سپورټ

په ملې لوبډله کې پر نه اخیستلو، دروېش رسولي ناهیلې ښوودلې

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنې ملې لوبډلې تکړه توپوهونکی دروېش رسولي، چې ملې لوبډلې هم په یو شمېر لوبلړیو کې اخیستی، خو د ایرلینډ په وړاندې پر نه اخیستلو یې ناهیلې ښوودلې. هغه پر خپلې رسمې فیسبوک‌پاڼې دا ناهیلې د خپل او وفادار مومند له انځور سره د یوه بیت په خپرولو سره کړې. افغان کرکټ بورډ د ایرلینډ په وړاندې دریو یو ورځنیو لوبو ته ۱۶ کسیزه لوبډله پرون شنبه … نور ولولئ
سپورټ

د ایرلینډ په وړاندې سیالیو ته افغان لوبډله اعلان شوه

لیکنه: محمدصابر حمیدي افغان کرکټ بورډ نن شنبه د ایرلینډ په وړاندې دریو یو ورځنیو نړیوالو لوبو ته ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه. اعلان شوې لوبډله اصغر افغان لوبډلمشر او په لوبډله کې رحمت شاه، نوین الحق، هشمت‌الله شهیدي، یمین احمدزی، عثمان غني، عضمت‌الله عمرزی، رحمن‌الله ګربز، سیداحمد شېرزاد، نجیب‌الله ځدران، جاوید احمدي، راشدخان ارمان، محمدنبي، ګلبدین نایب، مجیب‌الرحمن ځدران او شراف الدین اشرف شامل دي. https://www.facebook.com/1585279335059992/posts/2849146638673249/ افغان کرکټ بورډ د یادو لوبو د کره … نور ولولئ
سپورټ

نوروز منګل: د راشد نیمګړتیاوې غټ روزونکي نشي موندلای؛ هغه ډېر ځیرک توپ‌اچونکی دی

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او لوبډلمشر نوروز منګل وايي، په توپ‌اچونه کې د راشدخان ارمان نیمګړتیاوي غټ ـ غټ روزونکي نشي موندلای، ځکه هغه یو ډېر ځیرک توپ‌اچونکی دی. د افغان کرکټ بورډ له لوري د راشدخان ارمان د ستایني په مراسمو کې نوروز منګل وویل، چې د راشدخان وروستۍ لاسته راوړنه د افغان لوبډلې او د ټولو افغانانو لپاره یو غټ ویاړ دی. هغه زیاته کړه: «تراوسه پوري … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان: کاش مور او پلار مې ژوندي وایی، چې زما لویه لاسته‌راوړنه یې لیدلې وای

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه لوبغاړي راشدخان ارمان پر خپلې ټویټر پاڼې ویلې، کاش مور او پلار مې ژوندی وایی، چې د هیواد لپاره یې زما دا لاسته راوړنه لیدلې وای. راشدخان ارمان پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې د دې ترڅنګ له ولسمشر اشرف غني څخه مننه کړې، چې ورته عالي دولتي مډال ورکوي. هغه لیکلي: «کاش چې مور او پلار مې ژوندي وای او د هیواد له‌پاره … نور ولولئ
سپورټ

ایسفاین کریک‌انفو د کال غوره لوبډلې اعلان کړې؛ په یوې کې راشدخان هم شته

لیکنه: محمدصابر حمیدي د کرکټ په برخه کې مشهور ویبپاڼې ایسفاین کریک‌انفو د ۲۰۲۰م کال غوره لوبډلې په دریو واړه فارمټونو کې اعلان کړې، چې په شل اوریزه سیالیو کې راشدخان ارمان هم د کال په غوره لوبډله کې راغلی. شل اوریزه لوبډله کوینټن ډیکوک، جوش بټلر، کېل راهول، اي بي ډیویلرز، نیکولاس پوران، کیرون پولارډ، شاداب خان، راشدخان، جسپریت بومرا، جوپرا ارچر او شاهین افریدی. https://www.facebook.com/18429207554/posts/10157821564197555/ پنځوس اوریزه لوبډله ایرون پینچ، ډیویډ وارنر، ویراټ … نور ولولئ
سپورټ

مجیب ځدران: هڅه کوم هرځای ښې لوبې وکړم؛ بیګ باش کې یې ۵ ویکټې واخیستې

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو سلو توپ‌اچونکي مجیب‌الرحمن ځدران د اسټرالیا په بیګ‌باش لیګ کې پرون چهارشنبه د خپلې لوبډلې له‌پاره ۵ ویکټې واخیستې. د بیګ‌باش لیګ په شلمه لوبه کې پرون د مجیب ځدران لوبدلې بریسبین هیټ د هوبارټ هوریکینز په وړاندې لوبه ترسره کړه، چې د مجیب لوبډلې په یوې منډې ماته وخوړه. د لوبډلې د ماتې سره ـ سره افغان لوبغاړی مجیب ځدران په توپ‌اچونه … نور ولولئ
سپورټ

فرهان يوسفزی: د ولسمشر څخه مو هيله کړې، چې راشدخان پر ستر مډال ونازوي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغان کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کرکټ بورډ عمومي رییس فرهان یوسفزي د هېواد د ولسمشر محمد اشرف غني څخه هیله کړې، ترڅو د کرکټ نړیوالې شورا له لوري راشدخان ته په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې د یوې لسیزې د غوره لوبغاړي د ویاړ ترلاسه کولو په پار عالي دولتي مډال ورکړي. په یاده خبرپاڼه کې فرهان یوسفزي ویلي: ((کله چې له نن … نور ولولئ
سپورټ

راشد: هڅه کوم افغانستان ته ښه نوم او نور ویاړونه هم راوړم

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه لوبغاړی راشدخان ارمان په شل اوریزه سیالیو کې د یوې لسیزې په غوره لوبډله کې تر ټاکل کېدو وروسته پرون دوشنبه په شل اوریزه سیالیو کې د یوې لسیزې تر ټولو غوره لوبغاړی راغلی. د کرکټ نړیوالې شورا په شل اوریزه، یو ورځنیو او ټیسټ لوبو کې د یوې لسیزې غوره لوبډلې وړمه ورځ اعلان کړې، چې راشدخان د شل اوریزه سیالیو په … نور ولولئ
سپورټ

ایلیس پیري د یوې لسیزې درې واړه ایوارډونه ترلاسه کړل

لیکنه: محمدصابر حمیدي د اسټرالیا د ښځینه وو کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه الراونډره لوبغاړې ایلیس پیري د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د یوې لسیزې تر ټولو غوره لوبغاړې او د دې ترڅنګ د کرکټ په دوو فارمټونو شل اوریزه او یو ورځنیو لوبو کې د یوې لسیزې تر ټولو غوره لوبغاړې راغله. د کرکټ نړیوالې شورا پرون دوشنبه د کرکټ په درې واړه فارمټونو کې د تیري لسیزې«۲۰۱۱ـ۲۰۲۰» غوره لوبغاړي اعلان کړل. … نور ولولئ
سپورټ

رونالډو د ۲۱مي پيړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی ونومول شو

لیکنه: محمدصابر حمیدي د پرتګال هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او ایټالوي کلب یوونټوس تکړه او نامتو لوبغاړی کریسټیانو رونالډو د ګلوب ساکر له لوري د ۲۱مي پيړۍ تر ټولو غوره د فوټبال لوبغاړی وټاکل شو. دا مراسم تېره شپه په دُبۍ کې نیول شوي وه، چې د نړۍ مشهوره او نامتو لوبغاړو له ډلې کریسټیانو رونالډو د ۲۱مي پيړۍ تر ټولو د غوره لوبغاړي جایزه خپله کړه. https://www.facebook.com/488730244510192/posts/3572710742778778/ د نړۍ دې غوره لوبغاړي په … نور ولولئ