افغانستان

تېر کال په همدې ورځ افغان لوبډله له سویلي افریقا سره مخ شوه+ویډو

افغان کرکټ ملې لوبډلې د ۲۰۱۹م د کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې تېر کال په همدې ورځ د سویلي افریقا کرکټ ملې لوبډلې په وړاندي ولوبېده، چې افغانستان د سویلي افریقا څخه په ۹ ویکټو ماته وخوړه. په یاده لوبه کې لومړی افغانانو توپوهنه کړې وه، چې د لوبي په ۳۴،۱ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۵ منډي جوړي کړي وې او په دې سره یې سویلي افریقا ته د … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

یوې افغانې د امریکا کانګرس ته ځان نوماند کړی

ژباړه: صابر حمیدي زینب محسیني وايي، که واتوانېده چې د امریکا کانګرس ته بریالۍ شي، نو د مهاجرینو، پنا‌غوښتنکو او لږکیو د حقونو لپاره به مبارزه وکړي. زینب محسیني، چې افغانۍ ده، د امریکا متحده ایالاتو کانګرس ته یې ځان نوماند کړی. د معلوماتو له مخې زینب محسینې په ۲۰۰۳م کې د جنګ او جګړو له امله امریکا ته کډواله شوې او اوس د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس لپاره د اقلیتونو، خصوصاً د پنا‌غوښتونکو … نور ولولئ
سپورټ

میسي فوټبال ته ښه راوګرځېد؛ یو ګول او دوه بیا د ګول پاسونه+ویډیو

له اوږده ځنډه وروسته تېره شپه د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۸مي اونۍ په لوبو کي بارسلونا فوټبال لوبډله د مایورکا فوټبال لوبډلي سره د مایورکا په کوربتوب ولوبېده. په یاده لوبه کي بارسلونا ۴ ګولونه پر ۰ مایورکا ته سخته ماته ورکړه. یاده لوبه کي د بارسلونا لپاره لومړۍ ګولوهنه د لوبي په ۲همه دقیقه کي ارتور ویدال، په ۳۷مه دقیقه کې بریتوېت، په ۷۳یمه دقیقه کې جوردي البا او په ۹۰یمه دقیقه … نور ولولئ
افغانستان

دوه کلونه مخکې په همدې ورځ د افغان لوبډلي لومړۍ ټیسټ لوبه وه

دوه کلونه مخکې په همدې ورځ (۲۰۱۸م جون میاشتي ۱۴مه) افغان کرکټ ملي لوبډلي خپله لومړۍ نړیواله ټیسټ لوبه د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي په وړاندي پيل کړې وه. د یادي لوبي پچه هند وګټله او د توپوهني پرېکړه یې وکړه. دې هیواد په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۴۷۴ منډي جوړي کړې، چې وروسته افغان لوبډلي په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۰۳ او دوهمه پاڼۍ کې یې بیا ۱۰۹ منډي جوړي کړې. په دې سره افغان … نور ولولئ
افغانستان

نامعلوم برخلیک؛ دولت ځدران روان تمریناتي کمپ کې نشته

د تیري یکشنبې په ورځ د کابل په کرکټ لوبغالي کې ۲۲ افغان لوبغاړو د کورونا ټولو اُصولو ته په پام کي نیولو سره له اوږډه ځنډه وروسته یو ځلي بیا تمریناتي کمپ پيل کړ. افغان کرکټ بورډ د تمرینونو له پيل څخه یوه ورځ مخکې د هغو ۲۲ افغان لوبغاړو لیست خپور کړ، چي په روان تمریناتي کمپ کې به برخه اخلي. په لومړي سر کي یاد تمریناتي کمپ کي دا ۲۲ لوبغاړي شامل … نور ولولئ
سپورټ

سنګاکارا: کولي سرښندونکی او له نورو جلا لوبغاړی دی

د سریلانکا هیواد د کرکټ ملي لوبډلي پخواني تکړه او نوموتي لوبغاړي کمارا سنګاکارا په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې ویراټ کوهلي د کرکټ په نړۍ کي د نورو لوبغاړو څخه یو جلا لوبغاړی دی. سنګاکارا ویلي، چې ویراټ کوهلي د اسټرالوي لوبغاړي ډونالډ براډمن څخه راوروسته لوړ مهارت، ښه فزیکي جوړښت او ښه چټکتیا لري. هغه زیاته کړه: «ویراټ کوهلي په واقیعت کې یو فټ لوبغاړی دی. زه په دې پوهېږم او هم … نور ولولئ
افغانستان

د سوک وهنې افغان لوبغاړي یما سعیدي خپل ګانايي سیال ته ماته ورکړه!

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د سوک وهني تکړه لوبغاړي یما سعیدي تېره شپه د ګانا هیواد د تکړه لوبغاړي جي سپینسر سره د سیالي ډګر ته کښته شو، چي افغان لوبغاړي د ګانا هیواد یاد لوبغاړي ته ماته ورکړه او ګټونکی اعلان شو. د رسنیو د معلوماتو له مخي یما د جرمني په برلېن هیواد کي د جي سپینسر په وړاندي لوبه ترسره کړه، چي یما د لوبي په وروستي پړاو کي د زیاتو … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال؛ له اوږده ځنډه وروسته د میسي لوبډله بارسلونا نن لوبه لري!

لیکنه: محمدصابر حمیدي د اسپانیا هېواد لالیګا لیګ د ۸۹یم پړاو سیالۍ د کرونا وایروس له امله د مارچ میاشتې له ۱۰مې څخه درېدلې وې، چې یو ځل بیا د تیري پنجشنبې په ماخستن له مینه‌والو پرته پيل شوې. د لالیګا لیګ د ۲۷ اونیو سیالۍ ترسره شوې وې، خو د ۲۸مې اونۍ پر لوبو یې د کورونا ویروس له امله ځنډ ولګېد. د دې لیګ د ۲۸مې اونۍ لوبو کي نن ماخستن ۱۲نیمي بجې … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان دوو تکړه لوبغاړو هم انګلستان ته له تګه انکار کړی!

د پاکستان کرکټ ملي لوبډله د انګلستان کرکټ ملي لوبډلي سره د انګلستان په کوربتوب درې شل اوریزه او درې بیا ټیسټ لوبي ترسره کوي. خو په یادو سیالیو کي د ګډون په موخه دوو پاکستانیو لوبغاړو محمد عامر او حارث سهېل انګلستان ته له تللو انکار کړی. حارث سهېل او محمد عامر پاکستاني کرکیټ بورډ ته ویلي، چي د شخصي ستونزو له امله نشي کولای، پاکستان کرکیټ ملي لوبډلي سره انګلستان ته سفر وکړي. … نور ولولئ
افغانستان

نظر پوښتنه؛ رحمن الله ګربز ملي لوبډلي ته تر شهزاد محمدي ګټور دی!

افغان مینوال د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي ځوان ویکټ ساتونکی رحمن الله ګربز په ملي لوبډله کي تر ۳۳ کلن شهزاد محمدي ګټور بولي. ستاسو په نظر اوسني وخت کې د افغان کرکټ ملي لوبډلي غوره ویکټ ساتونکی رحمن الله ګربز او که محمد شهزاد دی؟ دا هغه پوښتنه وه، چي د افغانستان ملي سپورټ چینل پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼي خپره کړې وه او مینه والو خپل نظرونه ورکړي وه. ملي سپورټ وايي، … نور ولولئ