سپورټ

پریټي زینټا یو ځلې بیا په پښتو ژبه خبرې کړي + ویډیو

لیکنه: محمدصابر حمیدي د هندوستان هیواد نامتو فلمي اداکارې پریټي زینټا یو ځلې بیا په پښتو ژبه خبرې کړي، چې دا ویډيو یې پر خپلې ټویټرپاڼې او فیسبوک پاڼې خپره کړې. په پښتو ژبه د څرګندونو دا ویډيو، چې ډېرو هیوادوالو پر ټولنیزو رسنیو لاس پر لاس کړې، پکې پریټي زینټا غوښتي، آی پي ایل سیالۍ د کورونا ویروس څخه د خوندیتوب په موخه خپلو کورونو کې وګورئ. هغې یاده ویډيو کې ویلې: «سلامونه مینوالو … نور ولولئ
سپورټ

ډیویلرز IPL سیالۍ ښه راپيل کړې

لیکنه: محمدصابر حمیدي د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې او په آی پی ایل سیالیو کې د رویال چلینجرز بنلګور لوبډلې نامتو او تکړه توپوهونکی اي بي ډیویلرز تېره ورځ د بنګلور لپاره ښه توپوهنه وکړه او آی پي ایل سیالۍ یې خورا ښې راپيل کړې. پرونۍ لوبه کې د ډیویلرز توپوهنه ډیویلرز پرون د بنګلور په ګټه د حیدرآباد لوبډلې په وړاندې ۵۱ منډې په ۳۰ توپونو جوړې کړې. هغه په خپله پرونۍ … نور ولولئ
رسنۍ

راشدخان ۲۲ کلن شو؛ د هغه لوبیز ژوند ته مو کتنه کړې

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړی راشدخان ارمان نن ۲۲ کلن شو، چې پر ټولنیزو رسنیو ورته ګڼو هیوادوالو د کلیزې مبارکې ویلې. راشدخان ارمان په ۱۹۹۸م کال کې د سیپټمبر میاشتې په ۲۰مه نېټه د هیواد په ننګرهار ولایت کې زېږېدلی دی. افغان کرکټ بورډ هم پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې افغان لوبغاړي راشدخان ته د کلیزې مبارکې ویلې او د کرکټ نړیوالي شورا په درجه بندۍ کې یې … نور ولولئ
سپورټ

نن د هند په IPL سیالیو کې د مجیب ځدران د ټیم لوبه ده

لیکنه: محمدصابر حمیدي د هندوستان هیواد د کرکټ کورنۍ تجارتي سیالۍ پرون شنبه په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې، چې نن یکشنبه په دویمه لوبه کې کینګز الیون پنجاب لوبډله د ډهلي کپیټلز لوبډلې سره مخ کیږي. دا لوبه نن مازدیګر ۶:۳۰ بجې د دوبۍ په نړیوال کرکټ لوبغالي کې پيلیږي. ننۍ لوبه کې افغان لوبغاړی مجیب ځدران هم د کینګز الیون پنجاب لوبډلې سره لوبیږي. مجیب پرون په یوه ویډيويي پيغام کې له … نور ولولئ
سپورټ

د هند IPL سیالۍ د چینای په بریا سره پيل شوې

لیکنه: محمدصابر حمیدي د هندوستان هیواد د کرکټ کورنۍ تجارتي سیالۍ له اوږده ځنډه وروسته پرون شنبه په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې. د دې لیګ په لومړۍ لوبه کې چینای سوپر کینګز او ممبي انډینز لوبډلې یو د بل په وړاندې د سیالي ډګر ته کښته شوې، چې چینای په پنځو ویکټو ممبي ته ماتې ورکړه او د آی پي ایل سیالیو پيل یې په بریا سره وکړ. د یادې لوبې حال پچه … نور ولولئ
سپورټ

د IPL پيل؛ نن دوې پیاوړي لوبډلې سره مخ کیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د هندوستان هیواد د کرکټ کورنیو تجارتي سیالیو ۱۳م پړاو نن شنبه مازدیګر پیلیږي، چې په لومړۍ لوبه کې چینای سوپر کینګز او ممبي انډینز لوبډلې یو د بل په وړاندې د سیالي ډګر ته کښته کیږي. دا دوې پياوړې لوبډلې نن مازدیګر ۶:۳۰ بجې لوبه پيلوي. چینای سوپر کینګز، ډهلي کپيټلز، کینګز الیون پنجاب، کلکته نایټ رایډرز، رویال چلینجرز بنګلور، سنرایزر حیدراباد، راجستان رویالز او ممبي انډینز هغه اته لوبډلې دي، … نور ولولئ
سپورټ

پنجاب لوبډلې په پښتو ژبه مجیب ځدران ته ښه راغلاست ویلی + ویډيو

لیکنه: محمدصابر حمیدي د هندوستان په آی پي ایل سیالیو کې ګډونوالې لوبډلې کینګز الیون پنجاب پر خپلې رسمي فسبوک پاڼې د افغان لوبغاړي محیب ځدران هغه ویډیو خپره کړې، چې په پښتو ژبه یې پکې خبري کړې او یادې ویډیو سره یې په پښتو ژبه لیکلي، چې ښه ښه راغلاست مجیب. مجیب ځدران په یاده ویډیو کې له ټولو هیوادوالو غوښتي، چې کینګز الیون پنجاب لوبډلې ته د بریاوو دوعا وکړئ. هغه زیاته کړه: … نور ولولئ
سپورټ

سبا IPL پیلیږي؛ ځانګړي مراسم نه لري

لیکنه: محمدصابر حمیدي د هندوستان آی پي ایل سیالیو ۱۳م پړاو سبا شنبه تر اوږده ځنډه وروسته پیلیږي، چې په لومړۍ لوبه کې چینای سوپر کینګز او ممبي انډینز لوبډلې یو د بل په وړاندې د سیالي ډګر ته کښته کیږي. د ورکړل شوو معلوماتو له مخې دا لوبه سبا شنبه مازدیګر ۶:۳۰ بجې د دوبۍ په شیخ زاهد کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي. چینای سوپر کینګز، ډهلي کپيټلز، کینګز الیون پنجاب، کلکته نایټ رایډرز، … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان: د شل اوریزه نړیوال جام ګټلو تمه لرم

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړي راشدخان ارمان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې د شل اوریزه نړیوال جام ګټلو تمه لري. راشدخان د هندي سلو توپ اچونکې ایشواین سره په یوه ویډيويي کنفرانس کې ویلې، افغان لوبډله ټولې هغه وړتیاوې لري، چې نړیوال جام وګټي او اوسنۍ موخه یې هم د نړیوال جام ګټل دي. هغه ویلې، د دې کار لپاره کلک باور په کار دی. راشدخان زیاته کړه: … نور ولولئ
سپورټ

ډیویلرز: لوبغالي کې له مینوالو پرته به هم ښه کرکټ وکړم

لیکنه: محمدصابر حمیدي د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې او په آی پي ایل سیالیو کې د رویال چلینجرز بنګلور لوبډلې نامتو او تکړه لوبغاړی اي بي ډیویلرز وايي، لوبغالي کې له مینوالو پرته به هم ښې لوبې وکړم. د کریک اډیکټور ورزشي ویبپاڼې د راپور له مخې نامتو توپوهونکي ډیویلرز ویلې، چې د مینوالو پرته له کرکټ کولو سره عادی دی او د پيلېدونکي آی پي ایل سیایلو په ټولو لوبو کې به … نور ولولئ