افغانستان

حمدالله محب: د دښمن راکټي حملې بې ځوابه نه پاتېږي!

د هیواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمد الله محب ویلې، چې د دښمن راکټي حملې به بې ځوابه پاتې نشي. حمد الله محب کنړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې په سرکاڼو ولسوالۍ کې له هغه کوره لیدنه وکړه، چې پکې د پاکستاني پوځ راکټ لګېدلی او خلک پکښې شهیدان او زخمیان شوې ول. ښاغلي محب په پیل کې د یادې کورنۍ غړو او ددې ولسوالۍ مشرانو سره غم شریکي وکړه، ددې پېښي … نور ولولئ
سپورټ

سږ کال د سرو زرو توپ هیڅ فوټبالر ته نه ورکول کیږي!

لیکنه: محمدصابر حمیدي فرانس فوټبال په رسمي ډول اعلان وکړ، چې په روان ۲۰۲۰م کې د فوټبال غوره لوبغاړي ته د سرو زرو توپ ورکولو مراسم لغوه شوه. فرانس فوټبال مجلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، چې سږ کال د کورونا ویروس له امله دا مراسم لغوه شوه او هیڅ د فوټبال لوبغاړي ته به د سرو زرو توپ ورنه کول شي. يه یادي اعلامیې کې راغلي: «د ۱۹۵۶م څخه راوروسته د لومړي … نور ولولئ
سپورټ

په دوهمه ټیسټ لوبه کې انګلستانۍ لوبډله بریالۍ شوه!

لیکنه: محمدصابر حمیدي د انګلستان او ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د دریو ټیسټ سیالیو د لړۍ دوهمه لوبه پای ته ورسېده، چې په یاده لوبه کې کوربه انګلستان په ۱۱۳ منډو ویسټ انډيز ته ماتې ورکړه. انګلستانۍ لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼې کې ۴۶۹ او په دوهمه پاڼۍ کې یې بیا ۱۲۹ منډې جوړې کړې. خو ویسټ انډيز بیا په لومړۍ پاڼې کې ۲۸۷ او په دوهمه پاڼۍ کې یې بیا ۱۹۸ منډې … نور ولولئ
سپورټ

نړیوال جام هم راتلونکې کال ته وځنډول شو!

لیکنه: محمدصابر حمیدي د دوشنبې په ورځ د کرکټ نړیوالې شورا د تازه پرېکړې په بنسټ د ۲۰۲۰م د کرکټ نړیوال جام په رسمي ډول راتلونکې ۲۰۲۱م کال ته وځنډول شو. د ۲۰۲۰م د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام د اسټرالیا هیواد په کوربتوب په اکتوبر او نوومبر میاشتو کې ترسره کېدی، خو د کورونا ویروس له امله راتلونکې کال ته وځنډېد. اوس د کرکټ نړیوالې شورا د تازه پرېکړې له مخې نړیوال جام به … نور ولولئ
سپورټ

نجیب الله ځدران هم په ویسټ انډيز لیګ کې واخیستل شو!

د راپورونو له مخې د ویسټ انډیز په کورنیو تجارتي سیالیو«CPL» کې د افغان کرکټ ملې لوبډلې چپ لاستی تکړه توپوهونکی نجیب الله ځدران هم واخیستل شو. راپورونه وايي، چې هغه د محمدنبي او نوراحمد لکڼوال له لوبډلې سنټ لوشیا زووکس سره تړون لاسلیک کړی. په دې تړاو خپله هم نجیب الله ځدران پر خپلې ټویټر پاڼې یو پوسټ کړی. تر دې مخکې د کارابین په لیګ کې ۶ افغان لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل، راشدخان … نور ولولئ
سپورټ

فوټبال؛ ارسنال او چلسي لوبډلو پایلوبې ته لاره وموندله!

د انګلستان په حذفي جام سیالیو کې تېره شپه دوهمه نیمه پایلوبه د چلسي او منچسټر یونایټيډ فوټبال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې چلسي پکې بریا خپله کړه. په یاده لوبه کې چلسي فوټبال لوبډلې ۳ ګولونه پر ۱ منچسټر یونایټیډ فوټبال لوبډلې ته سخته ماته ورکړه. د یادو سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبه کې بیا وړمه شپه ارسنال ـ منچسټر سیټي فوټبال لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د لومړۍ لوبډلې په توګه پایلوبې … نور ولولئ
سپورټ

ډیویلرز: کرکټ ته بیا ښه راستنېږم!

د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې پخواني تکړه او نامتو توپوهونکي اي بي ډیویلرز په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې زه د کرکټ په برخه کې همداسي فټ او چمتو پاتېږم. ډیویلرز زیاته کړه، چې د راتلونکي په اړه معلومات نلري، خو هڅه کوي د کرکټ په برخه کې د پخوا په شان پاتې شي او د کورونا ویروس څخه راوروسته به یو ځلې بیا کرکټ ته ښه راستون شي. کورونا ویروس له … نور ولولئ
سپورټ

ارسنال په نیمه پایلوبه کې منچسټر سیټي ته ماتې ورکړه!

د انګلستان په حذفي جام کې تېره شپه دوې انګلستانۍ لوبډلې ارسنال او منچسټر سیټي فوټبال لوبډلې یو د بل په وړاندې نیمه پایله کې ولوبېدې، چې ارسنال پکې بریا خپله کړه. په یاده لوبه کې ارسنال ۲ ګولونه پر ۰ منچسټر سیټي ته ماتې ورکړه. د ارسنال لپاره دواړې ګولوهنې اُبومیانګ د لوبې په ۱۹مه او ۷۱یمه دقیقه کې ترسره کړې. په دې بریا سره ارسنال فوټبال لوبډلې د انګلستان حذفي جام پایلوبې ته … نور ولولئ
سپورټ

د هند IPL سیالۍ د سیپټمبر په ۲۶مه پیلیږي!

ټاکل شوې د هندوستان د کرکټ کورنۍ سیالۍ«IPL» د هند په ځای متحده عربي اماراتو کې د سیپټمبر میاشتې په ۲۶مه نېټه پيل شي او د نومبر میاشتې په ۷مه نېټه پای ته ورسیږي. د تیري جمعې په ورځ د هند کرکټ بورډ مسوولینو خپلو کې په دې تړاو ناسته وکړه او پکې پرېکړه شوې، چې د هند آی پي ایل سیالۍ به د سیپټمبر له ۲۶مي بیا د نومبر تر ۷مي په متحده عربي … نور ولولئ
سپورټ

فرهان یوسفزی: شپږیزه کرکټ لیګ کې غوره استعدادونه موندلای شو!

د افغانستان د کرکټ بورډ رییس فرهان یوسفزي پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې لیکلې، چې په شپږیزه کرکټ لیګ کې پټ او غوره استعدادونه موندلای شو. فرهان یوسفزي ویلې، چې دا لیګ په کور دننه تر ټولو غوره لیګ دی. افغان کرکټ بورډ او د ملې راډيو ټلویزیون ترمنځ پرون شنبه د شپږیزه کرکټ لیګ د سیالیو خپرولو قرارداد لاسلیک شو. د لاسلیک په مهال د کرکټ بورډ اجراییه رییس لطف الله ستانکزي وویل، چې … نور ولولئ