سپورټ

د پاکستان په سوپر لیګ کې پنځه افغان لوبغاړي واخیستل شول

لیکنه: محمدصابر حمیدي د پاکستان د کرکټ کورني تجارتي لیګ (PSL) ته د لوبغاړو د پیر مراسم پرون یکشنبه د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره شول، چې پکې پنځه افغان لوبغاړي بیلابیلو لوبډلو ځان ته واخیستل. د یاد لیګ بولۍ ته تر لسو زیاتو افغان لوبغاړو نوملیکنه کړې وه، خو له ډلې یې راشدخان ارمان، محمدنبي عیسی خېل، مجیب الرحمن ځدران، قیس احمد او نوراحمد لکڼوال وپېرل شول. محمدنبي او نوراحمد د کراچي کینګز، … نور ولولئ
سپورټ

له ملې لوبډلې سره څلور نور افغان لوبغاړي یوځای کیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي افغان کرکټ بورډ خبر ورکړی، چې د ملي لوبډلې سره د یوځای کېدو په موخه یې څلور نور افغان لوبغاړي پرون متحده عربي اماراتو ته واستول، تر څو د ملي لوبغاړو سره په روان تمریناتي کمپ کې ګډون وکړي. دا څلور لوبغاړي قیس احمد، فضل حق، حمزه هوتک او فرید ملک دي. بورډ پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې لیکلي، چې د ملي لوبډلې د بشپړ چمتووالي په موخه یې څلور نور توپ … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان نن بیګ باش لیګ کې وروستۍ لوبه ترسره کوي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه توپ‌اچونکی راشدخان ارمان د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې د خپلې لوبډلې لپاره نن دوشنبه خپله وروستۍ لوبه ترسره کوي او بیا متحده عربي اماراتو ته سفر کوي، تر څو له ملې لوبډلې سره یوځای شي. ایډلیډ سټرایکرز لوبډلې پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې ویلې، راشد به د میلبورن سټارز په وړاندې ورسره اخرینۍ لوبه ترسره کړي او بیا له لوبډلې څخه … نور ولولئ
سپورټ

مجیب ځدران د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې زبردسته توپ‌اچونه وکړه

لیکنه: محمدصابر حمیدي د اسټرالیا هیواد د بیګ باش لیګ په ۳۵مه لوبه کې پرون یکشنبه د مجیب ځدران لوبډلې بریسبین هیټ له سیډني تندرز لوبډلې څخه په دریو ویکټو ماته وخوړه، خو افغان لوبغاړي مجیب ځدران پکې غوره توپ‌اچونه وکړه. مجیب ځدران په یاده لوبه کې د خپلې لوبډلې لپاره څلور اورنه ترسره کړل، ۱۶ منډې یې ورکړې او ۲ مهمې ویکټې یې واخیستلې. یاد افغان لوبغاړي تر دې دمه په بیګ باش لیګ … نور ولولئ
سپورټ

د اسټرالیا لپاره په ټیسټ سیالیو کې زیاتې منډې جوړونکې لوبغاړي؛ سټیو سمیت نهم شو

لیکنه: محمدصابر حمیدي د کرکټ نړیوالې شورا د هغو لسو لوبغاړو نوملړ خپور کړی، چې د خپل هیواد اسټرالیا لپاره یې په ټیسټ سیالیو کې زیاتې منډې جوړې کړې دي. په دې نوملړ کې ریکي پوانټینګ لومړی، آلن بارډر دویم، سټیو واګ درېیم، میچل کلارک څلورم، متیو هایډن پنځم، مارک واګ شپږم، جسټین لینګر اووم، مارک ټایلر اتم، سټیو سمیت نهم او ډیویډ بون بیا لسم ځای لري. اسټرالیا ته په ټسټ لوبو کې زیاتې … نور ولولئ
سپورټ

ملې لوبغاړو د ایرلنډ په وړاندې سیالیو ته چمتوالی پیل کړ

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې د ایرلنډ په وړاندې راتلونکو دریو نړیوالو یو ورځنیو لوبو ته د ښه چمتوالي په موخه تمریناتي کمپ پیل کړ. دا تمریناتي کمپ په متحده عربي اماراتو کې پیل شو، چې په مهال به یې افغان کرکټ ملې لوبډله له هره اړخه تمرینونه ترسره کړي او خپل چمتوالی به وښيي. افغان کرکټ بورډ وایي، چې ملې لوبډله به د ایرلنډ په وړاندې درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې … نور ولولئ
سپورټ

هغه افغان چې په واوره او اوبو کې تمرین کوي + انځوونه

لیکنه: محمدصابر حمیدي پر ټولنیزو رسنیو د رقیب فاروقي په نوم د یوه سخت مبارزه کوونکي ورزشکار داسي انځورونه ډېر خپاره شوي، چې په دې سخته سړه هوا کې په اوبو او واوره کي تمرین کوي. هغه یوازي دا نه چې دې سړه هوا کې تمرین کوي، بلکي سړو اوبو کې لامبي هم. دې کار د ډېرو افغانانو پام ځان ته راړولی او رقیب فاروقي یې ستایلی. د راپورونو له مخي رقیب فاروقي د غور … نور ولولئ
سپورټ

د انګلستان ښځینه لوبډله د لومړي ځل لپاره پاکستان ته سفر کوي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د راپورونو له مخې د پاکستان او انګلستان کرکټ بورډونه دې هوکړې ته سره ورسېدل، چې انګلستانۍ ښځينه کرکټ لوبدله به په روان ۲۰۲۱م کال کې د پنځو سیالیو لپاره پاکستان ته سفر وکړي. دا به د کرکټ په تاریخ کې لومړی ځل وي، چې د انګلستان ښځینه کرکټ لوبډله د پاکستان ښځینه کرکټ لوبډلې سره د سیالیو په موخه پاکستان ته سفر کوي. ایسفاین کریک‌انفو خبر ورکړی، چې انګلستانۍ او پاکستانۍ … نور ولولئ
سپورټ

د نارینه‌وو په ټیسټ لوبه کې لومړنۍ ښځینه لوبڅاره

لیکنه: محمدصابر حمیدي د ایسفاین کریک‌انفو د خبر له مخې د ټیسټ کرکټ په ۱۴۴ کلن تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د نارینه‌وو په ټیسټ لوبه کې یوې ښځې لوبڅاري وکړه. دا ښځه کلییر پولوساک نومیږي، چې د اسټرالیا او هند ترمنځ په روانه درېیمه ټیسټ لوبه کې د څلورمې لوبڅارۍ دنده په غاړه لري. دا لومړی ځل دی، چې په ټیسټ کرکټ کې یوه ښځینه لوبڅاره لوبڅارې کوي او دې فارمټ کې یې نورو … نور ولولئ
سپورټ

د ټیسټ لوبو په درجه بندۍ کې افغانستان په لس غوره لوبډلو کې نهم مقام خپل کړ

لیکنه: محمدصابر حمیدي د کرکټ نړیوالې شورا نن چهارشنبه د ټیسټ سیالیو نړیواله درجه بندي اعلان کړه، چې پکې افغانستان په لسو غوره لوبډلو کې شامل شوی او نهم مقام یې خپل کړی. افغان کرکټ ملې لوبډله مخکي په لسو غوره لوبډلو کې نه وه، چې اوس یې یو شمېر هیوادونه شاته پرېښودل او نهم ځای یې ونیوی. په دې تازه اعلان شوې درجه بندۍ کي نیوزیلنډ لومړی، اسټرالیا دویم، هندوستان درېیم، انګلستام څلورم، سویلي … نور ولولئ