سپورټ

راشد او مجیب نړیواله درجه بندي کې بیا هم خپل مقامونه ساتلي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې دوه نامتو لوبغاړو راشدخان ارمان او مجیب الرحمن ځدران د کرکټ نړیوالې شورا تازه خپره شوې درجه بندي کې خپل لومړی او دوهم ځای ساتلی. د کرکټ نړیوالې شورا پرون چهارشنبه په شل اوریزه سیالیو کې د توپوهونکو او توپ‌اچونکو درجه بندي اعلان کړه. د توپ‌اچونکو په درجه بندي کې د نیوزیلنډ تیم سوتي شپږ قدمه پرمختګ کړی او اووم ځای یې خپل کړی. د ویسټ … نور ولولئ
سپورټ

د عربي اماراتو لس اوریزه لیګ او پکې اخیستل شوي ګڼ افغانان

لیکنه: محمدصابر حمیدي د متحده عربي اماراتو د کرکټ لس اوریزه لیګ د راتلونکي جنورۍ میاشتي په ۲۸مه نېټه پیلیږي او د فیبرورۍ میاشتي په ۶مه نېټه پای ته رسیږي. په دې لیګ  کې اته لوبډلې مراتا عربینز، بنګله ټایګرز، ډهلي بولز، نارترن وایررز، ډیکن ګلډیټرز، قلندرز، ټیم ابودوبۍ کرکټ، پوني ډیویلز شاملي دي. یادو اتو ګډونوالو لوبډلو ته د لوبغاړو د پیر مراسم«بولي» پرون چهارشنبه ماخستن ترسره شوه، چې پکې ۱۵ افغان لوبغاړي واخیستل … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان او نیوزیلنډ شل اوریزه لوبې؛ دوې نیوزیلنډ، خو یوه پاکستان وګټله

لیکنه: محمدصابر حمیدي د پاکستان او نیوزیلنډ کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د نیوزیلنډ هیواد په کوربتوب د درو شل اوریزه سیالیو لړۍ ترسره شوه، چې په دوو لوبو کې نیوزیلنډ، خو په یوې لوبه کې بیا پاکستان بریا خپله کړه. په دې سره دا لړۍ نیوزیلنډ ۲ پر ۱ د پاکستان څخه وګټله. لومړۍ لوبه پاکستان او نیوزیلنډ هیوادونو لومړۍ شل اوریزه لوبه د تیري جمعې په ورځ ترسره کړه، چې په همغه لوبه کې … نور ولولئ
سپورټ

شل اوریزه سیالیو کې د ۲۰۲۰ کال زیات ویکټ‌اخیستونکي لوبغاړي

لیکنه: محمدصابر حمیدي دا چي ۲۰۲۰م کال په ختمېدو دی، نو موږ د کرکټ په نړۍ کې هغه لس لوبغاړي درپېژنو، چې ۲۰۲۰م کال کې یې شل اوریزه سیالیو کې زیاتې ویکټې اخیستې دي. ۱ـ لونګي نیګیډي د سویلي افریقا، ۱۷ویکټې، ۹لوبو کې. ۲ـ حارث روف د پاکستان، ۱۶ویکټې، ۱۱لوبو کې. ۳ـ افتاب حسین د هانکانګ، ۱۵ویکټې، ۹لوبو کې. ۴ـ شردیل ټاګور د هندوستان، ۱۵ویکټې، ۹لوبو کې. ۵ـ سیازرول ادروس د مالیزیا، ۱۴ویکټې، ۸لوبو کې. … نور ولولئ
سپورټ

په ۳،۶ میلیونه ډالره اخیستل شوی، د رونالډو موټر وپېژنئ

لیکنه: محمدصابر حمیدي د پرتګال هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او د ایټالوي کلب یوونټوس تکړه او نامتو بریدګر لوبغاړی په زیات شمېر سره ګرانبیه موټرونه لري، چې یو یې له هغو څخه د رولز رویس په نوم دی له شکه پرته کریسټیانو رونالډو په نړۍ کې یو شتمن کس بلل کیږي، چې د خپلې وړتیا په مټ یې د فوټبال له ډګره ډېرې پيسې لاس ته راوړې دي. د لوبو ترڅنګ دا مخکښه فوټبالر … نور ولولئ
سپورټ

اصغر افغان ۳۳ کلن شو؛ موږ یې د لوبو په اړه معلومات راټول کړي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان نن سې شنبه ۳۳ کلن شو. اصغر په ۱۹۸۷م کال کې د فیبرورۍ میاشتې په ۲۲مه نېټه کابل ولایت کې زېږېدلی. افغان کرکټ بورډ پر خپلې رسمي فیسبوک پانې هغه ته د کلیزي مبارکي ویلې او لیکلي یې دي: «افغان د خپلي لوبډلمشرۍ په موده کې د افغانستان لپاره په ۲۰۱۷ز کال کې د ټېسټ سیالیو غړیتوب، د ټېسټ لومړۍ بریا، په ۲۰۱۸ز … نور ولولئ
سپورټ

ازاده مبارزه؛ احمدولي هوتک د برازیلي لوبغاړي سره کابل کې لوبیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د ازادې مبارزې تکړه او نامتو لوبغاړی احمدولي هوتک څه موده وړاندې خبر ورکړی وو، چې دا ځلي  په هیواد دننه یوه سخته سیالي ترسره کوي او بلاخره یې پرون دوشنبه د خپل سیال سره د لوبې کولو نېټه اعلان کړه. ښاغلي هوتک پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼې ویلي، چې د راتلونکي ۲۰۲۱م کال د فیبرورۍ میاشتي په ۲۱مه نېټه به په کابل کې د برازیلي سیال لیونارډو باربوسا په … نور ولولئ
سپورټ

د شهید الیاس داعي په نوم د کرکټ لوبي جوړیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي ټاکل سوې راتلونکې پنجشنبه هلمند ولایت کي د شهید محمد الیاس داعي په نوم د کرکټ سیالۍ پیل سي. د دې سیالیو مسوولین وایي، دا پنځویشت آوریزه لوبي د پنځو لوبډلو ترمنځ دي، چي راتلونکې پنجشنبه په هلمند کي د بيان د ازادۍ قرباني شهيد محمد الياس داعي په نوم پيليږي. لښکرګاه ښاروالي، ډاکټر عبدالرازق، سباوون راډيو ټلويزيون، روحاني کرکټ اکاډمي او اراکوزيا پوهنتون کرکټ لوبډلي هغه پنځه ټیمونه دي، چي په … نور ولولئ
سپورټ

د انګلستان او سویلي افریقا ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه!

لیکنه: محمدصابر حمیدي انګلستان کرکټ ملي لوبډلي د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلي ته ماته ورکړه. د انګلستان او سويلي افريقا کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د انګلستان په کوربتوب د درې شل اوريزو سیاليو د لړۍ څخه یې په لومړۍ لوبه کي انګلستان په پنځو ویکټو سویلي افریقا ته ماته ورکړه. لومړی توپوهنه سویلي افریقا وکړه، چي په ټاکلو شلو آورونو کي یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره انګلستان ته د ۱۷۹ منډو … نور ولولئ
سپورټ

په کابل کې د اس ځغلوني سیالي ترسره شوه

لیکنه: محمدصابر حمیدي د هیواد په مرکز کابل کې د اُلمپیک ملي کمېټې له لوري د لسو ولایتونو لوبغاړي راجمعه کړل شوي وه، چي د یوې ورځي لپاره یې د اس ځغلوني سیالي ترسره کړه. په دې سیالیو کي له لسو ولایتونو ۲۴ لوبغاړو ګډون کړی وو، چې په ۱۲۰۰ کیلو متره واټن کې یې اس ځغلونه وکړه. د ورکړل شوو معلوماتو له مخي عبدالاحد له میدان وردګ څخه لومړی، سمیر پاینده د کابل څخه … نور ولولئ