سپورټ

په هندۍ لوبډله کې تر ټولو ګرانبیه لوبغاړي څوک دي؟ دلته پرې خبر شئ؛

د هندوستان کرکټ بورډ د خپلو هغو لوبغاړو لیست خپور کړی، چې دوی ورسره د ۲۰۲۰م کال د اکتوبر میاشتې څخه بیا د ۲۰۲۱م کال تر سیپټمبر میاشتې پوري قرارداد لري او ترڅنګ یې هغه بیې هم خپرې کړې، چي یادو لوبغاړو ته له کاله ورکول کیږي. د هند کرکټ بورډ د ۲۸ لوبغاړو سره په بېلابیلو کټګوریو ( اې پلس، اې کټګوري، بي کټګوري او سي کټګوري) کي قراردادونه کړي، چي یادي کټګورۍ هره … نور ولولئ
سپورټ

په IPL کې له حیدراباد لوبډلې سره د مجیب ځدران لومړۍ لوبه!

د هندوستان د کرکټ غوره لیګ څوارلسم پړاو سیالۍ روانې دي، چي پرون شنبه یې په نهمه لوبه کې سنرایزر حیدراباد او ممبي لوبډلې سره ولوبېدې، چې سنرایزر حیدراباد لوبډلې د خرابې توپوهنې له امله په ۱۳ منډو ماته وخوړه او په روان لیګ کې یې دا درېیمه ماته وه.   د پرونۍ لوبې حال   لومړی توپوهنه ممبي لوبډلې وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۰ … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام د هند په نهو ښارونو کې ترسره کیږي

د هندي ورزشي ویبپاڼې(CRICKETNEXT)  د راپور له مخي هند کرکټ بورډ غواړي د ۲۰۲۱م کال د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام د هند په کوربتوب په نهو ښارونو کې ترسره کړي.   د یادي ویبپاڼې د راپور په بنسټ ممبي، نوي ډیلي، چینای، کلکته، بنګلور، درمساله، حیدراباد، احمداباد او لک ناو هغه ښارونه دي، چي پکې هند کرکټ بورډ پلان لري، تر څو د ۲۰۲۱م کال د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام پکې ترسره کړې. … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان: د روژې لومړۍ میاشت ده، چې د مور څخه پرته یې نیسم

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړی راشدخان، چي اوس هندوستان کي ددې هیواد د کرکټ په غوره لیګ کې بوخت دی، تازه یې د خپلي وفات سوي مور په اړه ټویټ کړی.   راشدخان د مور قبر ته ولاړ یو انځور خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي:   ‹‹دا زما لپاره لومړۍ د روژې میاشت ده، چي د مور څخه یې پرته نیسم، ما د مور څخه ډېر څه زده کړل، زما … نور ولولئ
سپورټ

په تېرو دوو لوبو کې د ویراټ کوهلي جالیبه توپوهنه

د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې او د هند په آی پي ایل سیالیو کې د رویال چلینجرز بنګلور لوبډلې لوبډلمشر ویراټ کوهلي په خپلو وروستیو کړیو دوو لوبو کې جالیبه توپوهنه کړې. ویراټ کوهلي د بنګلور لپاره په لومړۍ لوبه کې هم په ۲۹ توپونو ۳۳ منډې وکړې او په دویمه لوبه کې یې هم پرون چهارشنبه په ۲۹ توپونو ۳۳ منډې وکړې، چې دا د کرکټ په لوبو کې خورا کم پېښيږي.   … نور ولولئ
سپورټ

بابراعظم د ویراټ کوهلي څخه مخکې او د نړۍ لومړی نمبر لوبغاړی شو

آی سي سي یا د کرکټ نړیوالې شورا تازه په یو ورځنیو لوبو کې د توپوهونکو نړیواله درجه بندي اعلان کړه، چې پکې پاکستانی بابراعظم له دویم ځای څخه لومړي ځای ته پورته شوی او له ویراټ کوهلي څخه یې لومړی ځای خپل کړ. بابراعظم اوس د ۸۶۵ نمرو په درلودلو سره په یو ورځنیو لوبو کې د نړۍ لومړی نمبر توپوهونکی دی.   https://www.facebook.com/icc/posts/4405846309434431   ویراټ کوهلي بیا له لومړي ځای څخه دویم ځای … نور ولولئ
سپورټ

روهیت شرما په IPL لیګ کې درېیم مخکښ لوبغاړی شو

د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې او د هند په آی پي ایل سیالیو کې د ممبي انډینز لوبډلې لوبډلمشر روهیت شرما د هند په آی پي ایل سیالیو کې خپلې ټولې منډې ۵۲۹۲ ته ورسولې او په دې سره ددې لیګ په تاریخ کې درېیم زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی شو. روهیت شرما یادې منډې په ۱۹۷ لوبو کې جوړې کړې، چې پکې ۳۹ پنځوسیزې او یوه یې بیا سلیزه جوړه کړې.   د آی … نور ولولئ
سپورټ

د کلکتې تر پرونۍ ماتې وروسته د شاهرخ خان غبرګون!

د هندوستان آی پي ایل سیالیو په پنځمه لوبه کې پرون سې شنبه کلکته نایټ رایډرز او ممبي انډینز لوبډلې یو د بل پر وړاندي د سیالي ډګر ته کښته شوې، چې په پایله کې ممبي انډینز لوبډلې په لسو منډو کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې ته ماتې ورکړه او په خپلو کړیو دوو واړه لوبو کې یې بریا خپله کړه.   د پرونۍ لوبې بشپړ حال   په پرونۍ لوبه کې لومړی ممبي انډینز لوبډلې … نور ولولئ
سپورټ

بین سټوکس د IPL ټولې لوبې له لاسه ورکړې

د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې او د هند په آی پي ایل سیالیو کې د راجستان رویالز لوبډلې تکړه الراونډر لوبغاړي بین سټوکس د ټپونو له امله د آی پي ایل ټولې سیالۍ له لاسه ورکړې.   راجستان رویالز لوبډلې پر خپلې رسمې ټیوټر پاڼې خبر ورکړی، چې د بین سټوکس د لاس ګوته د دوشنبې په ورځ لوبه کې د کیچ نیوني پر مهال ماته شوه او له همدې امله به د آی … نور ولولئ
روانې سلامتي

 بنوېشور کمار د راشدخان او ویلیمس څخه سیالي وګټله

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي د تیرې مارچ میاشتې غوره لوبغاړی د هندوستان تیز توپ اچونکی بنوېشور کمار اعلان کړ. دې جایزې ته د هندوستان بنوېشور کمار، د افغانستان راشدخان او د زیمبابې شان ویلیمس نوماندان وه، چې بنوېشور کمار د زیاتو رایو په ترلاسه کولو سره د تیرې مارچ میاشتې تر ټولو غوره لوبغاړی وټاکل شو.   https://www.facebook.com/watch/?v=302570271248584   په تېره مارچ میاشت کې د بنوېشور کمار کارګردګي   د هند … نور ولولئ