افغانستان

خلیفه برج نن د افغانستان په درې رنګه بیرغ پوښل کیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د سفارت او دوبۍ کې د افغان جنرال قونسلګرۍ په هڅو او د اماراتو دحکومت په همکارۍ به نن سې شنبه د نړۍ پر دنګې ودانۍ برج خلیفه باندې د افغانستان بیرغ رڼا شي. په متدحده عربي اماراتو کې جنرال کونسل مسعود احمد عزیزي وايي، چې د افغانستان د ۱۰۱یمي کلیزي په ویاړ به نن ماخستن ۸:۴۵ دقیقې برج خلیفه د هیواد په درې رنګه … نور ولولئ
سپورټ

غرختونکې افغانې نجلۍ نوی ریکارډ جوړ کړ + انځورونه

لیکنه: محمدصابر حمیدي فاطمه سلطاني، چې غرختونکې ۱۷ کلنه نجلۍ ده، په کم عمر کې یې د افغانستان تر ټولو لوړ غره ته په ختلو سره ریکارډ جوړ کړ او دا ریکارډ په هیواد دننه په فاطمې سلطاني پسي ثبت کړل شو. فاطمه سلطاني د یو شمېر نورو نارینه او ښځینه لوبغاړو سره یو ځای د هندوکش د غرونو په لړۍ کې نوشاخ څوکې ته ختلې، چې په دې سره دا د هیواد په سطحه … نور ولولئ
سپورټ

هیوادوال: د ملې لوبډلې زیات عمر لرونکې لوبغاړي دي هم استعفا ورکړي

لیکنه: محمدصابر حمیدي پر ټولنیزو رسنیو زیات شمېر د کرکټ مینوالو پوسټونه کړي او د افغان کرکټ ملې لوبډلې د یو شمېر زیات عمر لرونکو لوبغاړو څخه یې د استعفا ورکولو غوښتنه کړې. دوی وایي، چې د هندي مهندرا سینګ ډوهني او سوریش رانا په څېر دي د ملي لوبډلې هغه لوبغاړي استعفا ورکړي، چې عمر یې زیات دی. د دوی په خبره، چې په ملې لوبډله کې زیات عمر لرونکي لوبغاړي باید ځوانو لوبغاړو … نور ولولئ
سپورټ

تازه؛ ډوهني د نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه

لیکنه: محمدصابر حمیدي د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې مخکښ توپوهونکي مهندرا سینګ ډوهني د نړیوالو لوبو سره مخه ښه وکړه. هغه خپل تقاعد پر انسټاګرام د یوه پوسټ په ترڅ کې اعلان کړی او ویلې دي، چې زه نن د نړیوال کرکټ سره مخه ښه کوم. هغه ویلي: «ستاستو له منني او همکارۍ څخه ډېره مننه کوم ما له نړیوال کرکټ سره د مخي ښې پرېکړه کړې.» که څه هم په دې پوسټ کي … نور ولولئ
سپورټ

ویسټ انډیز لیګ د افغان لوبغاړو په شتون کې پیلیږي

لیکنه:محمدصابر حمیدي ټاکل شوې د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ تجارتي سیالۍ«CPL» راتلونکې سې شنبه د ۶ افغان لوبغاړو په شتون کې پيل شي. د ویسټ انډیز هیواد دا لیګ راتلونکې سې شنبه د اګسټ میاشتې په ۱۸مه نېټه پيلیږي او د سیپټمبر میاشتې تر ۱۰مې نېټې پوري دوام کوي. په دې لیګ کې ۹ افغان لوبغاړي اخیستل شوي وه، خو درې لوبغاړي د ویزو نه درلودلو له امله پاته شول او اوس به ۶ … نور ولولئ
سپورټ

په وزن پورته کولو کې د ټولې اروپا اتله مسلمانه شوه

لیکنه: محمدصابر حمیدي د ټولي اروپا په سطحه د وزن پورته کولو ښځينه لوبغاړې ربکا کوها وروسته له هغه د خپل ورزشي مسلک سره مخه ښه وکړه، چې مسلمانه شوه. هغې پر خپل انسټاګرام ویلې، چې د اسلام په مبارک دین مشرفه شوه او له دې وروسته به نور د اسلامي حجاب مراعتولو په موخه د وزن پورته کولو په سیالیو کې ګډون ونکړې. هغې لیکلي: «ملګرو! ما نن د خپل ژوند په اړه یوه … نور ولولئ
سپورټ

اشیش نهرا: راشدخان به په IPL سیالیو کې ښې لاسته راوړنې ولري

لیکنه: محمدصابر حمیدي د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې پخواني نامتو چټک توپواچونکي اشیش نهرا د راشدخان ارمان په ګډون د هغو لوبغاړو نومونه په ډاګه کړي، چې سږ کال به په آی پي ایل سیالیو کې ښه ولوبیږي او د لوبډلو په ګټه به خورا مثبت تمام شي. هغه د راشدخان ارمان ترڅنګ د ویسټ انډیزي کیرون پولارډ او د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې سلو توپ اچونکي عمران طاهر یادونه کړې، چې … نور ولولئ
سپورټ

نن شپه د فوټبال خورا مهمه او جذابه سیالي!

لیکنه: محمدصابر حمیدي د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ د درېیم پړاو په سیالیو کې نن شپه ۱۱:۳۰ بجې بارسلونا فوټبال لوبډله د بایرن مونیخ فوټبال لوبډلې سره د لوبې ډګر ته کښته کیږي. دې سیالیو ته اسپانوۍ لوبډلې بارسلونا او جرمنۍ لوبډلې بایرن مونیخ دواړو د پوره چمتوالي خبر ورکړی. ددې ترڅنګ پر همدې وخت منچسټر سیټي فوټبال لوبډله د لیون سره لوبیږي. دا د اروپا اتلانو لیګ د درېیم پړاو لوبې دي، چې … نور ولولئ
سپورټ

مسلمان فوټبالر: نړیوال باید په دې پوه شي، چې مسلمانان تر ټولو مهم دي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د جرمني هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او ارسنال کلب تکړه مسلمان لوبغاړي مسعود اوزیل په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې نړیوال باید پوه شي مسلمانان تر ټولو مهم دي. هغه دا څرګندونې د ایغوري مسلمانانو په وړاندې د روان ظلم په مخالفت کي کړې. مسعود اوزیل زیاته کړې، چي د ایغوري مسلمانانو په وړاندې روان ظلم ډېر ناراحته کړی او «د مسلمانانو ځانونه مهم دي» شعار د نړیوالو لپاره مهم … نور ولولئ
سپورټ

اسټرالیا او انګلستان هیوادونه راتلونکې میاشت سیالۍ لري

لیکنه محمدصابر حمیدي د اسټرالیا او انګلستان کرکټ بورډونو تازه خبر ورکړی، چې په راتلونکې سیپټمبر میاشت کې دا دوه هیوادونه درې شل اوریزه او درې بیا یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي. د کرکټ نړیوالي شورا راپور ورکړی، چې انګلستان او اسټرالیا لومړی د شل اوریزه سیالیو لړۍ او له هغه وروسته بیا د یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کوي. ددې شورا د راپور له مخي لومړۍ شل اوریزه لوبه د سیپټمبر په ۴مه نېټه، … نور ولولئ