سپورټ

نن او سبا د فوټبال خورا مهمې سیالۍ ترسره کیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ سیالۍ له ۱۴۹ ورځو وروسته نن جمعه یو ځلې بیا پيلیږي، چې په ترڅ کې به یې نن او سبا ۸ لوبډلې یو د بل په وړاندې د لوبې ډګر ته کښته شي. ددې سیالیو په ترڅ کې نن ماخستن ۱۱:۳۰ بجې یوونټوس د لیون په وړاندې او ریال ماډریډ بیا د منچسټر سیټي په وړاندې په وړاندې لوبیږي. سبا ماخستن پر عیني وخت بیا بارسلونا … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

له خپلو ځورونو سره مینه وکړه

کوم څه چې لیونۍ تلوسه دراچوي په حقیقت کې ستر فرصتونه دي. کوم خلک چې نوکارې درلګوي او پر حساسو رګونو مو ګوتې درږدي هغوی مو تر ټولو لوی ښوونکي دي. کومه موضوع چې مو غوسه درپاروي، هماغه مو ډېره ستره ډالۍ ده. له امله یې شکر وکاږئ او مینه ورسره وکړئ. هغه کسان یا حالات چې ځواک مو در اوبه کوي خورا ارزښتناک دي. ځکه هغوی ستاسې د تنګو باورونو، وېرو او درواغجنو خیالاتو … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

دغه سړي په ۹۶ کلنۍ کې لوړې زده‌کړې بشپړې کړې

لیکنه: محمدصابر حمیدی د ایټالیا هېواد یوه ۹۶ کلن سړي په پوهنتون کې تر ازموینو وروسته بریالی اعلان شو او د پوهنتون له لوري ورته د فراغت سند ورکړل شو. د جوزپه پاترنو په نامه دا سړی اوس په نړۍ کې تر ټولو زوړ سړی وپېژندل شو، چې لوړې زده‌کړې بشپړوي. جوزپه پاترنو له رسنیو سره په خبرو کې وویل: “زده‌کړه داسي څه ده، چې هر څوک یې هر وخت او په هر عمر کې … نور ولولئ
سپورټ

د ۱۷ نه تر ۳۹ کلنۍ پورې د نړۍ تر ټولو غوره کرکټران

لیکنه: محمدصابر حمیدي د کریک ټریکر په نوم یوې نړیوالې ورزشي ویبپاڼې د ۱۷ نه تر ۳۹ کلنې پورې د نړۍ تر ټولو غوره کرکټران معرفی کړي، چې پکې درې افغانان هم شته. راشدخان ارمان، مجیب ځدران او رحمن الله ګربز د افغان کرکټ ملې لوبډلې هغه درې تنه نامتو لوبغاړي دي، چې په دې ډله کې راغلې دي. یاد لوبغاړي په دې ډول دي: ۱ـ د پاکستان نسیم شاه ۱۷ کلن؛ ۲ـ د افغانستان … نور ولولئ
سپورټ

ایرلینډ ته ویاړ؛ انګلستان ته یې سخته ماته ورکړه

لیکنه: محمدصابر حمیدي د انګلستان او ایرلینډ کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د انګلستان په کوربتوب د دریو یو ورځنیو لوبو د لړۍ په وروستۍ لوبه کې ایرلینډ په ۷ ویکټو انګلستان ته سخته ماته ورکړه. په یاده لوبه کې لومړی انګلستان توپوهنه وکړه، چې د لوبې په ۴۹،۵ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ایرلینډ ته د ۳۲۹ منډو هدف وټاکی. د انګلستان لپاره ایون مورګن ۱۰۶، بینټون ۵۸، ویلي ۵۱ او … نور ولولئ
سپورټ

هندي لوبغاړو له لسو میاشتو راهیسي معاشونه ندي اخیستي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د رپوټونو په اساس د نړۍ تر ټولو شتمن کرکټ بورډ «هندوستان» لا له لسو میاشتو راهیسي خپلو لوبغاړو ته معاشونه ندي ورکړي. د انډین اکسپریس د راپور له مخې هندي کرکټ بورډ خپلو ۲۷ قراردادي لوبغاړو ته له تېر ۲۰۱۹م له اکتوبر میاشتې نه معاشونه ندي ورکړي. ددې ترڅنګ ددې هیواد کرکټ بورډ له تېر ۲۰۱۹م ډیسمبر میاشت څخه خپلو لوبغاړو ته د دوو ټیسټ، نهه یو ورځنیو او اته بیا … نور ولولئ
سپورټ

د میدان وردګ کرکټ لوبغالي رغنیزي چارې پيل شوې

لیکنه: محمدصابر حمیدي د هیواد کرکټ بورډ وايي، دا لوبغالی به د یو نیم کال په موده کې بشپړې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. کرکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلې، چې د میدان وردګ ولایت د کرکټ لوبغالي د ځمکې لېږد چارو له بشپړېدو وروسته یې پرون په رسمي توګه ددغه لوبغالي د رغولو چاري پيل کړې. په یاده خبرپاڼه کې راغلې، چې دا لوبغالی په مرکز میدان ښار کې پر ۲۲ … نور ولولئ
سپورټ

سږ کال پنجاب لوبډله او پکې د مجیب ځدران شتون!

لیکنه: محمدصابر حمیدي هندۍ ورزشي ویبپاڼې «کرکټ اډیکټور» د هندوستان په آی پي ایل سیالیو کې د مشهوره لوبډلې «کینګز الیون پنجاب» ۲۵ کسیزه لوبډله اعلان کړې ده، چې پکې افغان لوبغاړی مجیب الرحمن ځدارن هم شتون لري. دې ویبپاڼې د کینګز الیون پنجاب لوبډلې د ۲۵ لوبغاړو نوملړ خپور کړی او ورسره لیکلې یې دي، چې سږ کال به دا لوبغاړي د کینګز الیون پنجاب لوبډلې سره ولوبیږي. یاد لوبغاړي دا دي: کیل راهول، … نور ولولئ
سپورټ

یوسفزی: شپږیزه او افغان شل اوریزه لیګ په ښه ډول ترسره کوو

لیکنه: محمدصابر حمیدي افغان کرکټ بورډ وايي، چې شپږیزه کرکټ لیګ او د افغانستان شل اوریزه کرکټ غوره لیګ په بریالیتوب ترسره کول یې لومړیتوب دی. پرون دوشنبه د افغان کرکټ بورډ رییس فرهان یوسفزي د یادي ادارې له یو شمېر مدیرانو سره د ویډيو کنفرانس له لارې مهالنۍ ناسته وکړه، چې پکې د کرکټ بورډ پر پرمختګونو او راتلونکو پلانونو خبرې وشوې. یوسفزي په یاده ناسته کې وویل: «شپږیزه کرکټ ټورنمنټ او همدارنګه د … نور ولولئ
سپورټ

شپږ افغان لوبغاړي ویسټ اندیز هیواد ته روان شوي

لیکنه: محمدصابر حمیدي افغان کرکټ بورډ وايي، چې د ویسټ انډیز هیواد په کورنیو تجارتي سیالیو کې د ګډون په موخه شپږ افغان لوبغاړو په انګلستان کې له لنډې دمې وروسته ویسټ انډیز ته سفر وکړ. ددې بورډ ویاند فرید هوتک پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې لیکلې، چې محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان، نجیب الله ځدران، مجیب ځدران، نوین الحق او ظاهر خان هغه لوبغاړي دي، چې ویسټ انډیز هیواد ته یې سفر کړی، تر … نور ولولئ