سپورټ

افغان کرکټ بورډ: فرهان یوسفزی له دندې نه لرې کیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان کرکټ بورډ د رییس فرهان یوسفزي سلاکار انجنیر عبدالله بارکزی وایي چې په کرکټ بورډ کې اوسنۍ رهبري په خپل ځای پاتېږي. عبدالله بارکزي پر خپلې رسمي فېسبوکپاڼې لیکلي، چې د افغان کرکټ بورډ په رهبرۍ کې د ادلون او بدلون موضوع هېڅ حقیقت نه لري. بارکزي ویلي، چې فرهان یوسفزي د نورو مسوولینو خلاف د کرکټ د پرمختیا او پراختیا لپاره بنیادي اصلاحات، بدلونونه، پرمختګونه او غوره کاري چاپیریال … نور ولولئ
سپورټ

د بنګله دېش پخوانی لوبډلمشر مشرفي مرتضی هم په کورونا اخته شوی!

د بنګله دېش هیواد د کرکټ ملې لوبدلې پخوانی لوبډلمشر مشرفي مرتضی هم په وژونکې ناروغۍ(کورونا ویروس) اخته شوی. د راپورونو له مخې هغه د تیري پنجشبنې راهیسې سخته تبه درلوده، چې له هغه وروسته یې ځان ټیسټ کړ او پایله یې مثبته وختله. مشرفي مرتضی د ۲۰۰۰م کال څخه د بنګله دېش کرکټ ملې لوبډلې لپاره بیلابیلې سیالۍ ترسر کړې او د کپتانۍ په ټوله موده کې د بنګله دېش لپاره تر ټولو بریالی … نور ولولئ
سپورټ

مجیب ځدران: په کرکټ کې مې یوازې یو ارمان پاتې دی

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سلو توپ اچونکې مجیب الرحمن ځدران د طلوع ټلوېزیون سره په یوې تازه مرکه کې ویلي چې کرکټ کې یې ټولې هیلې پوره شوې، خو یوازې یوه هیله یې پاتې ده. مجیب ځدران په یاده مرکه کې وویل، په کرکټ کې یې نورې ټولې هیلې پوره شوې، خو یوازینۍ هیله یې دا پاتې، چې هېواد ته یو جام وګټل شي. مجیب زیاته کړه: “په کرکټ کې چې … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان ته د خپلې مور نصیحت !

ليکنه: صابر حميدي د افغانستان د کرېکټ ملې لوبډلې د تکړه لوبغاړي راشدخان ارمان مور د تیري پنجشنبې په ورځ د ورپيښې ناروغۍ له امله وفات شوه. له هغه وروسته راشدخان د ټولنيزو رسنيو پر خپلو رسمي اکاونټونو ولیکل، چي مور مې د ژوند پور ادا کړ او د تل لپاره د دغه خوږ نعمت څخه بې برخې شوم. هغه لیکلې وه: «درنو هیوادوالو! زما مورجاني د ژوند پور ادا کړ او الله ج د … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

فوټبال؛ ناپولې د ایټالیا کورني ټورنمنټ اتلولي خپله کړه

لیکنه: محمدصابر حمیدي پرون شپه د ایټالیا هېواد د کورني فوټبال ټورنمنټ پایلوبه د دوو قوي لوبډلو ناپولې او یوونټوس ترمنځ ترسره شوه، چې ناپولې فوټبال لوبډلې یوونټوس ته په ماتې ورکولو سره لومړی مقام خپل کړ. یاده پایلوبه بیله کومې ګولوهنې صفر په مقابل کې د صفر په مساوي ډول پای ته ورسېده، خو وروسته لوبه پینالټیو ته ورسېده. په پینالټیو کې ناپولې ۴ پر ۲ بریا خپله کړه او اتلولۍ ته یې ځان … نور ولولئ
سپورټ

انګلستان د ویسټ انډيز په وړاندې سیالیو ته لوبډله اعلان کړه

خبريال: صابرحميدي ټاکل شوې انګلستان کرکټ ملې لوبډله په خپل کوربتوب د ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلي سره درې ټیسټ لوبې ترسره کړې، چې یادو سیالیو ته انګلستان کرکټ بورډ د پنجشبنې په ورځ خپله ۳۰ کسیزه لوبډله اعلان کړه. د انګلستان اعلان شوې لوبډله کې دا لوبغاړي شامل دي: معین علي، جېمز انډرسن، جوپرا ارچر، جانتان بریسټو، ډومینیک بیس، جېمز بریسي، سټارټ بروډ، روري بورنز، جوس بیټلر، زک کراولي، سام کوران، جوی ډینلي، بین … نور ولولئ
سپورټ

د انګلستان کرکټ لوبډلې مسلمان لوبغاړی معین علي ۳۳ کلن شو

خبريال: صابرحميدي د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې د مسلمان لوبغاړې معین علي د پنجشنبې په ورځ ۳۳مه کلیزه وه او ۳۳ کلن شو. معین علي په ۱۹۸۷م کې د جون میاشتې په ۱۸مه نېټه د انګلستان په بریمنګم ایالت کې زېږېدلی دی. د انګلستان ملې لوبډلې دا لوبغاړی په کیڼ لاستي سلو توپ اچونه کوي او د هغه ترڅنګ بیا په چپ لاستي توپوهنه کوي. معین علي خپله لومړۍ ټیسټ لوبه په ۲۰۱۴م کې د … نور ولولئ
سپورټ

پاکستان نه غواړي چې د کرکټ نړیوال جام په خپل وخت ترسره شي!

خبريال: صابرحميدي د اسټرالیا کرکټ بورډ ترڅنګ د پاکستان کرکټ بورډ هم هر ځلې وايې، چي د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام ترسره کېدل امکان نلري، نو په همدې موخه پاکستان هم نه غواړې دا جام ترسره شي. د پاکستان د کرکټ بورډ رئیس احسان ماني په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چي اسټرالیا کې د شل اوریز نړیوال جام ترسره کېدل هیڅ امکان نلري. احسان ماني زیاته کړه، چې په هغه ۱۶ واړه هیوادونو … نور ولولئ
افغانستان

د راشد خان د مور جنازې لمونځ نن په جلال اباد کې اداء شو!

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې د پیاوړي لوبغاړي راشدخان مور بي بي د جنازې لمونځ نن د غبرګولې په ۳۰مه د جلال اباد ښار په شیرزي لوبغالي کې اداء شو. د مرحومې د جنازې په مراسمو کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل، د ملکي او نظامي ادارو مسوولینو، د کرکټ بورډ اجراییه رییس لطف الله ستانکزي، د کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان، د ملې ټیم یو شمېر لوبغاړو، علماء کرامو، مخورو، ځوانانو … نور ولولئ
افغانستان

مجیب ځدران: ویاړ دی، چې د نړۍ دوهم نمبر توپ اچونکی یم

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې سلو توپ اچونکې مجیب الرحمن ځدران د طلوع ټلویزیون سره په یوې تازه مرکه کې ویلې، د ویاړ ځای دی، چي د نړۍ دوهم نمبر توپ اچونکی یم. مجیب ځدران په یاده مرکه کې وویل، چې په نړۍ کې ګڼ شمېر غوره توپ اچونکې شته، خو دا ورته د ویاړ خبره ده، چې دوه افغان لوبغاړي تر ټولو مخکې دي. مجیب زیاته کړه: «دا راته هم خوشحالي راکوي او هم … نور ولولئ