سپورټ

د چلنج کپ تازه خپور شوی مهالوېش او د لوبډلو نوملړونه!

لیکنه: محمدصابر حمیدي ټاکل شوې د روانې اګسټ میاشتې په ۱۳مه نېټه افغان کرکټ بورډ د چلنج کپ کرکټ لوبې پيل کړي، چې تر لسو ورځو دوام وروسته د اګسټ په ۲۲مه نېټه بیرته پای ته رسیږي. د چلنج کپ په نوم په دې سیالیو کې به کابل، کندهار، خوست، هلمند، بلخ، میدان وردګ، ننګرهار او فاریاب کرکټ لوبډلې یو د بل په وړاندې په دوو ګرپونو کې ولوبیږي. تازه کرکټ بورډ پر خپلې رسمې … نور ولولئ
سپورټ

ممکن IPL سیالیو کې نورو افغان لوبغاړو ته د لوبېدو زمینه برابره شي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د هندوستان د کرکټ غوره لیګ «IPL» د راتلونکې سیپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه د متحده عربي اماراتو په کوربتوب پیلیږي او د نوومبر میاشتې تر ۱۰مې نېټې پوري به دوام وکړي. اوس ممکن د هند په آی پي ایل ۱۳م پړاو کې د محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان او مجیب ځدران ترڅنګ نورو افغان لوبغاړو ته هم د لوبېدو زمینه برابره شي. ددې لیګ بولۍ مخکې ترسره شوې، خو د سویلي … نور ولولئ
سپورټ

نصرت حقپرست خپل امریکايي سیال ته سخته ماته ورکړه + ویډیو

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د ازادي مبارزې تکړه او نامتو لوبغاړي نصرت حقپرست د امریکايې سیال الکس مونوز په وړاندې و لوبېد، چې یاد لوبغاړی یې له سختې ماتې سره مخ کړ. دا لوبه چې په «UFC» سازمان کې ترسره شوه، افغان لوبغاړي حقپرست د ډېرو امتیازونو په خپلولو سره بریالی اعلان شو. حقپرست او لکس مونوز په پنځه دقیقه‌یې پړاوه سیالي کې یو د بل په وړاندې ولوبېدل، چې لومړی یې ۰ـ۰ مساوي … نور ولولئ
سپورټ

انګلستان په لومړۍ ټیسټ لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه

لیکنه: محمدصابر حمیدي د انګلستان او پاکستان کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د انګلستان په کوربتوب د ۳ ټیسټ سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې کوربه انګلستان په ۳ ویکیټو پاکستان ته ماتې ورکړه. د پاکستان لومړۍ پاڼۍ په یاده لوبه کې پاکستان لومړی توپوهونه پيل کړه، چې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۲۶ منډې جوړې کړې. شین مسعود ۱۵۶، بابراعظم ۶۹ او شاداب خان بیا ۴۵ منډې … نور ولولئ
سپورټ

د امریکا په ټېنس سیالیو کې نامتو لوبغاړي ګډون نه کوي

لیکنه: محمدصابر حمیدي ویل کېږي چې د امریکا متحده ایالاتو د ټینس آزادي سیالۍ به د ۲۰ قوي او نامتو لوبغاړو پرته په نیویارک ښار کې ترسره شي. زیاتره اروپايي هېوادونو دا پرېکړه کړې، چې بهرنیو هیوادونو ته له سفر څخه وروسته باید په اجباري توګه په یاد هېواد کې ۱۴ ورځې کرنتین وي. دا موضوع د دې سبب ګرځېدلې، چې د ټینس زیاتره لوبغاړي تر نامعلومې مودې پوري په سیالیو کې برخه وانخلي. نو … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

زمریان هم د انسان د مینې پر ارزښت پوهېږي + ویډيو

لیکنه: محمدصابر حمیدي د ځنګل یو اوسېدونکی، چې له زمریانو سره ډېره مینه لري، هر شپه ورسره یو ځای خوب کوي. د ځنګل هغه اوسېدونکی، چې ډېر وختونه به یوازي و، اوس هره شپه څو زمریان ورسره یو ځای خوب کوي او غېږې ته یې ورځي. د دې خبري د اثبات لپاره د یاد سړي او زمریانو څخه د شپې ویډيو شوې چې تاسو یې لاندي لیدلای شئ. https://twitter.com/MRMOBHAM2/status/1291488304039432194
بریا او پرمختګ

د نړۍ تر ټولو پياوړی موبایل

لیکنه: محمدصابر حمیدي د «Oppo» په نامه موبایلونه د ۲۰۲۰م په جولای میاشت کې د نړۍ تر ټولو پیاوړي موبایلونه پېژندل شوي او د پیاوړو موبایلونو په سر کې راغلي. د «Antutu» خبري اژانس د راپور له مخې د ۲۰۲۰م په جولای میاشت کې د نړۍ تر ټولو پياوړي موبایلونه «Oppo Find X2 Pro » د ۶۱۳ نمرو په خپلولو سره وټاکل شول. د یاد خبري اژانس د راپور له مخې دا موبایلونه ۱۲ ګیګابایته عملیاتي حافظه … نور ولولئ
سپورټ

د تازه پرېکړې له مخې د کرکټ دوه نړیوال جامونه او کوربه هیوادونه یې!

لیکنه: محمدصابر حمیدي د جمعې په ورځ د کرکټ نړیوالې شورا تر یوې غونډې وروسته پرېکړه وکړه، چې د ۲۰۲۱م د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام به په هند او د ۲۰۲۲م د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام به بیا په اسټرالیا هیواد کې ترسره شي. ددې ترڅنګ یاده غونډه کې د ښځینه وو ترمنځ د کرکټ نړیوال جام چې په راتلونکې ۲۰۲۱م کال ترسره کېدی، ۲۰۲۲م کال ته د نیوزیلینډ هیواد په کوربتوب وځنډول … نور ولولئ
سپورټ

د هند نامتو لوبغاړي ډوهني IPL سیالیو ته چمتوالی پيل کړی

لیکنه: محمدصابر حمیدي د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو لوبغاړي مهندرا سینګ ډوهني د هندوستان کورنیو تجارتي سیالیو «IPL» ته چمتوالی پيل کړی. هغه د تېر ۲۰۱۹م نړیوال جام څخه راورسته د ملې لوبډلې څخه لرې شوی او تراوسه ورسره بیا ندی یو ځای شوی. ډوهني د هند آی پي ایل سیالیو ته په مارچ میاشت کې هم تمرینونه پیل کړي وه، خو د یاد ټورنمنټ تر ځنډېدو وروسته هغه خپل تمرینونه … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان: له اړمنو او یتیمو افغان ماشومانو نه ملاتړ کوم

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو لوبغاړي راشدخان ارمان ویلې، چې له هغو افغان ماشومانو نه ملاتړ کوي، چې یتیمان وي، زده کړو، پاکو اوبو او روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ونلري. راشدخان پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې ددې ترڅنګ ویلې، چې زه لوی کارونه نشم کولای، خو کولای شم کوچني کارونه په ډېره مینه سره ترسره کړم. هغه دا هم لیکلې، چې یو کوچنی کار په ښه نیت ترسره کول … نور ولولئ