، چي راشدخان ارمان په شل آوریزه سیالیو کي د نړۍ لومړی نمبر توپ اچونکی دی او محمدنبي عیسی خېل بیا په شل آوریزه سیالیو کي د نړۍ لومړنی نمبر الراونډر لوبغاړی دی. د دې ترڅنګ آی سي سي دا هم … نور ولولئ
خوندیتوب

بومرا: که توپ اچونکي توپ په لاړو نه کړي له ډېرو ستونزو سره به مخ شي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې تېز توپ اچونکي جسپریت بومرا د آی سي سي یا کرکټ نړیوالې شورا پر هغې پرېکړې خواشیني ښودلې، چې له مخې یې توپ اچوونکي نور نشي کولای چې توپ په لاړو کړي. بومرا ویلي که چېرې توپ خراب وي او په لاړو نشي، نو توپ اچوونکي به له ګڼو ستونزو سره مخ شي. له کرونا ویروس څخه وروسته د کرکټ بیا پیلېدو لپاره د کرکټ نړیوالې … نور ولولئ
سپورټ

میسي: له کرونا وروسته به فوټبال د پخوا غوندې نه وي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د ارجنټاین د فوټبال ملي لوبډلې او اسپانوي کلب بارسلونا تکړه بریدګر لوبغاړي لیونل میسي په خپلې تازه مرکه کې د پخوا په پرتله د فوټبال پر بدلونونو غږېدلی. میسي د اسپانوۍ ورزشي ورځپاڼې آس سره په خپلې تازه مرکه کې ویلي، چې له کرونا ویروس وروسته به هېڅکله هم فوټبال د پخوا غوندې نه وي. هغه ویلي هغه خوند چې په فوټبال کې له کرونا ویروس څخه مخکې وو، بیا به … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبډله روانه میاشت تمرینونه پیلوي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې افغان کرکټ ملي لوبډله به تر اوږده ځنډ وروسته په روانه جون میاشت کې تمرینونه پيل کړي. افغان کرکټ بورډ ویلي، چې په همدې موخه د سې‌شنبې پر ورځ په کرکټ بورډ کې ناسته ترسره شوه. د بورډ د ادارې مسوولینو او لوبډلمشر اصغر افغان د ویډو کنفرانس له لارې د افغان کرکټ بورډ د مشر فرهان یوسفزي، د ملي لوبډلې د روزونکي لانس کلوزنر او … نور ولولئ
افغانستان

حکیم الکوزی: ۱۰ ورځې کېږي چې روغتیا وزارت مې لا درمل نه دي ازمایلي

لیکنه: محمدصابر حمیدي حکيم الکوزي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې ۱۰ ورځې کېږي چې روغتیا وزارت ته یې درمل سپارلي، خو لا تر اوسه یې پایله نه ده معلومه. ښاغلي الکوزي له عامې روغتیا وزارته وغوښتل، چې د درملو پایله یې ژر تر ژره معلومه کړي، چې د خلکو اندېښنې کمې شي. هغه وویل: “زه له عامې روغتیا وزارت سره په اصولي ډول کردار کوم. که زما درمل تایید او یا هم ناتایید … نور ولولئ
افغانستان

د اُلمپيک نړیوالي کمېټې په افغانستان کي د ورزش پیلېدو غوښتنه وکړه!

د اُلمپيک نړیوالي کمېټې د افغانستان اُلمپیک ملي کمېټې څخه غوښتي، چي د افغان دولت سره یوه داسي کړنلاره پیداکړي، چي ډېر ژر په افغانستان کي یو ځلي بیا ورزش پيل شي. د یادي کمېټې مشر توماس باخ په یوه رسمي اعلامیه افغان اُلمپيک کمېټې ته راستولې او ورڅخه غوښتنه شوې، چي ډېر ژر په افغانستان کي ورزش یو ځلي بیا پيل کړي. په یادي اعلامیې کي راغلي، چي افغان المپيک کمېټه دي د افغان … نور ولولئ
افغانستان

کرکیټ نړیواله شورا: پر سر پټۍ تړونکي افغان اتل ته دي د کلیزي مبارک وي!

د کرکیټ نړیوالي شورا یا آی سي سي پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي افغان چټک توپ اچونکي حمید حسن ته د هغه د کلیزي مبارکي ویلې. د کرکیټ نړیوالي شورا د حمید حسن په اړه لیکلي: «د افغان کرکیټ ملي لوبډلي پر سر پټۍ تړونکي اتل ته دي د کلیزي مبارک وي.» د افغانستان کرکیټ ملي لوبډلي د پخواني چټک توپ اچونکي حمید حسن نن دوشنبه ۳۳مه کلیزه ده. هغه نن ۳۳ کلن شو. حمید … نور ولولئ
افغانستان

د افغان فوټبال ملي لوبډلي پخوانی ګول ساتونکی د کرونا له امله مړ شو!

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلي پخوانی تکړه ګول ساتونکی صادق ابراهیمي په کرونا ویروس اخته وو، چي بلاخره همدې ویروس ورڅخه ژوند واخیست. د افغانستان فوټبال فدراسیون پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي لیکلي، په ډیري خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چي د افغانستان فوټبال ملي لوبډلي پخوانی ګول ساتونکی د کرونا ویروس څخه مړ شو. د افغانستان فوټبال فدراسیون د هغه پر مړینه خواشینۍ څرګنده کړې. صادق ابراهیمي له ۲۰۰۲ څخه بیا تر … نور ولولئ